محمد نظیم سمون
تاریخي پېښو په افغانستان کې پر سیاسي ګوندونو ژور اغېز لرلی، له همدې امله ده چې له پیله تر ننه یې د سعود او نزول بېلابېل پړاوونه وهلي دي. په ۱۲۹۰ مه لسیزه کې د مشروطیت غوښتونکي غورځنګ په جوړېدو سره په افغانستان کې د سیاسي فکري جریانونو لومړنی زړی وکرل شو او بیا د ملت بابا محمد ظاهر خان د واکمنۍ پر مهال د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون په تصویب سره دغه بهیر نوي پړاو ته داخل شو.
د شهید محمد داوود خان جمهوریت، د غويي اومې کودتا په پایله کې د کمونیستي نظام تاسیس او بیا په ۱۳۸۳ کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د نوي اساسي قانون تصویب؛ په افغانستان کې د تحزب نور هغه پړاوونه دي چې پوره تفصیل ته اړتیا لري، د دې لپاره چې موضوع روښانه شي، غوره به وي چې دغه پړاوونه په لنډ ډول وڅېړو:
۱- مشروطیت غورځنګ؛ په افغانستان کې لومړنی سیاسي-فکري جریان
له تاریخي پلوه په افغانستان کې لومړنی فکري او سیاسي حرکت د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۰۵ میلادي کال کې د افغان روڼ اندو له خوا د مشروطیت د لومړي غورځنګ تاسیس و.
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې کله چې په ختیځ او لوېدیځ کې سمون پال او ازادي پال خوځښتونه پیل شوي وو، افغانستان هم له دغه تحول څخه بې برخې پاتې نه شو، په ځانګړې توګه د علامه سید جماالدین افغان فکري نهضت په دغه تحول کې مهم رول درلود. کله چې علامه سید جماالدین افغان له افغانستان څخه ووت، نو امیر شېرعلي خان ته یې د اصلاحاتو یو اوږد نوملړ وسپاره. امیر شېرعلي دغه اصلاحات تر ډېره پلي کړل او په افغانستان کې یې د یوه مډرن دولت او عصري ادارې بنسټ کېښود، خو پر افغانستان د انګرېزانو دویم یرغل او بیا د امیر عبدالرحمن خان ۲۱ کلن استبداد د امیر شېرعلي خان په وخت کې شوي پرمختګونه پر شا وتمبول.
امیر عبدالرحمن د غلام محمد طرزي په ګډون ډېر روشنفکران یا تبعید او یا هم بندیان کړل، د طرزیانو کورنۍ له افغانستانه تبعید شوه او د عثماني امپراتورۍ تر قلمرو لاندې د ترکیې یوې سیمې ته وکوچېده، د امیر عبدالرحمن خان تر مړینې وروسته د امیر حبیبب الله خان په واکمنېدو سره د طرزیانو پر کورنۍ لګېدلی بندیز لرې شو او د غلام محمد طرزي زوی محمود طرزی له خپلې کورنۍ سره کابل ته راغی.
محمود طرزی یو تعلیم یافته او پر عصري پوهې سمبال هوښیار شخص و، نوموړي د جلا وطنۍ په دوران کې په استانبول کې له سید جماالدین افغان سره هم اووه میاشتې تېرې کړې وې او د نوموړي له افکارو څخه اغېزمن شوی و، په سیمه؛ په ځانګړې توګه په ترکیې او ایران کې د مشروطیت او ازادي غوښتنې غورځنګونو پر نوموړي ژور اغېز کړی و، کله چې کابل ته راغی، دلته یې د ځوانانو او روشنفکرانو ترمنځ کار پیل کړ. د تاریخي روایاتو له مخې دی لومړی د مولوي عبدالرووف کندهاري په مشرۍ د سراج الاخبار افغانستان په ټولنه کې شامل شو.
سراج الاخبار ټولنه په حقیت کې لومړنی سیاسي او فکري جریان و، چې په ۱۲۸۴ لمریز (۱۹۰۵ م) کال کې د یو شمېر افغان روڼ اندو، علماوو او روحانینو له خوا رامنځته شو، د دې ټولنې ډېری غړي په حبیبیې لېسې او د کابل په دارالعلومونو کې استادان وو.
