ليکنه: رحمت ګل عمري
د سولې په اړه مو له هر چا سره خبرې کړې، دیني عالم سوله له دیني او شرعي اړخ نه په آیات ، حدیث او د علماوو د شته نظرونو له اړخه وړاندې کوي، په افغانستان کې یې ارزښت خورا مهم بولي.
سیاسیون هم په افغانستان کې سوله په یوه خوله سیاسی اړتیا بولي، سیاسي امنیت ، سیاسي نظم ، سیاسي ګډون پدې ارزښت پورې تړلي ګڼي. دوی څرګندوي که سوله اوثبات رامنځ ته شوو، نو زموږ هیواد به د سیاسي امن ، سیاسی نظم ، سیاسي پوهې ، سیاسي ګډون منونکی کور وي او وګړي به یې په امن چاپېریال کې ژوند ولري.
ژورنالېستان هم چې کله د خپلو ژورنالیستي کړنو او څېړونو پایلې څرګندوي، افغانانو ته اوسمهال تر هرڅه وړاندې سوله ضروري بولي. دوی وایي: سوله او امن پدې خاوره کې د وخت ترټولو لوی ارزښت دی . دوی د سولې په وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په برخه کې د رسنیو او ژورنالېستانو رول اړین ګڼي .
ځوانان هم سیاسي نا امني او پدې برخه کې نا مسئولیتي او د سولې دروازې ته د حکومت په نه نیږدې کېدو نیوکه کوي، نا امني او د سولې نشتون تر ډېره ځوانانو ته ضربه ګڼي او هر ورځ په افغانستان کې د لسګونه ځوانان وژل کېدل پدې برخه کې د حکومت نا پامي بولي، دوی هم په یوه خوله د سولې د راوستو په برخه کې د ځوانانو رول تغیر راوړنکی ګڼي او د زمینې د نشتون په اړه نیوکې کوي.
تنکي ماشومان هم د سولې ترانې زمزمه کوي او ډېری یې د رسم په درسي ساعت کې د کبوترو انځورونه کاږي او سوله یې له ماشومانه هیلو او څرګندونو ده.
په ټوله کې ویلای شوو، چې بڼوال په بڼ کې ، شپون په غره کې ، بزګر په کرونده کې ، امام په جومات کې د سولې غوښتونکي دي .
ولې! د تېرو لسو کالو په موده کې، چې حکومت هم ددې ارزښت هیله درلوده ،
موږ لږ ترلږه دې لویې اړتیا او د ژوند دې ارزښت ته ورنیږدې نشوو .
راځئ، یوځل دې ته فکر وکړو چې آیا تر دې دمه حکومت ، مخالف لوري ، سیاسیونو ، مدني ټولنو ، علماوو ، رسنیو اونورو پدې برخه ورته متوجې مسئولیت ترسره کړی!
زموږ ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ټولې نړۍ ته د تمدن ، سولې ، اسلام ، منونکی پیغام ورسوو، زموږ د مبارک محمد مصطفی (ص) په وړاندې له هرجبر، زور ، زیاتي کار واخستل شوو، هغه مهال ټوله توره نړۍ د نوموړي په وړاندې ولاړه وه، ولې له مبارک ځان یې پیل وکړ، روان کاوران یې پیاوړی شوو یو ، دوه، لس، آتیا آن لسو زرو، سلورزو ..کسان ته یې د کاروان کړۍ ورسېده، په نړۍ کې یې د تمدن ، سیاسي امن ، ورورولۍ روڼ اوبل څیراغ ولګوو .
نېلسن منډیلا په افریقا کې د قومي او نژادي تبعیض په وړاندې ودرېد، تور پوستو په ملاتړ يې د تشدد په برخه کې اوه ویشت کاله زندان تېر کړ، زحمتونه یې وګالل، تور پوستي یې له غلامۍ وژغورل او د سیاسي امنیت زمینه یې ورته جوړه کړه .
راځئ دا ومنو چې زمونږ محبوب پیغمبر (ص) د خپلې سپڅلې مبارزې په برخه کې رسالت درلود. په پوره ایماندارۍ او صداقت یې د لوی الله (ج) د رضا د حاصولولو په موخه په شپه او ورځ هلې ځلې کولې، د هغه مهال د کفري نړۍ هېڅ استخباراتو ، هېڅ وسیلې ، هېڅ چارواکي د مبارک (ص) په مخ کې خنډ نه بلکي د نابودۍ له برخلیک سره مخامخ شول.
دا باید په ډاګه کړو، چې حکومت او پکې شته لویو او اغېزمنو کړیو د سولې د راوستو په برخه کې ژمنتیا نه درلوده، مخالف لوري هم ورته متوجې مسئولیت ادا نه کړ .
دریم کونج چې سیاسیون ، مدني ټولنې او رسنۍ دي سوله او پرې خبرې اترې یې د شعارتر محدودې وپالل.
که سیاسیون په ریښتیني توګه د سولې په برخه کې له سیاسي پوهې او سیاسي جرئت کار واخلي او د سوله ییز افغانستان د بنسټي کېدو په برخه کې ګامونه پورته کړي نو لرې نده چې مونږ سولې ته ورنیږدې شوو. آیا! تر دې دمه تاسې لیدلي چې د یوه سیاسی ګونډ لس غړو دا قرباني ورکړې وي ،چې مخالف لوري ته یې د مخامخ خبرو کولو ویلي وي یایې لږ ترلږه د هغوی وړاندیزونه له نیږدې اورېدلي وي .
او یایې دې وړ سیاسي رول ادا کړی وي چې ملت ورپسې شي، دوی یې دې ترمخ شوي وي،په روښانه او منونکې لار یې دې بېولي وي .
مدني تولنو هم تر دې دمه د سوله ییز افغانستان بنسټي کېدل، تر شعارونو ساتلي او یاد کړي ، پدې برخه کې مو د مدني ټولنو د رول هېڅ څرک ندی لیدلی او نه هم د سلګونو مدني ټولنو له منځ څخه یوه مدني ټولنه آماده شوه ،چې د سولې په برخه کې د مخالف لوري سره نیږدې وګوري.
رسنیو هم د سولې په اړه تر دې دمه کوم اغېزمن ګام ځکه ندی پورته کړی، چې دوی په څلورويشتو ساعتونو کې یو ساعت د سولې د ارزښت او وړتیا پدې تړاو د پوهاوي په برخه کې ځانګړی کړی وي .
ډېری رسنۍ مو د بیروني فرهنګ د دود او د راپاروونکو خبرونو په خپرولو بوختې دي .
پدې خو ښه پوهیږو چې جنګ څومره بدرنګ اوسوله څومره ګلالۍ ده، نو ولې! د ګلالي شي دلاسته راوړلو په برخه کې بدرنګ کارونه ترسره کړو،که په رښتیا غواړو چې سوله ییز افغانستان ولرو، نو پورته ذکر شوي بنسټونه باید په ريښتیني توګه مټې را بډوهي او ددې ارزښت دلاسته راوړلو په برخه کې ريښتیني او صادقانه قدمونه واخلي.
د سولیز، یوموټي او ښېرازه افغانستان په هیله .
۳/۱۰/۱۳۹۴
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.