لیکنه: وحیدالله عالمزی
ژیړګل زمونږ یو کلیوال وو بیچاره د غریبي له لاسه د وطن نه ورک شو او ان تر سعودي عربستانه پوري یی سر ورسیدلو. په کلی کي ګرځنده مبایلونه او یا هم کومه بله لاره د اړیکي نیولو نه وه. ډیري وخت به مسافرو خپلو کورنیو ته د ټیپ کیسټونه کي ثبت شوي خبرې را لیږلي او کورنیو هم ورته کار ترسره کوو. کوم مسافر به چې کور ته راغلي وو نو د ډیرو لرو پرتوسیمو څخه به ورته خلک د خپلو مسافرو څخه د احوال اخستلو لپاره راتلل او که له وطن نه به هم څوګ مسافر شو او د سعودي عربستان ته به لاړو نو هلته به هم مسافرو دخپل زړه د تسکین یا هم د کورڅخه د کوم احوال د ترلاسه کولو لپاره یو ځل د نوی راغلي مسافر سره لیدل کاته کول. زیړګل هم دری کاله په سعودي عربستان کي تیر کړي وه، کله چې د د بادام ګل د راتګ څخه خبر شوو نو سمدستی یی د هغه په لور حرکت وکړو تر څو د کلی او کورني احوال ترینه واخلي. کله چې د بادام ګل دیرې ته ور ورسیږي سمدستي په بادام ګل سترګي ولږیدي د ښه غوږ او د میني ډک روغبړ څخه وروسته د کلي او کور کیسې سره شروع کړی. ژیړ کل د کلي او وطن پوښتني شروع کړی چې ګل محمد اکا څنګه وو؟ فصلونه څنګه وه؟ مولا صاحب څنګه وو؟ …….. بادام ګل غوښټل چې ژیړګل په مسافري کي خپه نشي او خوشحاله یی وساتي د ټولو پوښتنو ځوابونه مثبت او له خوښيو ډک ورکړل او په اخر کي غوښتل چې نوي زیري هم ورته ولري نو د ټولو خبرو ګرویګنو وروسته یی ورته وویل چې ژیړګله ځویه یو زیري درباندي کوم وایه چې شرینی به راکوي او که نه؟ ژیړګل چې کلونه مسافري یی کوله نو یو امید یی دا هم تر څو دخپل کاکا د لور سره واده وکړي ځکه چې هغه یی ډيره خوښه وه او ډيره ورباندي ګرانه هم د کاکا ښځی یی هم د مسافر کیدلو په ورځ پټ په غوږ کي پسپسک کړي وو چې ژیړګله ځویه بی غمه دي خپله مزدوري وکړه پرښه مي تاته ساتلي ده بی غمه اوسه د بل چا به نشي، ژیړ ګل په رڼا ورځ د خوب لیدل پیل کړل د زیري تر اوریدو مخکي ورته ښه غټ سوغات ومنلو او ورسره جوخت یی یو ټپه هم زمزمه کړه او د ځان سره یی وویل چې پرښه به همیش دا ټپه وایی:
مسافر ته شوي خواره زه هم
خواره دي مور شه چې سفر ته دي لیږینه
بادام ګل هم ورسره غبرګه کړه، ځکه هغه هم د ژیړګل په مرض اخته وو او مسافری یی زړه خوړلي وو، ژیړګل خبره را لنډه کړه چې بادامیه ځویه ژر شه زیري راباندي کوه او ډالۍ دي نغده واخله! بادام ګل هم د ژیړګل د انتظار شیبې را لنډې کړي او ورته یی وویل چې غوږ شه ځویه! ستا پلار جمعه خان کاکا د ټول کلي ملک شو مبارک شه یاره او ورسره یی یو سروکي هم زمزمه کړو چې واچوه لاسونه په ما باندي – بل کړه اورونه په دونیا، دونیا باندي
ژیړ ګل ددي خبرې په اوریدو سره په ډیر لوړ اواز په ژړا پیل وکړو، بادام ګل ډير پریشانه شو او کوښښ یی کولو تر څو ژیړګل ارام کړي او ترینه وپوښتې چې ولي څومره د خوښی خبر او ستا ژړا؟ ژيړګل څو شیبي په درز کي وژړل او تر ارامیدو وروسته یی بادام ګل ته وویل چې په کلی کي د سړیو کمښت وو او نور راته کلي وران ښکاري چې ملکي پکی زما تر پلاره را ورسیدله.
دا کیسه راته په ناروی هیواد کي د طالبانو سره د خبرو د موضوع په اړه را په زړه شوه او نن سهار مي د ازادي راډیو په ویب پاڼه کي ولوستل چې محقق د طالبانو سره د خبرو لپاره ناروی ته ځې.