د سراج الاخبار ټولنې مشر مولوي عبدالرووف کندهاری او مولوي محمد سرور واصف یې منشي وو. نور غړي یې غلام نقشبندي خان، حافظ حیدر علي خان، میرزا غلام قادر خان او میرزا محمد اسحاق خان وو. د سراج الاخبار ټولنې تر تاسیس وروسته د ټولنې غړو حکومت ته د «سراج الاخبار» په نوم د یوې ورځپاڼې د جوړېدو وړاندیز وکړ او امیر حبیب الله خان هم دغه وړاندیز ومانه.
د ۱۳۲۳ کال د مرغومې میاشتې په ۱۵ چې د ۱۹۰۶ میلادي کال له جنورۍ سره سمون خوري، په ۳۶ مخونو کې د سراج الاخبار ورځپاڼې لومړنۍ ګڼه چاپ شوه، خو تر پنځو کلونو پورې بیا چاپ نه شوه او د حکومت له خوا بندیز پرې ولګېد، د بندیز لامل یې دا و چې په دې ورځپاڼه کې د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ او انګرېزي ښکېلاک خلاف مقالې خپرېدې. داسې شواهد او اسنا شته چې له هند څخه انګرېزانو امیر حبیب الله خان ته ګواښ کړی و، چې دغه ور ځپاڼه بنده کړي. خو پنځه کاله وروسته د سراج الاخبار ورځپاڼې خپرونې د محمود طرزي په مدیریت بېرته پیل شوې، چې تقریبا اته کاله یې دوام وکړ.
محمود طرزی چې اوس په افغانستان کې د مطبوعاتو د پلار په نوم یادېږي، د رسنیو په ارزښت پوهېده او سراج الاخبار یې د ازادي پاله او سمون پاله هڅو یو کلک فکري سنګر وګرځاوه. سراج الاخبار ورځپاڼه په ډېر لوی تېراژ خپرېده چې شمېر له ۱۴۰۰ ګڼو څخه ډېر و. د دې ورځپاڼې د پوښښ سیمه هم ډېره پراخه وه او آن هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدول کېده.
ارواښاد طرزي د نوي نسل په شعوري او فکري روزنه کې ډېره هڅه کوله، چې عبدالرحمن خان لودي او عبدالهادي داوي یې ښه مثالونه دي، دا دوه هغه کسان وو چې محمود طرزي روزلي وو او دوی ته به اکثره وخت د محمود طرزي وزرونه هم ویل کېدل.
د مشروطیت غوښتنې د هڅو په لړ کې په ۱۹۰۹ کال کې د (جمعیت سري ملي) په نوم یو ګوند جوړ شو چې زیاتره غړي یې د حبیبې لېسې استادان، فرهنګیان، روڼدي او په دربار کې د مشروطیت یو شمېر پلویان وو. د دې جمعیت موخه د یوه مشروطه حکومت رامنځته کول، د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ لاسته راوړل او په افغانستان کې د یوه نوي تمدن او کلتور رواجول و.
ارواښا استاد عبدالحی حبیبي په خپل کتاب (جنبش مشروطیت در افغانستان) کې لیکي چې د دې خوځښت د غړو شمېر نږدې ۳۰۰ تنو ته رسېده چې په راس کې یې مولوي محمد سرور واصف و. دغه حرکت ته په تاریخ کې د (جان نثاران ملت) او (اخوان افغان) نومونه هم کارول شوي دي. د (جمعیت سري ملي) دغه ۳۰۰ غړي په لس کسیزه ډلو کې تقسیم شوي وو او په هره ډله کې یو کس د مشر او بل د منشي په توګه ټاکل شوي وو.
په لومړیو کې به د ګوند ناستې ډېرې پټې او د شخصي لیدنې کتنې په توګه د شپې له خوا ترسره کېدې او هلته به د مهمو مسایلو په اړه پرېکړې نیول کېدې. له لس کسیزې ډلې د یوې مهمې ډلې غړي یې تاج محمد خان بلوچي پغمانی، جوهر شاه غوربندي او میر سید قاسم خان لغمانی و، تاج محمد خان پغمانی ډلمشر، میر قاسم خان لغمانی چې د حبییې لېسي ښوونکی هم و، د یادې ډلې منشی او جوهر شاه غوربندی یې غړی و.
