لیکنه: حکيم الدين منځنی
ما یو وخت په فیسبوک کې د افغان کرکټ لوبډلې په اړه کوم پوسټ کړی و، زموږ یو شاګرد له دغه مطلب څه بل ډول برداشت کړی و، یو بل محصل ورته په هماغه ځای کې ځواب ویلی و چې استاد؛ کرکت یاد کړی دی او ته کوم خوا تللی یې! دې محصل بیرته په کمینټ کې ځواب ورکړی وو، چې د حقوقو استاد ته ګوره او کرکټ ته! ما سره له هماغه ځایه فکر پیدا شو چې هرو مرو به شاګردانو ته د سپورت او سیاست اړیکه روښانه کوم. ځکه چې سپورت له سیاست سره نه شلیدونکي اړيکه لري، د تاریخ په اوږدو کې چې سیاستوال او سیاستپوهان په سیاسي ډګر کې ګېر راغلی او نورې لارې چارې ځینې ورکې شوي. د باور رامنځته کولو لپاره یې سپورتي وسیله په کار اچولې ده او د اړیکو په عادي کولو کې ېې ترې ګټه پورته کړې ده. د بېلګې په ډول په اویایمې لسیزه کې د چین او امریکا په ديپلوماتیکو اړیکو کې لوی واټن رامنځته شوی و. د غه دوه زبرځواکونو د پیدا شوې بې باورۍ لمنځه وړلو لپاره نه ستړي کېدونکي ګامونه پورته کړل او د وضعې عادي کولو په برخه کې یې هرې وسلې ته لاس واچوه. په دغه هلو ځلو کې وروستۍ چاره په دې کې ولیدل شوه چې د دواړه هېوادونو د پینګ پانګ لوبې لوبډلې یو له بل سره دوستانه سیالي وکړي. همداسې وشول؛ د دواړه هېوادونو ترمنځ د یادې لوبې سیالۍ په لار واچول شوې او د یو د بل په هېوادونونو کې یې لوبې وکړې. په ترڅ کې یې د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکې د ښه کېدو پر لور ولاړې. وروسته په سیاسي ادبیاتو کې دغه رول ته د پینګ پانګ دیپلوماسۍ اصطلاح وکارول شوه. چې اوسمهال په ډيری سیاسي قاموسونو کې تر سترګو کېږي.
د یوویشتمې پیړۍ له لومړۍ لسیزه را هیسې چې ایران د ۵+۱ هېوادونو سره د یورانیمو د غني کولو پر سر لویه کشاله کې کیوتی او په ځانګړې ډول په دغه برخه کې د ایران اوامریکا په دیپلوماتیکو اړیکو لوی واټن رامنځته شوی، نو د مناسباتو ښه کېدو لپاره یې وروستۍ چاره د فوټبال لوبه کې وليده. دوی هم د پينګ پانګ دیپلوماسۍ ته په کتو خپلو منځو کې د فوټبال سیالۍ په لار واچوله، چې رامنځته شوې بې باوري ایسته او اړیکې بیرته عادي کړي. دا اصطلاح هم سیاسي قاموسونو ته ختلې او د فوټبال دیپلوماسۍ تر عنوان لاندې لاسته راتلی شي.
دا دواړه بیلګې په دې دلالت کوي چې سپورت په سیاست کې یو خاص ځای لري او ډیری سیاسي کشالې د سپورت له لارې هوارې شوي دي، بنآ هر سیاستوال ته په کار دي. چې دغه ډول باریکو ته پام وکړي. زما ښه یادیږي. د کرکټ تېر نړۍ وال جام ؛ چې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې تر سره شو او افغان لوبډلې هم په کې ګډون کړی و، د شروع کېدو په درشل کې و. په کابل کې د اسټرالیا سفیر په رسنیو کې را څرګند شوی و او ویلي یې وو:
که په اسټرالیا کې د افغانستان او انګلینډ لوبډلو ترمنځ سیالي شروع شوه. د اسټرالیا خلک به د افغانستان لپاره چک چکې وهي) دا څه عادي جمله نه وه او نه سفیر په سپورت مړ؛ مړ وو. بلکې سفیر په دې پوهېدو چې له یو هېواد سره د دیپلوماتیکو اړیکو په پراختیا کې د عامه ذهنیت لاسته راوړل خورا اړین دي او دولس له ملاتړ او ذهنیت پرته په سیاست کې د یو هېواد خپلول ګران کار دی.