زه هم دا وایم چې دا هیواد وران دي او که پکی د انسانانو کمښت دي چې د سولي خبري تر محقق پوري را ورسیدلي؟ دا چې د یو کال راهیسي په افغانستان کي د داعش شتون یو شمیر دولتي او استخباراتي ادارو لخوا کله رد او کله منل شوي دي او تر څنګ یی ایران هم څه موده وړاندي په تهران کي د طالبانو د بعضي مشرانو سره ولیدل تر څو د طالبانو سره د مرستو له لاري د داعش وسلواله ډله ضعیفه یا هم وځپی. محقق هم په افغانستان کي د ایران هغه قوي هسته ده چې همیش یی د افغانستان ملي ګټې د ایران د ګټو قرباني کړي او دا ځل هم لکه چې د سولي خبري نه بلکي د جنګ د تودیدو خبري رواني اوسي تر څو د ایران په مستقیمو مرستو طالبان د داعش په وړاندي تقویه کړي. داسي ښکاري چې یا خو ولس مشر او جرایئه ریس سولي ته ژمن نه دي او یا هم دوي د کرزی د سایست ښکار شوي دي چې د څو ډالرو په مقابل کي ډیري پریکړي د ګاونډیو هیوادونو په سلا مشورو سرته ورسوي، د محقق د تګ او د سولي په خبرو کي ګډون هم شاید د ایران د سفارت یوه سپارښتنه ووسي چې افغان ولس مشر هم ورته لبیک ویلي دي. د سولي په خبرو کي باید هغه اشخاصو ګډون کړي وي چې دواړو لورو ته د قبول وړ وي محقق د زرګونو پښتنو او طالبانو قاتل دي او همیش د طالبانو سره په مستقیم جنګ کي دخیل وو چې طالبانو ته هیڅکله د منلو وړ نه دي او نه باید طالبان ډيره دلچسپي وښایی تر څو دداسی اشخاصو سره د سولي خبرې مخکي یوسی. لا تر اوسه پدي هیواد کي د ملي شخصیتونو کمښت ندي راغلي چې زمونږ سرنوشت دي د بیسواده او پردی پالو په لاس کي وغورځیږي.
محقق د تعلیم او سیاسي درک کچه تر هغه حده ضعیفه ده چې ان د ملي ګټو په تعریف هم اګاه نه دي نو د داسي کس لیږلي داسی یو ګنفرانس ته چې هلته دي د منطق او دلیل له لاري د طالبانو په شان یو قوي تحریک ته قناعت ورکړاي شي تر څو د سولي او سیاسي اجماع په رامنځ ته کیدلو سره د ټاکنو له لاري قدرت ته ځانونه ورسوي نه د جنګ له لاري، ددي تر څنګ باید د سولي په ټولو خبرو کي ملي ګټې په مکمل ډول سره وساتل شي او هیڅ ډلې ته دا ایجازه باید ورنکړل شي چې ملي ګټي دي د بعضو شومو او مغرضو اشخاسو ښکار شي، به د افغان ولس مشر ډيره لویه تیروتنه وي. محقق چې د ماشوم څخه یی تر ځلمیتوب پوري د تعلیم په ځای د خردواني لوبه ترسره کړي ده او بل په تیرو دریو لسیزو کي د افغانستان د ملې ګټو په خلاف واقع شوي دي، ان تر اوسه پوري خپل رهبر افغان نه بلکي یو ایران مولا معرفي کوي. هغه څوګ چې ټول سر او کار یی د خرو او د خردوانی سره تیر کړي هغه د سولي خبرو کي هیڅکله هم مثبت نشي ثابتیدلي او ددي په ځای چې مثبتي پایلي د ځان سرا راوړي د ډیرو خطرناکو پایلو سره به هیواد ته را ستون شي او تر ډیره حده به کوښښ کوي تر څو د ایران او طالبانو تر منځ د دلال دنده سرته ورسوی، هغه جوړ جاړي چې د ایران او طالبانو تر منځ روان دي شاید محقق پکي مثبت رول ولوبوي او روان جنګ نور هم شدیدتر حالت ته وغځيږي.
مونږ په هغه چا هیڅکله باور نشو کولي چې همیش یی پردې پاللي دي او د پردیو استخباراتو له لاري یی ژوند اوس هم تمویلیږی د ټولو افغانانو غوښتنه د افغان ولس مشر څخه دا ده چې زمونږ سرنوشت دي ملی خاینینو ته په لاس نه ورکوي، ځکه چې تیرو دریو لسیزو کي د افغانانو سرنوشت سهار او ماښام کله په اسلام اباد، کله په ایران او کله هم په مسکو کي د څو مغرضو اشخاصو لخوا لیلام شوي دي نو پداسي اشخاصو هیڅ افغان باور نشي کولي د ملی مسایلو لپاره باید ملي اشخاص معرفي شي تر څو زمونږ ملې ګټي تضمین کړي.