په جمعیت کې د هندي مسلمانانو یوه ډله هم وه، چې مشر یې ډاکټر عبدالغني خان او غړي یې مولوي نجف علي خان، محمد علي چراغ، محمد حسین خان پنجابي او امرالدین خان وو. د ګوند مشرتابه پلاوی د یادو لس کسیزو ډلو یا حلقو له مشرانو او کلیدي غړو څخه جوړ شوی و.
د لومړي مشروطیت غوښتونکي غورځنګ (حزب جمعیت سري) اساسي موخه په لاندې ډول وې:
۱- د اسلامي اصول اطاعت، د قرآن عظیم الشان تقدیس او د ټولو اسلامي احکامو منل؛
۲- د ملي حقونو د لاسته راوړلو لپاره دوامداره هڅې او د ملت د استازو په مشرۍ د حکومت مشروطه کول، د ملي حاکمیت ټینګښت او د قانون واکمنول؛
۳- د معاشرتي چارو د ښه والي او د ناسمو کړنو د مخنیوي او غندنې په موخه عامه پوهاوی؛
۴- د افغانستان د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ پخلاینه او همغږي او د ملي یووالي ټینګښت؛
۵- د سولې او پخلاینې له لار ې د ملت د اصلاح لپاره هڅې، نه د دهشت او وېرې خپرولو یا د وسلې په زور؛
۶- د پوهنې پراختیا، د ښوونځیو، مطبوعاتو او د خلکو د ویښتابه په موخه د وسایلو رامنځته کول؛
۷- د ټاکنو له لارې د خلکو له استازو څخه جوړ د ملي شورا د یوې جرګې تاسیس؛
۸- د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ ګټل او له بهرنۍ نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګول (هغه وخت افغانستان د برېټانوي هند له اجازې پرته له بل چا سره اړیکې نه شوای ټینګولی)؛
۹- د مساواتو او ټولنیز عدالت ټینګول؛
۱۰- د صنعت او حرفې له لارې د نوي مدنیت د بنسټونو پراختیا، د لویو لارو، ښارونو او د اوبو او برېښڼا د بندونو جوړول. (44)
د ګوند د مشرتابه پلاوي په یوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ګوند غړي باید له ځان سره یوه مېل تومانچه ولري. دغه پرېکړه په لیکلې بڼه تاج محمد خان پغماني ته وسپارل شوه. د تاج محمد خان ورور محمد شریف خان چې د دولت پلوی او د دې مشروطیت فکري غورځنګ سرسخت مخالف و، په پټه یې د خپل ورور له کوره لیک ترلاسه او امیر حبیب الله خان ته یې وسپاره.
د دربار ځینو جاسوسانو هم د مشروطیت غورځنګ په منځ کې نفوذ کړی و، د ګوند دوه تنو جاسوسانو محمد عظیم خان چې د حربي فابریکې کارکوونکی و او ملا منهاج چې په دربار کې د شهزاده محمد کبیر خان ښوونکی و، د ګوند د غړو یو لېست چمتو او امیر ته یې وسپاره. په لېست کې د هغو کسانو چې دوی پېژندل ، نومونه لیکل شوي وو او امیر ته یې وویل: د حزب سري ملي اصلي موخه د امیر وژل او د مشروطه دولت جوړول دي.
امیر چې دا مهال جلال اباد ته په تفرېح تللی و، د ۱۲۸۵ کال په کب میاشت کې یې په کابل کې خپل معین السلطنه ته د دې کسانو د وژلو امر وکړ او ویې ویل: ما د ملا منهاج له خوا چمتو شوی ټول نوملړ ونه لوسته او په بخارۍ کې مې وسوځاوه، که نه بلا خلک به مې وژلي وو.
ارواښاد میر غلام محمد غبار په خپل کتاب «افغانستان در مسیر تاریخ» کې د لومړي مشروطیت غورځنګ د هغو غړو نومونه ټول نقل کړي چې د امیر له خوا اعدام، بندیان او په توپ والوزول شول:
۱- ملا محمد سرور خان واصف
۲- محمد عثمان خان
۳- جوهر شاه غوربندی
۴- محمد ایوب خان پوپلزی
۵- لعل محمد خان کابلی
۶- سعدالله خان الکوزی
۷- عبدالقیوم خان الکوزی
۸- غلام محمد خان میمنه ګي
۹- تاج محمد خان پغماني
۱۰- میرزا محمد حسن راقم کابلي
۱۱- میرزا عبدالرزاق خان کابلي
۱۲- میر زمان الدین خان بدخشاني
۱۳- محمد انور خان بسمل
۱۴- احمد قلي خان قزلباش
۱۵- عبدالوهاب خان
۱۶- پادشاه میر خان لوګري
۱۷ نظام الدین خان ارغندیوال
۱۸- قاضي عبدالحق خان سلیمانخېل
۱۹- میر سید قاسم خان لغمانی
۲۰- میرزا غیاث الدین خان
۲۱- حافظ عبدالقیوم خان کابلی
۲۲- محمد ابراهیم خان
۲۳- عبدالمجید خان
۲۴- عبدالرحمن خان کندهاری
۲۵- شېرعلي خان بارکزی
۲۶- ملا محمد اکبر خان اخندزاده اسحاقزی
۲۷- جلال الدین کندهاری
۲۸- کاکا سید احمد خان لودي
۲۹- عبدالرحمن خان محمدزی
۳۰- حبیب الله خان محمدزی
۳۱- محمد رسول خان
۳۲- امرالدین خان
۳۳- مولوي مظفرخان بلوچ خروټی
۳۴- ډاکټر عبدالغني خان پنجابی
۳۵- مولوي نجف علي خان د ډاکټر غني ورور
۳۶- محمد چراغ د ډاکټر غني ورور
۳۷- مولوي حسین پنجابي
هغه کسان چې د امیر له خوا ورته بښنه وشوه:
۳۸- مولوي غلام محی الدین خان افغان
۳۹- سردار حبیبب الله خان طرزی محمدزی
۴۰- حاجي میرزا محمد اکبر خان
۴۱- حاجي عبدالعزیز خان
۴۲- محمد اسلم خان سیغاني
۴۳- صاحبزاده عبدالله خان مجددي
۴۴- استاد محمد عظیم خان (په ګوند کې د دربار ګومارلی جاسوس)
۴۵- ملا منهاج الدین (په ګوند کې د دربار ګومارلی جاسوس)
کله چې مولوي محمد واصف سرور په توپ الوزول کېده، په یوه وصیت نامه کې یې داسې لیکلي وو: «په داسې حال کې چې پر امنت بالله او ملائکته…. پوره اېمان او باور لرم، د امیر په حکم ووژل شوم راتلونکې نسل ته مې سپارښتنه دا ده چې: ترک مال و ترک جان و ترک سر- در راه مشروطه اول منزل است.»
که څه هم د افغان روڼدو لومړی مشروطه غوښتونکی غورځنګ د مستبد امیر له خوا په توپ او زندان غلی شو، خو ورک نه شو. تر یوه لنډ ځنډ وروسته دا ځل د مشروطیت غوښتنې مبارزه په خپله د امیر له دربار څخه پیل شوه.
حزب سري دربار چې ارواښار غبار په دې نوم او استاد حبیبي د دویم مشروطیت په نوم یاد کړی، د مستبد امیر په له منځه وړلو او د ځوان شهزاده امان الله خان په مشرۍ د یوه مترقي دولت پر جوړېدو منتج شو.
دا ځل مشروطیت غوښتونکو هڅه وکړه چې په دربار او د امیر په کورنۍ کې باوري کسان له ځان سره خپل کړي، چې په دغه کار کې د محمود طرزي رول ډېر اغېزناک و.
د امیر ورور او نایب سلطنه سردار نصرالله خان که څه هم د استعمار خلاف او ازادي غوښتونکی شخص و، خو د اوسني ټوټالیټر او مستبد نظام پایښت یې غوښت، همدارنګه د امیر مشر زوی معین السلطنه چې د پلار ولیعهد هم بلل کېده، په بهرني او کورني سیاست کې د پلار پر لاره روان و، په دې اساس یوازېنی څوک چې سترګې ور اوښتې، ترقي غوښتونکی او روڼد اندی ځوان امان الله خان و.
امان الله خان د مشروطیت له دویم غورځنګ سره یو ځای شو او د نظام د ړنګولو لپاره یې د اردو له لوړ پوړو غړو سره اړیکې ټینګې کړې. امان الله خان نایب السلطنه نصرالله خان هم په دې حرکت کې ور ګډ او ورته وویل شول چې د یوې کودتا له لارې به امیر په جلال اباد کې له منځه وړل کېږي او دی به د هغه ځایناستی وټاکل شي. نایب السلطنه چې له انګرېزانو یې نفرت درلود او د هېواد د سیاسي خپلواکۍ غوښتونکی و، دغه وړاندیز ومانه. د ګوند شاوخوا لس کسانو په قرآن کې لیکلي تعهد لاسلیک او نایب السلطنه ته یې وسپاره.
د ۱۹۱۸ کال په ژمي کې پټ ګوند پرېکړه وکړه چې امیر تیار په جلال اباد کې دی او باید له منځه یوړل شي او پر ځای به یې نصرالله خان وټاکل شي، خو نصرالله خان پر ټاکلي وخت اقدام ونه کړ او د امیر له وژلو یې ډډه وکړه.
د ګوند غړي له نوموي څخه د امیر د نه وژلو د لامل پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل چې دی د امیر د وژلو مخالف دی او که د دې پر ځای زنداني شي ښه به وي.
د نایب السلطنه دغې پرېکړې د امان الله خان په ګډون مشروطه غوښتونکي و وېرول چې هسې نه د دوی پلان رسوا شي. د امیر د وژلو پلان تر یوه کال پورې وځنډېد او پټ ګوند هم تل په کمین کې و، تر دې چې امیر حبیب الله خان بالاخره په ۱۹۱۹ کال کې د لغمان په کله ګوش کې د تومانچې پر ډزو ووژل شو او زوی یې امیر امان الله خان په کابل کې خپله پاچاهي اعلان کړه.
په دې توګه د دویم مشروطه غوښتونکو مبارزې رنګ راوړ او د یوه مستبد پاچا واکمني پای ته ورسېده، هغه روڼدي چې امیر حبیب الله خان زنداني کړي وو، د امان الله خان په امر راخوشې او په حکومت کې پر دندو مقرر شول.
د همدې روڼ اندو په ځانګړې توګه د محمود طرزي په هڅو امیر امان الله خان په ټول هېواد کې په نوو اصلاحاتو لاس پورې کړ او له انګرېزانو څخه یې رسما د افغانستان ازادي واخیسته.
دویم مشروطیت غورځنګ د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه او له لاسته راوړنو ډکه پېښه ګڼل کېږي، ځکه چې افغان روڼ اندو په لومړي ځل د ولسواکۍ او خپلواکۍ د لاسته راوړلو لپاره داسې یو وړیاړلی ګام پورته کړ، چې نړۍ یې حیرانه کړې وه.
د پخواني شوروي د کمونېستي دولت مشر لنین د دې انقلاب په اړه ویلي وو: (د ختیځ د یوه مطلق العنان واکمن شهزاده نن د انګلستان د کارګر ګوند له کابینې څخه مترقي دی.)
تاریخ لیکونکو د امیر امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د دې جریان د نور دوام په اړه څه نه دي ویلي، خو میر غلام محمد غبار په خپل کتاب کې لیکلي چې په دې وخت کې هم دوه سیاسي ډلو فعالیت کاوه. لومړۍ ډله یې د (جوانان افغان) په نوم یادېده او د دویمې ډلې د نوم په اړه څه نه دي ویل شوي او یوازې دومره راغلي چې د دغې ډلې مشري میر قاسم خان کوله.
په جوانان افغان ډله کې اکثره هغه کسان وو، چې په دویم مشروطیت غورځنګ کې یې هم برخه لرله، لکه عبدالرحمن لودین، تاج محمد خان بلوچ او انور بسمل. ویل کېږي چې دغو ځوانانو سخت دریځه مرام درلود او کیڼ اړخو ته ورته وو. ارواښاد غبار هم ځان د دې حرکت غړی بولي او وايي چې دې ډلو د ځوانانو د فکرونو د روښانولو او یوه قوي سیاسي ګوند جوړولو ته زمینه برابروله. د استاد عبدالحی حبیبي په وینا، دویمه ډله بیا د افغان ځوانانو په پرتله یوه منځلارې ډله وه.
