ليکنه: حامد امیر
د (۳،۳۶۵) کلو وړاندې خبرې نن رښتيا کيږي:
د نړۍ په مشهور کتاب سینوهه (د فرعون د ځانګړي طبیب یادښتونه) کې لولو:
دهاتي د پاچا کاتب راته وویل: موږ د سم او ناسم او حق و باطل په هکله ساده کړنه او عقیده لرو.
سم او حق هغه شی دی چې زموږ له خوښې سره سم وي او ناسم او باطل هغه شی دی، چې زموږ له خوښې سره سم نه وي.
سینوهه! دا خبره ومنه چې زموږ، ستاسې او نورو ملتونو په دين کې کوم توپیر نشته ، ځکه چې ستاسې او نورو ملتونو له نظره هم سم او حق هغه دی چې شتمن یې غواړي او ناسم او باطل هغه شی دی چې بېوزلي ورته ګروهمن وي.
سینوهه! ته یو ډاکټر یې او عقل دې تر دې ډېر کم دی چې په دې موضوع دې سر خلاص شي او پوه شي چې د دنیا له پیله تر ننه پورې هر څه چې شتمنو ویلي هغه حق او سمه خبره ده، او هر څه چې بېوزلو ویلي هغه نا حقه خبره ګڼل کېږي.
د دنیا تر پایه پورې به همداسې وي او یوازې د شتمنو ظاهري بڼه به بدلېږي او په هر پړاو کې یو شی د بډایتوب نښه ده.
کله پسه او غواګانې د شتمنۍ نښې وي او کله هم سره او سپین.
ځینې وخت د یوه مقام او څوکۍ لرل او کله یو کسب لکه ډاکټري، کوډګري، او د پاچا کتابت د شتمنۍ نښه وي.
تر هغه چې دغه نړۍ وي د بېوزلو خبره به ارزښت نه لري او هر څه چې وایې، باطل به وي، بیوزلي ځکه را منځته شوې چې بېوزله د شتمن د اسودګۍ وسیلې برابرې کړي او په خپله تل په بېوزلۍ کې ژوند وکړي.
د نورو پر تمدن زموږ د تمدن ګټه په دې کې ده چې موږ ټول شتمن یو او نور ملتونه د ځان تابع او بېوزله کوو، چې تل زموږ لپاره زیار وګالي او خپله ګټه تل د قلنګ په توګه موږ ته راکړي چې موږ په سوکالۍ کې ژوند وکړو.
هغه خبرې چې(۳،۳۶۵) کاله وړاندې د هاتي د پاچا کاتب کړې دي، موږ یې نن په افغانستان کې په عملي ډول وینو، د بېوزلو خبر پخوا هم باطله وه، اوس هم ده اوهمېشه به وي، شتمن به همیشه پر حق وي د شتمنو خبره به منل کېږي او بېوزله به تل د شتمن په خدمت کې وي.
یادونه: یاد کتاب له میلاد څخه (۱،۳۵۰) کاله وړاندې لیکل شوی چې تر اوسه څه له پاسه د نړۍ څلوېښتو ژبو ته ژباړل شوی دی، چې ډاکتر محمد عیسی ستانکزی پښتو ته را ژباړلی.
[review]