سفیر د افغاني ټولنې له مطالعې دې پایلې ته رسیدلی و چې په افغانستان کې لوی اکثریت پښتانه دي دا خلک چې په څه شي خوشالیږي هغه کرکټ دی او د عوامو په اصطلاح په نوموړې لوبه ځان وژني
ددې لپاره چې افغانان د اسټرلیا پر وړاندې مثبت زهنیت ولري. نو راځه! دغه خبره وکړه(!) چې د ډیرو افغانانو زړونه لاسته راوړې. دا تکتیک څو ورځې وړاندې کله چې د هند صدراعظم، کابل ته په سفر راغلی و؛ هم وکاروه. د هند صدراعظم د ملي شورا د ودانۍ پرانیستې پر مهال د دواړه جرګو غړیو او افغان چارواکو ته د زیمبابوې ۱۹کلنو لوبډلې پر وړاندې د افغان نونس کلنې لوبډلې له بریا څخه خوښي څرګنده کړه او افغانانو ته یې مبارکي وویله. له مبارکۍ څخه د مودي موخه دا وه چې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا لپاره اړینه ده پر داسې موضوعاتو تم شي چې پر افغانانو ښه لګیږي او په اصطلاح من من غوښه ورته اخلي. ځکه خو د زیاتو استازو له تود هرکلي او اوږدو چړچکو سره مخ شو.
په همدې ډول که په دغه ورځو شپو کې د ملي وحدت حکومت ماته په سویل ختیځه اسیا کې د بنګله دیش، مالیزیا، سري لنکا او یا هند کې د افغانستان دسفارت چارې را وسپاري. نو له دغه هېوادونو سره به د خپل هېواد اړیکو پياوړتیا لپاره په دیپلوماتیکو ناستو پاستو کې د سپورتي وسلې هم کار اخلم او د نوموړیو هېوادونو پر هغه سپورتي څېرو به ډير مکث کوم چې د خپل هېواد لپاره په سپورتي برخه کې ډیر ځلیدلي دي. د مثال په ډول د سریلنکا د کرکټ په تاریخ کې کومارا سنګکارا زرین تاریخ لري او ګڼ شمېر سریلنکایان یې د خپل هېواد لپاره د یو اتل په توګه پیژني. نو ماته په کار ده چې د نوموړي په ویکټ ساتنه، تاریخي منډو او اخلاقو ډیر تمرکز وکړم. دغه رنګ هندوان د کرکټ په تاریخ کې سچن ټنډولکر په هېچا نه ورکوي. نو زه باید له هندي چارواکو سره د ټنډولکر پر نړۍ والو ریکارډونو حتمأ تم شم. لي چنګ وی په مالیزیا کې د بیډمینټن لوبې نړۍ وال قهرمان دی. که په مالیزیا کې د افغانستان سیاسي استازیتوب او له دغه هېواد سره د خپل هېواد د اړیکو پياوړي کولو مسؤلیت را وسپارل شي. اړینه ده چې د لي چنګ وی د لوبې او اتلولۍ ستاینه وشي.
هدف دادی چې په سیاست کې د سیاسي استازي لپاره د هغه ټولنې مطالعه فرض ده چې دی ورته د سیاسي استازي په توګه استول کېږي او سیاستوال باید پر هغه مسایلو راوڅرخیږي چې د یوې ټولنې په مزاج برابر وي. خوښوي یې او په ډير څه ورته قایل وي.
په هر حال د پورته نمونو په څېر؛ په لسګونو نورې نومونې هم شته چې د هېوادونو له لوري د یو بل پر وړاندې کارول شوي او له مخې یې اړیکې نرمې شوي دي. دا ټول په سیاست کې د سپورت ځای او اغیز په ډاګه کوي او دا مسکال ورکوي چې سپورتي پوهاوی د سیاسیونو لپاره ستر ضرورت دي.