سينا وردګ د وردکو ولايت د سيداباد ولسوالي د تنګي د درې د جويزرين په کلي کې په 1984کال د جون په 13نيټه زيږېدلې ده. په 1991 م کال کې یې د ملالي په عالي ليسه کې لومړي زده کړې شروع کړې او تر اتمه ټولګي یې خپلې زدکړې وکړې په 1999م کال هندوستان ته ولاړه او په 2000م کال کې یې د انګليسي ژبې زده کړه شروع کړه چې له يو کال وروسته یې د ممبي ديګري هاي سکول ته متحان ورکړ.
او په 2001م کال کې یې په ياد مکتب کې یې خپلې زدکړې بیا پیل کړې. په 2005م کال کې یې منځې زدکړې بشپړې کړې او په همدې کال یې د دهلي په بين المللي پوهنتون کې په سياسي علو مو کې داخله واخيسته.
او په 2010 م کال کې د حقوق د څانګې څخه فارغه او په 2011م کال کې یې د کيت په پوهنتون کې د بين المللي اړيکو په برخه کې ماستري شروع کړه او په 2013م کال کې یې د ماستري سند تر لاسه کړ.
په ( 2014م ) کال یې په نيويارک پوهنتون کې د دکتورا داخله ترلاسه کړه، لیکنې یې په بېلابېلو پاڼو او مجلو کې خپرې شوي. د ښځه په اسلامي قفس کې چاپ او ښځه د قران په رڼا کې یو نا چاپ اثر لري.
You also might be interested in
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
بشپړ نوم مې (امان الله اېمان) دی، خو په خپل[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی