لیکنه: اجمل درمان
دا یو ډاګیزه حقیقت دی چې د یو هیواد په کورنۍ جګړه کې د نوموړي هیواد ګاونډي او سيمه ایز هیوادونه بنسټیز منفي او مثبت اغېز لرلای شي. هم کولای شي چې په جګړه اخته هیواد کې د جګړې په اور پطرول او هم کولای شي اوبه وشيندې چې بیا هر هیواد د خپلو موخو او ګټو مطابق په یاد هیواد کې خپله پاليسي ټاکي. په جګړه ځپلي هیوادونو کې سوله یو اړین رکن او د پرمختګ او بیا رغاونې اساسي اړتیا وي. په دغسو هیوادونو کې چې ګاونډیانو یې د کورنۍ جګړې په اور د اوبو پر ځای پطرول شيندلي وي؛ د سولې راوستل ډير ستونزمن کار وي. د یادو هیوادونو سوله دوه اړخونه لري، کورنی اړخ او بهرنی اړخ.
۱ــ کورنی اړخ: په کورني اړخ کې هغه مشران، هغه کړېدلي هيوادوال او هغه له واکمن دولت او حکومته ګیله من خلک راځي چې په بیلابیلو پلمو د وخت حکومت؛ یا په خپله او یا هم د خپل بهرني ستراتيژیک دوست په لاس کړولي او ځورولي وي. ددوي حقونه چې په حکومت کې د شته زورواکانو او چارواکو تر پښو لاندې کړی وي نو په همدې دلیل له حکومت څخه واټن اخلي او له واکمن حکومت له مخالفانو سره لاس یو کوي. د نوي حکومت په رامنځته کېدو ددوي پخلاینه او د سولې سره یو ځای کول د بهرني اړخ په پرتله آسان وي.
۲ــ بهرنی اړخ: په بهرني اړخ کې د په جګړه اخته هیواد ګاونډیان او د سيمې ځینې هیوادونه شامل دي. ګاونډي او د سیمي ځيني هیوادونه چې په جنګ او جګړه کې خپلې ګټې خوندي ویني نو د تل لپاره د جګړې په اور پطرول شيندي. تر هغه چې په جنګ اخته هیواد په خپلو کورنیو چارو او بهرنو چارو او پاليسیو کې د یادو هیوادونو لاسونه رالنډ نه کړي؛ په هیڅ صورت یې وګړي د یوې رښتېنې او سراسري سولې له نعمته برخمن کیدلای نشي. په جنګ اخته هیواد باید په هیواد کې دننه د ګاونډیو هیوادونو جاسوسان له منځه یوسي، د ګاونډیانو لاسونه دې په خپل هیواد کې له لاسوهنې رالنډ کړي، ګاونډیان دې په دې قانع کړي چې د سیمي په یو هیواد کې د جګړې اور بل ساتل نورو هیوادونو او پخله دوي ته هم سرایت کوي، کورنی اړخ سولې ته راضي کړي او کورنۍ او بهرنۍ پیاوړې پالیسۍ رامنځته کړي تر څو د پرمختګ پر لور ګام واخلي.
د افغان سولې بهرنی اړخ هم په بشپړ ډول د ګاونډیو هیوادونو تر ولکې لاندې دی، که دوي وغواړي په څو میاشتو حتا په څو ورځو کې هم په افغانستان کې سوله راوستلای شي. که بهرنی اړخ په دې قانع نشي چې په افغانستان کې اور بلول ددوي تر کمیسه هم رسيږي نو په کور دننه ټولې منډي ترړې هیڅ ځاي نه نيسي او هیڅکله به په رښتوني معنا په ټول هیواد کې سرتاسري سوله رانشي. د افغانستان سولې په بهرني ا ړخ کې امریکا، پاکستان او ايران شامل دي چې د سولې بهير لپاره یې خنډونه بللی شو.
۱ــ امریکا د سولې ستر خنډ
امریکا تل د افغان سولې پروسې د سبو تاژ هڅې کړې دي او تل یې ددغه بهیر مخه ډب کړې ده. د سولې د مخنيوي او د جګړې اور د تازه ساتلو لپاره یې تل له بیلابیلو تاکتیکونو ګټه پورته کړې، تل یې له بیلابیلو تیوریو په افغانستان کې د سولې پروسې ته د سترو خنډونو د جوړولو پروژې پيلې کړي دي. په دا وروستیو کې چې په افغانستان او عراق کې د خپلې ناکامې جګړې او د خپل پوځ د سترې مرګژوبلې له امله؛ دننه پخپل هیواد کې د خپل ولس، سنا مجلس او سیاسیونو له غبرګون سره مخ شوې؛ بیا يې هم خپل تاکتیک بدل کړی. رسنۍ داسې راپورونه ورکوي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په خاطر خپل تر ۴۲۰۰ــ ۶۲۰۰ غیر رسمي پوځ (قراردادیان) ساتلي. د دغې ستراتیژۍ په عملي کولو سره غواړي د خپل ولس له هغه غبرګونه ځان خلاص کړي چې په افغانستان او عراق کې ددوي د ډیری پوځي مرګژوبلي اړوند یې ښودلی و، په خپله پوځي بودیجه کې لازم کموالی راولي او همداراز په افغانستان او عراق کې د ناکامې جګړې اړوند د ولس منفي ذهنیت ته تغير ورکړي. امریکا اوس هغه اهداف چې د خپلو پوځيانو پر مټ یې په افغانستان کې تر لاسه کول؛ د همدغو قراردادیانو پر مټ ترلاسه کوي.
