• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

مصنوعي سپوږمکۍ (سیټلایټ) څه شی دی؟

Home ساینس او ټکنالوژيمصنوعي سپوږمکۍ (سیټلایټ) څه شی دی؟
مصنوعي سپوږمکۍ (سیټلایټ) څه شی دی؟
انجنیر نجي الله «حکیم»

مصنوعي سپوږمکۍ (سیټلایټ) څه شی دی؟

لیکنه: نجی الله حکیم

تیر پسې…..

که چیرې مونږ په ځمکه کی له نږدې نه د سپوږمکیوو ظاهري جوړښت ته وګورو نو مونږ شاید داسې فکر وکړو چی دغه غټ ماشینونه ټول یو هدف او یوه وظیفه سرته رسوي خو کله چی فضا ته وخیژول شي نو دوي هر یو هلته په خپل مدار او موقیعت کې بیلا بیلې وظیفې سرته رسوي، خو سپوږمکۍ په کټه ګوریو باندی ویشل یو پیچلې او دروند کار دې عموما سپوږمکۍ په خپل مدار کې له حرکت او د هغوی د مدار د ارتفاع په مرسته سره ویشل کیږي. سپوږمکۍ په دوه قسمه مدارونو کې حرکت کوي یو بیضوي او بل  دایروي حرکتونه ، په بیضوي مدارونو کې سپوږمکۍ عموما په هغه وخت کی حرکت کوي چی کله د دوي حرکت د شمال او جنوب په لورې وي چی دغه نوعې ته یې ( Molniya orbits) ویل کیږي.

او دایروي مدارونو کې هغه وخت حرکت کوي چی کله ددوی حرکت له شرق څخه د غرب خواته وي.

کولی شو سپومکۍ د ارتفاع له مخي هم ګټه ګوري کړو چی ځنې یې په لاندې توګه دي:

  • Low-Earth orbits (LEO)  : دغه سپوږمکۍ په ټیټو مدارونو کی حرکت کوي چی له ځمکې نه د ۸۰۰-۱۶۰۰ کلومتره پورې پورته وي عموما له دغه ډول سپوږمکیوو نه د تلیفوني شبکو، دفاعي او فوځی څانګو کی کار اخستل کیږي.په تلیفونې شبکو کی ځکه دغه ډول سپوږمکي ډیره ونډه لري چی له ځمکې نه یی ارتفاع کمه ده او رادیوي امواجو لیږد پکی کم وخت نیسي.

A-Train_w-Labels

Medium-Earth orbits (MEO)   : هغه سپوږمکيۍ چی پدغه مدارونو کی حرکت کوي له ځمکې څخه یې ارتفاع له ۱۵۰۰۰-۲۲۰۰۰ کلومتره پورې رسیږي، پدغه مدارونو کی عموما د جي پي ایس یا هغه سپوږمکۍ چې د ځمکی کومه نقطه کی موقیعت ښيي او هغه سپوږمکي چې د ځمکې د جغرافیايي نقاطو په ټاکلو او تعینولو کی ورڅخه کار اخستل کیږي حرکت کوي.

Geosynchronous orbits (GEO)  : هغه سپوږمکۍ چی پدغه مدار کی حرکت کوي له ځمکې څخه د ۳۷۰۰۰-۴۲۰۰۰ کلومتره پورې ارتفاع لري ،هغه سپوږمکي چی پدغه مدار کی حرکت کوي نسبت ځمکې ته ساکنې وي یعنې د ځمکې د وضعي حرکت مطابق حرکت کوي ؛ شپه ورځ کی (په ۲۴ ساعتونو) کې یو مکمل دور له ځمکې نه وهي چی دغه ډول سپوږمکیوو څخه د تلویزون په خپرونو ، د هوا په معلومولو کې کار اخستل کیږي ځکه چي دغه سپوږمکۍ په یو ځاي ثابتی ولاړې وي نسبت ځمکې ته نو له ځمکې یو سټیشن څخه سیګنل ورته لیږدول کیږي او بیا یې دغه سپوږمکي بیرته کورونو او یا هغه برخو ته چی ددې سپوږمکي د انټینا لاس رسې وي ورته بیرته لیږدوي.له نیکه بخته د افغانستان يوه سپوږمکۍ په همدغه مدار کی شتون لری چی کولاي شي د افغانستان د تلویزونونو خپرونې د اسیا ځنې هیوادونو ته لکه پاکستان،هند،چین ،ګاونډي هیوادونه تاجکستان ،ازبکستان او همدارنګه د منځني ختيځ تر ځني هیوادو پورې ورسوي. که د افغانستان دولت غواړي چی د خپلو تلیویزوني خپرونو لمن پراخه کړي نو باید په فضاء کی په همدغه مدار کې تر دریو پورې سپوږمکۍ ولري.

