لیکنه: ذبیح الله ايمان
رښتیا خبره ده چې سوله هر چا ته اړينه ده، نه یوازې دا چې هغه په انسانانو یانې اشرف المخلوقاتو ته یوه اړتیا وي، بلکې حيواناتو، حشراتو، نباتاتو او په دې نړۍ کې چې هر څه دي ټول سولې ته اړتیا لري. بدون له سولې ژوند به یې داسې وي لکه زموږ چې دی……..
سوله نه یوازې دا چې یوه اړتیا ده، سوله نه چې د هر چا د زړګي آرمان ده، بلکې سوله د ټولنې د پرمختګ او هوساینۍ لپاره زښته زیاته ضروري ده. د ټولنې پرمتخګ بدون له سولې شونی نه دی، د ټولنې د وګړو تر منځ مينه، محبت او د ښه ژوند کولو لپاره یوازې د سولې لاره ښه او په ځای لاره ده.
دا چې یوه یوه اړتیا ده، نو موږ او تاسې ددې اړتیا د پوره کولو لپاره باید هڅې و کړو تر څو د هر چا د زړه ارمان په سوله کې پوره شي، او ددې ناخوالو څخه خلاص او خپل ژوند په یوه سپېڅلې او له نوره ډکه فضا کې تر سره کړو.
موږ او تاسې ته لازه مه ده، چې په ټولنېزو رسنیو کې یانې په تلويزیون، راډیو، فېسبوک، ورځپاڼو، مجلو او داسې نورو نشراتي شیانو کې د سولې پيغام په ډېرې ښې طريقې سره هغه مخالف لوري ته و رسوو، تر څو دوی زړه توري نه شي، او ددې ملت په وړاندې نور له وژنو څخه لاس واخلي. زه ډېری وخت همدې ته متوجه وم، په تلويزون کې اعلان یا پيغام راشي( زمونږه غوليدلي وروڼه د سولې له پرسوې سره یو ځای شول) یا (خان قومندان خان داسې واي: نن په علمیاتو کې پنځه تنه ګوډاګي او مزدور جنګیالي مردار شول) نو په دې ډول پېغامونو باندې هغه کسان لا زړه توري کېږي او څومره یې چې په وس پوره وي، ددې هيواد، خلکو او دولت په ضد به وسلې ته لا لاس اچوي. نو تر دې به ښه دا وي، چې دا خلک د یوې ښې او معقولې لارې دولت او د سولې له پروسې سره یو ځای شي. هغه پښتو کې یو متل دی چې وايي: (نه سيخ باید و سوزي او نه کباب).
همدارنګه نورې لارې باید حکومت ورته و ټاکي تر څو پورې د سولې او پخلاينې لاره زموږ او ستاسې یوه بریالۍ او د تل لپاره یو حقه لاره شي. که موږ او تاسې یو ځل د سولې چيغې ووهو یا د سولې پيغام ور کړو، او ور پسې بیا داسې بدې خبرې و کړو، چې بيرته د هغو خبرو چې د سولې په اړه مو کړې وي، یا مو د سولې په اړه پېیغام ور کړې وي، نو چيرته هغه کسان چې د دولت په ضد ولاړ دي، زړه ښه کوي چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي. ځکه دوی یې هم وينې چې که موږ له دولت سره لاس وی هم کړو، موږ بیا هم غوولول شوي بلل کېږي. نو تر دې دا ښه ده چې همداسې دې پاتې وي. تر څو هغه خپله مخه چې لرو، ور و رسېږو.
دا خبره هم ټولو ته جوته شوې ده، چجې سوله د ټوپک په زور نه شي را تللای، سوله د مرګ او وژنو په پايله کې نه شي پاتې کيدلی، سوله یوازې د خبرو، پاک زړه او نيک نيت په وسيله راتللی شي. زموږ او ستاسې په هيواد کې خلک له جنګ څخه تر پوزې راغلي دي، د سولې په نوم پسې قسم په خدای چې مري، قسم په خدای دې چې د سولې نوم دومره ښه ور باندې لګي لکه یو چاته چې مړه مور بيرته را ژوندۍ شوې وي. خو د سولې قاتلانو سوله داسې ورنه یرغمل کړې ده، چې د سولې نوم راشي او څېهره یې نه ويني.
سوله ملایکه ده
غلې غلې راغله
زما په ښې ويلي یې وليکل
زه ځکه نه راځم، دلته خلک انسان په اور سوځوي، ته وا نو ما به پرېږدي؟!
……
دا خبرې ځينې خلک د زړه له درده انځور کوي، د شعر په ژبه، د حیال او هنر په ژبه…..
راځئ، ټول سولې ته لاس و کړو، د سولې پيغام په ښه او نيکه طريقه وړاندې کړو تر څو پورې خپل هېواد ته د سولې بلبلې د تل لپاره وزې و رپوي. موږ په سوله پسې مړه یو خو، د سولې لپاره بيرته جنګېږو، د سولې له نامه څخه غلطه استفاده کوو، د سولې تر نامه لاندې و ژنې کوو، د سولې تر بېرغ لاندې مو په لاس کې خنجر نيولی وي، د سولې تر وزر لاندې بم ږدو او د سولې په وجود باندې اور بلوو……
که دا ډول روان یو، نو سوله به نه یوازې دا چې را به نه شي، بلکې د سولې دا نوم به د تل لپاره ورک شي. او موږ به د تل لپاره همداسې یو کړېدلی او په ځان نا بسیا هيواد او و ګړي یو.
….
کوتره راغله، کوتره راغله
سپينه کوتره، سپينه کوتره
په سپين وزر یې
د سولې نوم،
شل ځایه ليک و
قاتل ښکارې پرې
ډزونه و کړل
په سپين زړګي یې
څنګه بې رحمه
په لس مرمیو
اخ وويشتله!!!
د یوه سرلوړي او سوله ايز افغانستان په هيله!