لیکنه: رحمت ګل عمري
افلاطون وایي، څوک چې ځانونه له سیاسته لرې ساتي، د کم عقلو په وسیله اداره کیږي.
سیاسي پوهه د سیاست زده کړو ده ، سیاسي جرئت دی، سیاسي نېک اخلاق دي، سیاسي ذکاوت او سیاسي شعور دی .
سیاسي درک او پوهه د سیاست کولو مراندې بلل کیږي ، په پرمخ تللو هیوادونو کې سیاسي پوهې ته لېولتیا ډېر زیاته ده ؛ هغه څوک چې وایي ،ځوانان باید سیاسي نشي یا ځوانان باید د زده کړو پرمهال ځان له سیاسته لرې وساتي .دا کسان او چارواکي لدې اړخه د خپل ناکام سیاسي مهال او ناکامه سیاسي نظم د پټ ساتلو ماهرین دي.
سیاسي پوهه، سیاسي جرئت او سیاسي شعورغواړي، په سیاسي نا پوهۍ کې پاته کېدل او د زده کړو پرمهال دې برخه ته نه پام ددې سبب کیږي چې ټولنیز سیاسي سمون ته لاره هواره نشي، سیاسي ناکرارۍ، سیاسي عذاب د ټولنې رېښو ته ورسيږي، سیاسي نا پوهي بیا دا مهال دومره اغېز ښیندي چې په ځوانانو کې سیاسي جرئت زیانمنوي، د همهال دولت کړنې ورته د وخت جبر او پکې بدلون د ملت له وسه وتلی بولي .
هغه وګړي په شعارونو غولیږي چې سیاسي پوهه یې کمه وي، یو ژورنالېست د پېښې په تړاو هغه وخت ريښتینی او پوره راپور چمتو کولای شي چې د پېښې سیمې ته ولاړ شي
، هر څه پخپلو سترګو وویني یانې د خپلې دندې په وړاندې د یوه مسئول شخص په توګه هلې ځلې وکړي.
د ناوړه سیاسي مهال د راتګ، د نامعلوم سیاسي وضعیت د ساتلو او همدا راز د جبري سیاست د حاکمیت تر شاه د شته لاملونو د پیدا کولو او پدې برخه کې د شته خنډونو د له منځه وړلو په موخه چمتو والی دادی چې، د خپلې خاورې د سیاسي کردارعمق ته د ننه شوو او د ښو پایلو د درلودلو لپاره سیاسي پوهه ،سیاسي ذکاوت ، او ددې برخې اخلاق زده او پیاوړي کړو.
آلمانی مفکر برتولت برشت وایي ؛ تر ټولو بده ناپوهي سیاسي ناپوهي ده. دغه ډول ناپوهي نه څه اوري، نه څه ویني او نه هم غواړي چې سیاسي ژوند وکړي.
له سیاسته بد وړل د خپلې خاورې د ناوړه وضعیت د ښه کولو په برخه کې لاس تر زنې کناستل دي ، دا هرڅه ستونزې نه کموي بلکي ډېروي یې! که غواړو لاس په کار شوواو سیاست وکړو ، نو باید ځوانان د سیاست کولو ددې برخې د ریښتینو لوبغاړو د رول اداکولو ته وهڅو، سیاسي پوهه هم نفسي سیاسي جرئت غواړي که مونږ د سیاستونو ارزونه کوو او په ناړوه سیاسي مهال نیوکه کوو، داهم باید ومنو چې زمونږ خپله سستي هم ددې ناوړه سیاسي مهال د راتګ او پاته کېدو لامل شوې .
د سیاست ډګر ته دانګل او د رغون او سمون په موخه مبارزه سپڅلې وي ډېری ادعا لري چې د دوی په کړنو ، مبارزو او غوښتنو ملنډې وهل کیږي او د نورو موخو لپاره ترې سیاسي ګټه اخستل شوې، سیاسي ناپوهي ددې سبب کیږي چې مونږ دا ډول ناکامې نیوکه ولرو، که مونږ د خپلې خاورې د پرمختګ او ښېرازۍ په موخه سیاسي پوهه ډېره کړو پدې برخه کې د خپلو همکارو سیاسي ملګرو په ملتیا مباروزو وکړو، سیاسي دید ډېر کړو سیاسي وړاندوینې مو د خپلې خاورې دعمومي نظم او عمومي پرمختګ په چوکاټ کې وړاندې کړو نو بیا به د داسې سیاسي قربانیو ښکار ونه ګرځو.
په هغه هيوادونو کې له سیاسته تېښته ډېره ده چې چارواکي یې په بېلا بېلو لارو چارو
خلک په تېره ځوانان له سیاسته لرې ساتي؛ په علمي، مرکزونو کې د دوی سیاسي هڅې او غوښتنې جرم او د اکادمیک چاپریال نه وتل بولي .
پوهنتون د سیاست له ډګره بېل ګڼي او ځوانانو ته وایي چې د پوهنتوني زده کړو پرمهال له سیاسته لري واوسي .
راځئ ! مونږ او تاسې داسې سیاسي مبارزین و اوسو، چې خاینین رانه ویریږي ، ريښتنیي انسانان رانه ملاتړ وکړي ، او اتلان راسره یوځای شي .
۲۴/۹/۱۳۹۴