د یادونې وړ ده چې د ځمکې په فضا کې ځنې داسې برخې شته چی هلته د سپوږمکیو کیښودل امکان نه لري چی د فضاء دغه برخي( VAN ALEN BELT)  په نوم یادیږي،  دغه برخې په ۱۹۵۷ کال کې د ون الن لخوا کشف شوي. د فضاء په دغه برخه کې د ځمکې د مقناطیسي خاصیت له امله داسې ذرات وجود لري چی د نور د سرعت ۱۰۰ چنده سرعت لري.دغه بیلټ په دوه برخو ویشل شوې چی ښکتني برخه یی له ځمکې نه ۲۰۰۰ کلومتره نه تر ۱۵۰۰۰ کلومتره پورې ده  پدغه برخه کې ډیر سرعت لرونکې پروتون ذرات وجود لري او برني برخه چی له ۲۲۰۰۰ کلومتره نه تر ۳۵۰۰۰ کلومتره پورې پورته ده د الکترون ذرات لري چی د نور له سرعت نه ۱۰۰ چنده سرعت لري او دا ددې سبب کیږي چی دغه ذرات له سپوږمکیوسره ټکر شي او په پایله کی د سپوږمکي  ځنې برخې له کاره وغورځوي.

سپوږمکۍ او مدارونه

سپوږمکۍ او مدارونه

ځنې لدغو سپوږمکیوو څخه د ځمکې لپاره استول شوي چی په هغي کې غټې کیمرې لګیدلې دی تر څو هغه ځمکه مطالعه او وپیژنې چی انسانان پرې ژوند کوی ځنې لدوي نه چی سترګې یې د فضاء په لورې دی د فضاء، کهکشانونو او سیارو په مطالعه کولو او همدارنګه د اسمانې تیګو په څارلو تر څو مخکې لدې نه چی د ځمکې مدار ته داخلې شي او په ځمکه کې ژوند له خطر سره مخ کړي ځمکې کې میشت وګړو ته خبر ورکول شي. د ځنې احصاییو له مخې (ناسا)  هغه تیګې چی نږدی يوه پیړۍ وروسته يا راروانو (۱۰۰)  کلونو پورې یې ځمکې ته د راغورځیدو امکان ښودل شوی شمير یی  (۱۰۰۰۰ )   ته رسیږي ،ځنې له دوي نه وړې ،درمیانه او ځنې دومره ستری دی چی کولې شي په دی ځمکه  کی د ژوند بقا له ګواښ سره مخ کړي.

د یوې عادي سپوږمکي بیه چی وظیفه یې ځمکې ته یواځې د هوا د حالاتو معلومول او رالیږل دی تر ۲۹۰ میلیون ډالرو پورې رسیږی.  او هغه چی د جاسوسۍ او یا فوځي خدماتو لپاره استعمالیږي تر ۳۹۰ ميلیون ډالرو پورې قیمت لري.همدارنګه هغه فریکونسي چی سپوږمکي تری د معلوماتو تبادلې لپاره کار اخلې تر ۱.۵ میلیون ډالرو پورې ارزښت لري، د سپوږمکۍ لیږدول فضاء ته  د ۱۰-۴۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسیږي،چی د سپوږمکۍ دا ارزښت د پورته مدارونو د ليری والي او نږدی والي  پوري تړاو لري.

څنګه کولاي شو یوه سپوږمکي په فضاء کې په خلاصو سترګو وګورو؟  نو ددې کار لپاره مناسب وخت د لمر راختل او پريوتل دی، په هغه وخت کې کله چې په اسمان کې سرخي او شفق خپور وي او ځمکه تیاره وي،مونږ د خلاص اسمان لاندې په داسې یوه چوکي چې څرخیږي ناست ،د يو دوربین په درلودلو سره کولاي شو په څو دقیقو کې د ۴ نه تر ۵ پورې سپوږمکي په فضاء کې ووینو چی د لمر وړانګې پرې لګیږي.

او همدارنګه کولاي شو د ځینې سافټ ویرونو  په مرسته چی د کمپیوټر او سمارټ فونز لپاره جوړ شوي استفاده وکړو، لمړي د سپوږمکي مداراو موقیعت معلوم او بیا يې د پورته لارښونې په مرسته وګورو.

که نن ورځ موږ د دی شاهد يو چی نړيوال د ځمکې د نيولو او ولکې لاندی راوستلو هلی ځلی روانې کړي، هومره يی پورته فضاء هم تر خيټې لاندی کړي، خپلو کی په ضد او جنګونو اخته دي دوي همدارنګه په فضاء کې هم یو له بله سره په  جنګ دې تر څو فضاء مسخره کړي او له نورو څو ګامه  مخکې ځان وباسي،دوي دې نتیجې ته رسیدلي چی څرنګه په ځمکه کې یو نظام شتون لري ژوند شتون لري پدغه ځمکه د ژوند لپاره الله پاک مختلف سیستمونه جوړ کړي نو فضاء هم د دي ځمکې برخه  ده نو د انسانانو دغه کامیابي چی دوي فضاء ته ځي او هغه ځاي څخه د دنیا د ژوند لپاره وسیلې پیدا کوي دغه نظام د انسان په لاس نه بلکې د الله ج لخوا جوړ شوي، انسان یواځې دومره وکړل چې د خپل علم په مرسته یې دغه طبیعت وڅیړه او هغه مرموز سیستمونه چې الله ج پدغه نظام کې د ژوند لپاره ځاي پرځاي کړي ؤ راڅرګند کړل.

الله ج پدغه نظام کې د فکراو تفکر کولو تاکید په قران کې ځاي پر ځاي کړي،د دی لپاره چی د فکر او تفکر تر څنګ مسلمان په دی وتوانیږی چی پټ رازونه یې وڅیړي دغه پټ رازونه په علم او تخنیک سره څيړل کيږي،نو لازم ده چی مسلمان د نورو علومو ترڅنګ د تخنیک او تکنالوجۍ علم ته خاصه پاملرنه وکړي.

لمړۍ سپوږمکۍ انسانانو په کال ۱۹۵۶م کې د ځمکې مدار ته داخله کړه دا هغه مهال  ؤ چې کله زمونږ په ګران هیواد کې امن وو هغه زرین چانس چې په وطن کې مو امن وو د داسې کارونو لپاره لګ کار او همت ته اړتیا وه څه مو هم ونشو کړاي اووس همغه نړیوال! چې په علم او تخنیک کې یې ځانونه ورسول د همدغه تخنیک په مرسته زمونږ پر مسلمانانو په مادي لحاظ بر دي،ځکه چې زمونږ مسلمانانو د الله ج په لارښونو سوچ او عمل ونشو کړاي څومره به ښه وه چې دغه  هر څه د مسلمان په لاس کشف،جوړ او د هغه انسان د خدمت لپاره وقف شوې واي چی یې حق وو، نه د انسان د وژلو او کړولو لپاره……

[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

IBRAHIM SHENWARI

د ژوند روغتیايي لارې

Mar 25, 2015

لیکنه: ډاکټر ابراهیم  شینواری دا چې د ژوند د روغتیايي[...]

عدنان نجيبي

عدنان نجيبي

Feb 8, 2016

انجنير عدنان نجيبي، په كال ۱۹۹۱ م د ننګرهار هسكې[...]

که مو ماتې وخوړه ماتېږئ مه

که مو ماتې وخوړه ماتېږئ مه

Oct 22, 2015

ژباړه: شفیق امیرزی یوه ورځ مې له یوه ملګري کره[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022