لیکنه: ګل رحمن رحماني
سوژه څه ته وايي، ادبي ارزښت يې څه دى؟ د وضاحت لپاره به پيل له يوې بېلګې وکړو. تاسې غواړى داستان وليکى، خو ددې لپاره بايد يوه موضوع پيدا کړى چې داستان او داستاني پېښه مو پرې را وڅرخېږي.
په ښار کې د واټ په غاړه يوه ځوانه، خو بېوزلې او کونډه مېرمن ناسته ده، خپل کوچنى ماشوم پلوري، نارې وهي چې بېوزلې يم، څه نه لرم، خپل څلور کلن زوى ديوه پسه په بيه پلوري.
د خلکو ګڼه ګوڼه ده، يو کس له موټر ښکته کېږي، راځي، له ښځې د ماشوم د بيې پوښتنه کوي، بې له څه نيوکې پيسې ورکوي، ماشوم ترې اوچتوي، په غېږ کې يې نيسي، ښکلوي يې، د توقع خلاف يې بېرته مور ته ورکوي او ورته وايي: ورځه مورې! پيسې دې ستا وي او ماشوم دې بېرته کور ته يوسه.
دا په حقيقت کې ستاسې د داستان لپاره يوه سوژه شوه چې په داستاني ژبه کې يې دې جوړښت ته پلاټ وايي، خو لا هم موضوع ته ورته ده او هغه مهال سوژه ده چې ټولې خواوې يې داستاني تاکتيکونو او معيارونو ته په پام سره په طبيعي ډول بشپړې شي.
سوژه چې انګليسي کې ورته Subject وايي، د فرانسوي ژبې کلمه ده. هغه څه ته وايي چې موږ يې په اړه يو څه وايو، خو کټ مټ موضوع نه ده. کېداى شي يو تصوير يا يوه پېښه کې په لسګونو سوژې موجودې وي، خو يوازې يوه به يې مهمه او پياوړې سوژه وي.
په بل عبارت، سوژه هغه مسئله ده چې ورڅخه د الهام اخيستلو له لارې يو څه پنځولى شو، لکه شعر، مقاله، ناول، انځورګري، ژورناليستيک راپور او نور… سوژه او موضوع د نږدې اړيکې سربېره هم يوشى نه دي.
موږ کولى شو يولوى رومان چې په لسو ټوکو کې ليکل شوى وي، موضوع يې په لسوکرښوکې لنډه اواختصارکړو، ددغه رومان لنډ مطلب د هغه موضوع ده، خو سوژه ورته نشو ويلى.
موضوع د عربي ژبې کلمه ده چې د يو څه به اړه د ليکلي اثر د ماهيت او متحوا په مانا کارېږي.د افغانستان په اړه د غربي ليکوال او ژورناليستان وايي چې په کې تېرو تراژيديو ګڼې سوژې زېږولې، خو افغان ليکوال ورته پام نه کوي او د سوژې موندنه کې کمزوري دي.
سوژه په ادبي تيوري کې د حماسي ، غنايي او ډراماتيکو بديعي اثارو هغه مضمون دى چې د پېښو د تواتر ( پرلپسې والي) او پراختيا ترتاليف، ترتيب اومرتب جوړښت پور ې په يوه اثرکې وړاندې کېږي.
سوژه معمولا په بديعې اثرکې د پېښود سيستم حيثيت لري، په سوژه کې تسلسل د ژوند په مرتبه اوداسې نقشه کې وړاندې کېږي لکه څنګه چې رېښتيا هم واقعيت وي. په بل عبارت سوژه د ژوند په بهير کې د پېښوتسلسل څرګندوي.
ماکسېم ګورکي د سوژې په هکله داسې وايي :((ليکوال بايدپوه وي چې هغه يوازې په قلم څه نه ليکي، بلکې هغه دکلموپه مرسته د ترسيم اوتصوير جوړونې کار کوي ، رسم يې هم ديوه داسې رسام په شان نه دى چې انسان په ساکنه اوغيرمتحرکه وضعه کې رسموي. ليکوال داسې انځورګردى چې خلک په پرلپسې اودوامدارحرکت تنازعاتو، ټکرونو، مبارزو اوعکس العملونوکې انځوروي.))
You also might be interested in
لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي په تحقيق کې ابتدايي موضوعات د هرې[...]
ليکنه: عصمت الله صالح هادي وايي: ستا د سترګو له[...]
لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي په څېړنه کې د ښې موضوع[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی