لیکنه : نورالحق نبي زاده څلی
« انسان هغه څه ندی چې څه ډول فکر کوي ، بلکې هغه څه دی چې له نورو ، څه پټوي » . اندرې ملروکس
د ملتونو په ژوند کې د سیاسي بدلون راتګ یوه عادي خبره ده ، هر ملت د خپل تاریخ په اوږدو کې ډېرې واکمنۍ لېدلي ، چې یوپه بل پسې راغلي او تللي دي . هغه ملتونه چې د یو څه اقتصادي او سیاسي ثبات څخه برخمن دي د سیاسي بدلون د راوستو لپاره یې د خپلو قوانینو په چوکاټ ځانګړي میکانیزمونه را منځ ته کړي دي . دغه میکانیزمونه د وخت په تېرېدو سره نه یواځې پاخه شوي دي ، بلکې په ټولنه کې د اعتبار او تداوم په سنګرونو بدل شوي دي .خو هغه هېوادونه چې د بېلابېلو علتونو له امله اقتصادي او سیاسي ثبات نلري په دې برخه کې ډېرې ستونزې لري . په دغه شان هېوادونو کې ډېر وخت سیاسي بدلونونه د نظامي کود تا ګانو ، انقلابونو او آن د پردو د اشغال له لارې رامنځ ته کېږي او تل د مشروعیت په رنځ اخته وي .
د بې ثباته هېوادونو سیاسي چاپېریال د سیاسي توطئه ګرۍ ، جنګسالارۍ او سازمان موندلو جنایتونو د راټوکېدو ، ودې او ځواکمن کېدو لپاره ښه امکانات برابروي . دلته یوه واقعیت ته باید ځېرشو او هغه دا چې دغه درېواړه پدیدې په ظاهره او له علمي پلوه یو له بل سره توپېر لري خو په خپل ماهیت کې یو د بل ډاډمن مرستندویان اوبشپړونکي دي .
سیاسي توطئه کوونکي معمولاً ځانونه د یوه ځانګړې مذهبي او یا سیاسي مکتب پلویان ګڼي او هڅه کوي تر څو د یوې مذهبي او یا سیاسي ډلې په توګه و پېژندل شي ، خو ددې پر ځای چې د خپل هېواد په دننه او یا د خپلو خلکو په منځ کې ، په یوه ځواک د بدلېدو لپاره هڅې وکړي ، تل د بهرنیو ملاتړکوونکو په لټه کې کېږي . د توطئې خصلت تل همداسې وي چې توطئه کوونکی د خپل هېواد د کورنیو امکاناتو په پرتله ، بهرني ملاتړ پیداکولو ته لومړیتوب ورکوي .
دا هم ښکاره ده چې د سیاسي او مذهبي ډلو لپاره د بهرنيو مرستو د رسولو ځایونه پرته له څارګرو شبکو څخه بله مرجع نسي کېدای . هغه چا ته چې یوه څارګره اداره باید یو څه ورکړي نوموړی باید په دغې اداره کې ثبت وي .
د بشري تاریخ په اوږدو کې له قبېلوي ټولنې څخه رانېولې بیا تر نن ورځې پورې تل جاسوسان موجود وو ، او دا د حیرانتیا خبره نده . که دا واقعیت په پام کې وساتو چې هر وخت او په هر هېواد کې داسې کسان پیدا کېدای سي چې په توطئو کولو باور لري او د خپلو شخصي ګټو لپاره ځانونه د پردو په جاسوسي شبکو کې پدې موخه تنظیموي چې جاسوسي شبکې زښت ډېر امکانات لري او کولی شي چې له هرې خځلې څخه رهبر او هر ریښتیني اولسي رهبر په بې نوم ورکي مړي بدل کړي .
له جاسوسۍ څخه تل بد بوی راځي ، نو که وپوښتو چې ولې یو انسان تردې کچې رالوېږي چې آن داسې کار ته لاس اچوي چې د بشري ټولنې ټول تاریخ ور ته ملي خیانت ویلی دی ؟
ددې پوښتنې د ځواب په اړه باید ووایو هر کله چې په یوه شخص کې د وطن پالنې احساس دومره کمزوری او یا وچ شي چې آن د خپلو پلرونو د هدېرې خاورې ته په سپکه سترګه وګوري ، حرص او ځان غوښتنه یې نه مړیدونکې شي ، دغسې شخص هرو مرو په خیانت لاس پورې کوي . ددې تر څنګ په هر خیانت کې د ماغزو یو ډول اوښتنه ( لاره بدلونه ) هم خپله اغېزه لري .
که په لنډه توګه ووایو ، دا د مفتو پیسو د پیدا کولو حرص دی چې یو انسان د خپل اولس پر ضد خیانت کولو ته هڅوي ، او دا له یاده باسي چې پیسي نه یواځې انسان په فساد اخته کوي بلکې له هر څه سره چې تماس پیدا کړي هغه هم لړي. پیسې دومره توان لري چې آن د خدای کور هم په فساد اخته کولای شي .
د یادولو وړ ده که څه هم یو جاسوس او یو سیاسي توطیه ګر یو شان دندې سر ته رسوي ، خو سیاسي توطیه ګر د یو جاسوس په پر تله د ټولنې لپاره ډېر خطر ناکه دی . جاسوس یو تن وي اوپه یواځې توګه فعالیت کوي خو سیاسي توطیه ګر د یوې ډلې غړی وي او په ظاهره د یو مذهبي او یا سیاسي دریځ ادعا کوي . دا کار د دې سبب کېږي چې د ټولنې ډېری کسان تر ډېره وخته د ده په اصلي موخو پوه نه شي او دغه وضعیت د سیاسي توطئه ګرو ډلو لپاره د نوو غړو د جذبولو لپاره پوره وخت ورکوي .
د سیاسي توطئه ګرو لپاره تل ، تر هر بل څه نه د پیسو لاس ته راوړل اساسي موخه وي . هغوی د خپلې بقا او بري لپاره ډېرې پیسې لرل یواځینۍ وسیله ګڼي . د واک ګدۍ ته رسیدل چې په هر هېواد کې له ډېرو نورو فکتورونو سره تړاو لري ، توطئه ګرو ته په خپله هم ناشونې مالومېږي ، خو د خپلو ټولو له جنایت او خیانت نه ډکو کړنوله پاره د سم ښودنو تبلیغ کوي، تر څو ځانونه یوه ارمان ته ژمن وښیي .
د ځواک په تړاو سیاسي توطئه ګر هڅه کوي تر څو دومره څه لاس ته راوړي چې په ټولنه کې د دوی د موجودیت په اړه خبرې وشي . ښه ! که چانس یاري وکړي او د کوم اشغالګر په زور د واک ګدۍ ته ورسېږي نو بیا دوی پوهېږي چې فاتحین چا محاکمه کړي دي چې دوی به څوک محاکمه کړي . که چېرې دغه کسان هیڅکله هم د سیاسي ځواک خاوندان نشي د چا خبره آسمان نه ورباندې را لویږي ، دا ځکه چې واک ته رسېدل د دوی تر څنګ موخه وي ، اساسي موخه ېې پیسې وي . دوی فکر کوي چې ډېرې پیسې خو لري ، دنیا خو لویه ده یو چېرې به د ځان لپاره یوه ماڼۍ راونیسي د خپل نوکر او چاکر سره به ژوند وکړي .
دغه شان نظر درلودل به د دوی لپاره په زړه پورې او هڅوونکی وي خو دغه کسان پدې نه پوهېږي چې نن ورځ په نړۍ کې د بې وزلو په پرتله ډېر بډای او شتمن کسان ځان وژنه کوي . دوی پدې اړه هم سوچ نه کوي چې څومره د بې ننګۍ نه ډک او خوار مرګ به یې وي ، که چېرې مونږ د هېواد د تېرو څلورو لسېزو په بهیر کې د ځینو سیاسي تو طئه ګرو مړینې تر خپلو سترګو تېر کړو ، نو له دې واقعیت سره مخامخ کېږو چې هغوی هر هغه څه چې آن دوی په خوب کې هم نه وو لېدلي د پردو له برکته لاس ته راوړل ، او ډېر کلونه د پردو له خوا وساتل شول خو په پای کې یې د پردیو جاسوسي شبکو په کټ کې ساه ورکړه او د پردو په کفن او تابوت کې خاورو ته وسپارل شول . آن مرثیي یې هم د پردو جاسوسي شبکو مامورینو سر ته ورسولې . دا یقیني ده چې د دغو ژوندیو توطئه ګرو او پردیپالو برخلیک به هم کټ مټ د همغو په شان وي . تاریخ شاهد دی ، کله چې شاه شجاع او یعقوب خان له واک څخه ولوېدل ، اولادونه یې هم د اولس له ډاره له خپلې خاورې ووتل او چا یې بیا نوم هم وا نه خیست ، دغه د وروستیو لسیزو توطئه ګرو هم تر هرڅه دمخه له خپلو اولادونو سره جفا او خیانت کوي ، له خپلو خلکو او وطن څخه یې محروموي .
د سیاسي توطئه ګرو سره د بشریت تاریخ بشپړه آشنایي لري ، دوی تل د یوه مذهبي او سیاسي ارمان ادعا لرلي ده خو په واقعیت کې ، که د دوی کړنو ته ځیر شو ، پرته له تشو مذهبي او یا سیاسي اصطلاحاتو کارونې څخه بل څه نشو ورنه لیدلی . دوی ته آن د خپل هېواد د پایښت په پرتله خپلې ناولې موخې چې شخصي بڼه لري ډېر ارزښت لري . همدا علت دی چې سیاسي توطئه ګر تل او په هر ځای کې د پردو په لاس کې په بې هویته ، بې ارادې او بې ارزښته موجوداتو بدلېږي .
په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو تاریخ ډېر ځوان دی ، آن که د ویښ ځلمیانو له غورځنګ څخه یې را پیل کړو هم سل کاله نه کېږي . د شلمي پېړۍ په دویمه نیمایي کې د ګوتو په شمار د بیلابیلو ایدیالوژۍ لرونکي ګوندونه را وټوکېدل ، خو په همدې وخت کې او له هغه نه راوروسته بیا تر نن ورځې پورې ، د پردیو پلاس ځینې داسې ډلې تپلې را جوړې شوې او دومره ځواکمنې شولې چې دا دی ټول هېواد او اولس یې یرغمل نیولی دی .
نن ورځ زمونږ هېواد د رسمي ګوندونو ؟ ؟ ؟ د شمېر له پلوه په نړۍ کې لمړی مقام لري او که غیر رسمي ګوندونه هم ورسره یو ځای شي نو د ثبت او راجستر لپاره یې باید یو ځانګړی وزارت جوړ شي . حیرانونکې خبره خو دا ده چې وطن اشغال دی ، خو د دې لپاره چې مونږ د خپل مرګ خطر و نه وینو ، نو اشغال غواړي چې ټولنه مو په مصنوعي خوب ویده کړي ، تر څو مونږ د لیدلو له توانه بې برخې کړي . د افغانانو دسیاسي ژوند اساسي پوښتنه داده چې دا دومره بې شمیره ګوندونه دڅه لپاره؟ آیا دا دپردو په لاس زموږ د ملي هویت د له منځه وړلو لپاره یوه سیاسي توطئه نه ده ؟
دلته د ګوندونو د شمېر د ډېروالي د خطرونو په هکله یوه تاریخي بېلګه وړاندې کېږي . سومالیا هغه افریقایي هېواد دی چې وګړي یې یو فرهنګ ، یوه ژبه ، یو مذهب ، بهترین جغرافیایي موقعیت ، د تېلو په ګډون پراخې طبعي زېرمې لري . هرو مرو به دا پوښتنه در ته پیدا شوې وي چې په دې وروستیو څه باندې دوو لسیزو کې په دغه هېواد کې څه روان دي ؟ د سومالیا ناورین ډېر علتونه لري خو یو مهم علت یې د سیاسي ګوندونو د شمېر ډېروالی و . کله چې سړه جګړه پای ته ورسېده او استعماري ځبر ځواکونه دغې سیمې ته راورسېدل ، د سیاست کولو په پلمه یې سومالیایي روشنفکران سره ووېشل . هر چا خپل ګوند جوړ کړ خو هیڅ ګوند یو ریښتیانی پروګرام نه درلود . هر ګوند د خپل قوم او قبیلې څخه جلب و جذب پیل کړ . په داسې حال کې چې د دغه هېواد د اوسېدونکو شمېر یواځې درې ملیونه و خو ۶۳ ګوندونه یې لرل . په افغانستان کې د روان اشغال یوه هڅه دا ده چې هېواد له دننه دړې وړې کړي . لکه چې وینو یې ، زمونږ ټولنه یې د قوم ، ژبې ، سیمې او مذهب په نوم داسې بده ووېشله چې کله یې په اړه فکر وشي ، سړي ته وېره پیدا کېږي . اشغال د همدغو ناولو موخو لپاره له حسابه وتي سیاسي ګوندونه هم وپنځول . د دغو ګوندونو ډېری خپل ځواک ، پایښت او چاغېدنه نه په خپل وطن او خلکو کې لټوي بلکې د « ویتامین دالر » په لاس ته راوړو کې یې وینې .
اوس یوه بله ډېره مهمه پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې داسې سرتاسري ګوندونه وو چې خپل ملي هویت ، د هېواد اسقلال ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره ژمن وو او له هیڅ بهرني هېواده یې مرستې نه تر لاسه کولې . دغه ګوندونه ولې یو مخ له منځه لاړل ؟ تر هر بل څه نه ، دا ډېره په زړه پورې ده چې د افغانستان د ټولو پخوانیو ګوندونو او سیاسي ډلو یو شمېر غړي او څېرې د روان اشغال د کلکو اردلیانو په کتار کې ولاړ دي . آیا د خپل اولس تاریخي ویاړونو او هویت ته شا ور اړول کوم سیاسي نبوغ دی ؟
مونږ دې پایلې ته رسېږو چې سیاسي توطئه ګر د ملي هویت قاتل دی او سیاسي توطئه ګري د افغانستان د سیاسي ژوند ډېره خطرناکه لومه ده . زمونږ د سیاست مینه وال هېوادوال باید دغې پدیدې ته پام وکړي .
راتلونکې لیکنه به د سیاسي توطئه ګر د ستراتیژیک ملګري جنګسالار په اړه وي .