• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

سي آی ای (CIA) چاته څومره پيسې ورکړې؟

Home سياستسي آی ای (CIA) چاته څومره پيسې ورکړې؟

سي آی ای (CIA) چاته څومره پيسې ورکړې؟

په دې وروستيو کې د First In  په نوم يو کتاب چې د امريکا د متحده ايالاتو استخباراتي بنسټ CIA د يوه پخواني کارکوونکي ګري شرون له لوري ليکل شوی دی؛ په امريکا کې چاپ شو. دې کتاب په امريکا کې ډېر مينه‌وال موندلي دي او د افغانستان په اړه پکې نوې کيسې بربنډې شوې دي.

ګري شرون په افغانستان او سهيلي آسيا کې د امريکا له پخوانيو او تجربه لرونکو مامورينو څخه دی چې د خپل پنځه دېرش کلن ماموريت په دوران کې ئې په يو ډول نه يو ډول له افغانستان سره تړاو درلودلی دی.

ښاغلي شرون د ثور له کودتا يوازې څو مياشتې وړاندې په اسلام آباد کې د امريکا په سفارت کې په کار پیل وکړ او وروستۍ دنده ئې د (زامه ماتوونکي) په نوم د سي آی اې د هغه لومړني اووه کسيز ټيم مخکښتوب وو؛ کوم چې د سپتمبر د يوولسم له پېښې څو ورځې وروسته پنجشېر ته ورسېد. هغه وايي چې د خپلې ټولې دندې پر مهال ئې د افغانستان د وروستيو درې لسيزو له مخکښو څېرو سره کتلي دي او احمدشاه مسعود او مسعود خليلي ئې خپل نږدې ملګري ګڼلي دي.

د کتاب لومړۍ برخه د ښاغلي شرون د هغو ياداښتونو برخه ده؛ کوم چې د هغه د وروستۍ څلوېښت ورځنۍ دندې پر مهال ئې ليکلي دي. دا مهال د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۲۶ د همدې کال د نومبر تر څلورمې پورې دی. په امريکا کې د سيا د نورو کارکوونکو له لوري هم ورته کتابونه ليکل شوي دي؛ ولې د دې کتاب ځانګړنه دا ده چې د هغو پيسو يادونه پکې شوې ده؛ کومې چې د سيا له لوري د شمالي ټلوالې رهبرانو او قوماندانانو ته ورکړل شوې دي.

په دې کتاب کې ويل شوي دي چې د څلوېښتو ورځو په ترڅ کې، پنځه ميليونه ډالر د ټلوالې رهبرانو ته ورکړل شوي دي. دا پیسې چې د امريکا له لوري خپلو ګوډاګيانو ته د ورکړل شوو پيسو ډېره وړه برخه جوړوي؛ په دې ډول دي:

انجينير عارف: د پنجشېر په بازارک کې د سپتمبر په شپږويشتمه شپه، پنځه سوه زره ډالر.

قسيم فهيم: د پنجشېر په بازارک کې د سپتمبر په اووه ويشتمه نېټه، يو ميليون ډالر.

استاد سياف: په ګلبهار کې د سپمتبر په نهه ويشتمه نېټه، سل زره ډالر.

استاد سياف ته د پيسو د ورکړې کيسه داسې کوي: کله مې چې د سل ډالري لوټونو يوه بسته چې په يوه رڼه پلاستيک کې پېچل شوې وه، د خونې په منځ کې پر مېز کېښوده؛ د نورو قوماندانانو پر خلاف چې په لومړيو کې هڅه کوي، پيسو ته پاملرنه ونه کړي؛ سياف په يوه ټوپ پیسې ورواخيستې. په رډو سترګو ئې هغو ته وکتل او بيا ئې لکه ګرم کچالو خپل يوه ملګري ته ور وغورځولې او ويې ويل: لومړی ځل دی چې له چا څخه نغدې پیسې قبلوم…

د سياف دا کړنه د سعودي د استخباراتو د مشر شهزاده ترکي الفیصل د هغې خبرې پخلی کوي چې ويل ئې: هر کله چې له سياف يا نورو افغان رهبرانو سره ګورم؛ له خبرو مخکې به مې د بانک کتابچه راکښله.

انجينر عارف: په بازارک کې د اکتوبر په لومړۍ او دوهمه نېټه، ۳۲ زره ډالر.

انجينر عارف: په بازراک کې د اکتوبر په اوومه، دوه سوه پنځوس زره ډالر.

قوماندان عطا نور: د اکتوبر په اوولسمه د فهيم په لاس دوه سوه پنځوس زره ډالر.

ګري شرون قوماندان عطا ته د پيسو د لېږلو لامل له دې کبله د عطا غصه ګڼي چې ګواکي د ستوري په نوم د سي آی اې بل ټيم، د مزار شريف په جنوب کې له دوستم سره يو ځای شوی وو. هغه ليکي: له دوستم سره د عطا نښته، تر هغه مهاله چې د سيا يو ټيم له دوستم سره وو؛ زموږ لپاره د اندېښنې وړ وه. ما وغوښتل چې عطا ته د پيسو په لېږلو د هغوی تر منځ د جګړې مخنيوی وکړم او وښيم چې سيا له ټولو قوماندانو سره په يوه واټن کې قرار لري.

په دې هيله چې يوه ورځ ټولې هغه پيسې چې د سيا له لوري ځان جوړو شوو او باد راوړو رهبرانو ته ورکړل شوې دي، په دې لړ کې زياتې شي؛ تر څو د هېواد د دريو خونړيو لسيزو په تاريخ کې يو کلک سند شي.

اخيستنې:

(1)   Schroon, C Gary.  First In: an Insider’s Account of How the CIA Spearheaded the war on Terror in Afghanistan.  Presidio Press, New York, 2006.

(2)   Coll, Steve. Ghost Wars: The Secret history of the CIA, Afghanistan, and bin Laden from the Soviet Invasion to September 10,2001. Penguin Books, New York, 2005.

(3)   Schroon, C Gary.  First In: an Insider’s Account of How the CIA Spearheaded the war on Terror in Afghanistan.  Presidio Press, New York, 2006.

ژباړه: محمود سعيد

يادونه: دا ليکنه پخوا هم خپره شوې ده.

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د انشټاين معما

د انشټاين معما

Jun 25, 2015

کلونه کيږي چې دا په زړه پورې ذهني ازموينه د[...]

ساينس: انسان بې اختياره دی

ساينس: انسان بې اختياره دی

Sep 27, 2015

دوهمه برخه ژباړه: محمود سعيد په دې برخه کې تر[...]

په معاصره نړۍ کې د ژوند کولو اووه مهارتونه

په معاصره نړۍ کې د ژوند کولو اووه مهارتونه

Feb 27, 2015

-په معاصره نړۍ کې په خوښۍ او برياليتوب سره ژوند[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022