له بل لوري یې د افغان سولې پروسې ته چې په دا وروستیو کې ورته د ولس هیله مندي ډيره شویده؛ یو بل خنډ هم رامنځته کړ. د هغو پنځو لوړ پوړو طالب مشرانو د نظر بندۍ موده یې نوره هم غځولې چې د تېر کال د مې په یودېرشمه د ګوانتنامو له زندانه د یو امریکايي پوځي په بدل کې خوشي او قطر ته سپارل شوي ول. امریکا بیدون له کوم معقول دلیله ددغو پنځه طالب مشرانو د نظر بندۍ موده غځولې. په دې سره غواړي بیا هم په افغان دولت د فشار د نوې آلې په توګه کار واخلي. دغه طالب مشران چې په طالبانو کې پراخ نفوذ او اغیز څښتنان دي؛ کولای شي د افغان سولې پروسې سره د پام وړ همکاري وکړي. اوس ددې لپاره چې امریکا ددغې همکارۍ مخنیوی کړی وي؛ د یادو طالب مشرانو د بند موده تمدید کوي.
۲ــ پاکستان
د تاريخ پاڼې لیکي؛ له کله نه چې د برتانوي هند څخه د پاکستان په نامه هېواد را بېل شو او بیا د ۱۸۹۳ کال د نومبر له ۱۲ نيټې ډیورنډ تړون له مخې، د هغه وخت له متحده هندوستان سره د افغانستان د خاورې ځینې برخې وتړل شوې، نو د دوست په څيره کې له افغانستان سره د پاکستان دښمني پیل شوه. د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه او بیا وروسته د سردارد محمد داوود خان په جمهوري دولت کې هم تل د افغانستان او پاکستان اړیکې کړکېچنې وې. د روسانو په مقابل کې د مجاهدینو د بریا څخه وروسته او آن د استاد رباني د حکومت په ترڅ کې هم د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې وې. په ۲۰۰۱ ز کال د امریکا په ستر سوداګرۍ مرکزونو د اسامه له بریده وروسته کله چې امریکا افغانستان خپل ښکار وګرځاوه نو همدغې پاکستان ورته پوځې اډې ورکړې او له پاکستانه یې په افغانستان ړانده توغندیز بریدونه پيل کړل چې د امریکا په مرسته یې د افغانستان په بربادۍ او ویجاړۍ کې مهمه ونډه واخیسته. همداراز د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې هم د دواړو هیوادونو اړیکې د ترینګلتیا وروستۍ پولې ته رسیدلې وې. همداراز د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان د طالبانو او ایران د شمالي ټلوالې ملاتړ کولو. تر څنګ یې بیا د طالبانو رژیم د ړنګېدو پر مهال امریکا هم د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو او د طالبانو د ځپلو لپاره شمالي ټلوالې سره کلکه یارانه اچولې وه.
نو د پاک افغان دوستۍ دغې تاريخ ته په کتو؛ پاکستان څنګه د افغان سولې پروسې ته ژمن کیدلي او ورسره مرسته کولای شي؟
۳ــ ایران
له افغانستان سره د ایران دښمني د ۱۹ پېړۍ له لومړۍ نیمایي څخه سرچینه اخلي
چې هغه مهال یې غوښتل د پوځي یرغل له لارې د افغانستان لویدځ ولایت هرات له ځان سره وتړي. له دې وروسته بیا د هلمند اوبو د خپلولو لپاره هم بیلابیل بریدونه کړي دي. ددې تر څنګ همدا اوس هم د مرستندویه بنسټونو او کلتوري پروګرامونو په نامه د لاسوهنې او نفوذ لاس ته راوړلو هڅې کوي. همداراز له ۱۹۹۶ نه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر ۱۱ مې وروسته د طالب ضد شمالي ټلوالې پوځي او مالي ملاتړ یې کاوه. له طالبانو سره د ایران اختلاف ژورې ريښې درلودې، طالبان او القاعده سني مذهب ته ژمن ول او ایران د سني مذهب ستر مخالف و او دی. د طالبانو پر مهال د افغانستان شیعه ګانو د مذهبي تړاو له مخې له ایرانه مرستې ترلاسه کولې. ډیری دري ژبو چې له ایران سره یې ژبنی نږديوالی درلود د ایران په مرسته د طالب ضد جنګیدل. د کابل ښار د ابادۍ څېره د بمونو او باروتو په لوګو پوښل د ایران، امریکا او پاکستان ګډه پروژه وه.
ايران نن ورځ دولت ضد پوځي او مالي ملاتړ شروع کړی. اوس یې د داعش له ویرې چې شیعه مذهب او اهل تشیع خپل دښمنان ګڼي؛ د هیواد په شمال کې د خپلو کورنیو افغاني لاسپوڅو په مرسته چې په دولت کې هم شامل دي؛ د شخصي ملیشو په وسلو سنبالول شروع کړي چې په راتلونکې به افغانستان بیا هم د ۱۳۷۰ لسیزې جګړو شاهد واوسي.
له دغه دریو هیوادونو ورهاخوا یو شمیر نور هیوادونه هم شته چې د افغانستان لپاره یې په اوړه کې شګه موجوده ده لکه روسیه، ترکیه، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان چې د کلتوري یرغل تر څنګ؛ ځېنې وختوته په خلاص مټ ځيني غلچکي پوځي یرغلونه هم کوي. ددوي زیان او خطر بیا د امریکا، پاکستان او ایران په نسبت افغانستان ته کم دی.
You also might be interested in
لیکنه: اجمل درمان د لومړنیو معلوماتو له مخې د افغانستان[...]
ژباړه: ډاکټر محمد اجمل درمان سرطان چې malignancy هم ورته[...]
ژباړه: ډاکټر محمد اجمل درمان شکر هغه حالت ته ويل[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی