لیکنه: رفيع الله آرمان
که يو ماشوم تر زيږيدو وروسته په يوه تياره کوټه کې واچول شي اويوازې يې مور د ضرورته او شيدو ورکولو پروخت وګوري په بيړه ترې را ووزي او تر لس، دولسو کالونو پورې يوازې خواړه ور ورسوي او پرته له څه ويلو او ښودلو يې رالوی کړي، ماشوم يا ماشومه به د کوټې له تيارو ديوالونو هاخوا نور هيڅ هم ونه پيژني.
زموږ په ټولنه کې يوه لويه بد بختي همدا ده چې د ميندو دنده يوازې د ماشوم دنياته راوړل دي. دکور،کلي، چاپيريال او کايناتو سره آشنا کيدل يوه طبعي او فطري چاره ده چې هر ساکښ يې په ليدو ورسره آشنا کيږي، دا نه احسان دی او نه هم د زده کړې کوم ميتود.دلته اولادونه پخپله لويږي او خپله بايد خپله لار ومومي.
خودا چې ماشوم تر پيدايښت وروسته بايد څنګه او څه ډول ورزول شي دې چارې ته خو يا بيخې پام نه کيږي او که کيږي په يو څه بل ډول کيږي. د دفتر مو يوه ساتونکي سرباز کيسه کوله ويل يې بيګا مې سخت عصاب خراب وو، ميرمنې مې د څه په اړه رانه پوښتنه وکړه ما ځواب نه ورکاوه، په دريم ځل ددې لپاره چې ستړيا مې واخلي راسره په لاس اچولو او ټوکو پيل وکړ، زما عصاب لا نور هم ګرم شول څنګ ته ايښی ټوپک مې تر شپيلۍ ونيو او يو ښه ګزار مې پرې وکړ چې بيا راسره د ستړيا پر وخت داسې ونه کړي، ماشومانو مې چې په ژړا پيل وکړ، نور مې نو خپل ځان راته له کنټروله بهر ښکاره شو او په شپه کې ددندې په خوا راوان شوم ما ويل هسې نه چې په دوی رانه کوم مورګونی وار شوی وي .
لمړی خو ماشوم، دزده کړې لړۍ له کوره پيلوي، هغه څه يې چې پلار او مور کوي د دوی لمړنۍ زده کړه همداده، خپل پلار ورته تر ټولو هوښيار او په هرڅه پوه ښکاري، د سرباز ماشوم هم بايد څنګ سره د کورنۍ په منځ کې دټوپک ايښودل زده کړي، حال دا چې له ټوپک څخه بايد يوازې له دښمن نه د وطن دحريم د ساتلو لپاره کار واخيستل شي، خو بلعکس. په لرې پرتو سيمو کې خو عملاً وينو چې په تنکيو ماشومانو او زلمکيو نوباندې په اوږو د درنو ماشيندارو چلولو تمرينونه کيږي. انسان دنيا ته خالي لاس، او سپين خالي مغز لکه سپن کاغذ راځي، دغه سپين کاغذونه بيا دلته له تورو کرښور ډکيږي.
ارسطو، اپلاتون، سقراط، او …. يو هم له موره اتل نه دی پيدا شوی، په طبعي ډول سپين خالي مغز نړۍ ته راغلي او ځانونه يې د شته موجوداتو او کايناتو په مطالعه اتلان او سر کښان کړي دي.
زموږ دټولنې په هغه قشر کې چې په وسلو د خپل ورور دوژلو تمرين کيږي، کيدای شي ډير مفکيرين او نابغه ګان شتون ولري، کيدای شي هغه کسان چې دنيا ته په راتګ يې سپين مغذ په دغه شيانو ورډک شوی دی که ښوونځي ته تللي وای او يا د خپلې وړتيا څخه ګټې اخيستلو ته آزاد پريښودل شوی وای نو دخلکو همدغه کتله کيدای شوای اوس ديوه بل صنعتي ، اقتصادي او … انقلاب توفانونه خوځولي وای.
وخت نه دی روان او نه هم زمانه دومره وړاندې تللې او تيره شوې چې اوس مو اوبه تر ورخ تيرې وي.
هر مفکر ،اتل، او نابغه دخپل ژوند په وروستيو کې دې مرتبو ته رسيدلی دی، کيدای شي په لمړيو کې به همداسې په نابلدو لارو روان ول، خو تر ډير هلوځلو او فکر کولو وروسته يې اصلي لاره موندلې ده .
زموږ په ټولنه کې هم د نورو خلکو دتقليد تر سيوري لاندې روان قشر لاره موندلی شي، لاره نه ورکيږي بلکی موږ ترې کاږه شوي يو، ډير زموږ په شان په موږ پسې راغلي دي او ډير بيا په هغه لاره تللي چې د نابغه ګانو دپښو خاپونه پرې پاتې دي.
اپلاتون وايي: پوه ناپوه پيژني، ځکه يو وخت خپله ناپوه و، مګر نا پوه، پوه نه پيژني ځکه هيڅ وخت پوه نه و.
پای