په هر حال، که څه هم فکر کېده چې د اماني دورې د ۱۳۰۱ کال لومړنی اساسي قانون (نظامنامه اساسی دولت علیا افغانستان) به د مشروطیت ارمانونه او ارزښتونه خوندي کړي، خو په نظامنامه کې د دولت د درې ګونو قوو ترمنځ د تفکیک اصل نه و خوندي شوی او ټول واکونه شاه په لاس کې اخیستي وو. په ځانګړې توګه د قانون شپږمې مادې چې پاچا په کې غیر مسوول بلل شوی و، د مشروطیت اصل تر پوښتنې لاندې راوسته.
همدا رنګه د ۲۸ مې مادې له مخې لومړی وزیر او وزیران د پاچا له خوا ټاکل کېدل او وزیران هم د پاچا په وړاندې مسوول بلل شوي وو، په داسې حال کې چې وزیران او لومړی وزیر باید شورا ته مسوول وای.
په هر حال، د غازي شاه امان الله خان په وخت کې سیاسي او فرهنګي فعالیتونه ازاد وو او افغان روڼ اندو په دې برخه کې د هېڅ ډول وېرې او خطر احساس نه کاوه، خو د نادر خان په واک ته رسېدو سره دغه حرکتونه یو ځل بیا غلي شول، تر دې چې د ډیموکراسۍ او اساسي قانون په لسیزو کې سیاسي ګوندونه نوي پړاو ته ننوتل.
۲- د ډیموکراسۍ لسیزه؛ د سیاسي ګوندونو ازمایښتي دوره
لومړی او دویم مشروطیت په حقیقت کې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د پیل تاریخي دوره ګڼل کېږي، خو مډرن سیاسي ګوندونه په لومړي ځل د ملت بابا ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ډیموکراسۍ او اساسي قانون د لسیزو په جریان کې رامنځته شول.
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۶ کال کې د لومړي وزیر په توګه د شاه محمود خان په ټاکل کېدو سره په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لسیزه پیل شوه. دا وخت چې ډیموکراسي او فردي ازادي د ورځې شعار ګرځېدلی و، شاه محمود خان اړ و چې د وخت دغې غوښتنې ته غاړه کېږدي.
حکومت مخکې له دې چې رسما ډیموکراسي اعلان او ډیموکراټیک قوانین وضع کړي، د ډیموکراسۍ یوه ازمایښتي دوره پیل شوه او په لومړي ځل په هېواد کې د ملي شورا او ښاروالیو ټاکنې ترسره شوې. د ډیموکراسۍ لسیزې په پیل سره ګڼو سیاسي ګوندونو، فرهنګي مرکزونو او جریدو په کار پیل وکړ.
ویښ زلمیان، ملي ډیموکراټ ګوند، حزب سري اتحاد، وطن ګوند، خلق ګوند او د کابل پوهنتون د محصلینو ټولنه هغه سیاسي جریانونه وو، چې د ډیموکراسۍ لسیزې پر مهال جوړ شول.
له دې ډلې ویښ زلمیان او حزب وطن د افغانستان د سیاسي ګوندونو په تاریخ کې لومړني سیاسي ګوندونه ګڼل کېږي، چې تر دې مخکې نور سیاسي ګوندونه نه و جوړ شوي.
الف – ویښ زلمیان: د ویښ زلمیانو سیاسي او ټولنیز غورځنګ د محمد هاشم خان د صدارت په وروستیو یعنې په ۱۹۴۶ (۱۳۲۵ هـ) لمریز کال په کابل کې تاسیس شو. د دې غورځنګ غړو په لومړیو کې په یوه ادبي ټولنې کې فعالیت کاوه، چې وروسته بیا پر یوه منظم سیاسي ګوند بدله شوه.
د ویښ زلمیانو ډلې په لومړي سر کې کوم ځانګړی منشور یا مرام نه درلود، بلکې د فرهنګي هڅو په چوکاټ کې یې د عامه ویښتابه او روښانتیا په موخه له رسنیو ګټه اخیسته چې د (کابل مجله) یې د یوې بېلګې په توګه یادولی شو.
د کابل مجلې مسوول مدیر ارواښاد عبدالرووف بېنوا و، د دې مجلې موخه د ځوان نسل روزنه او د ګډې مبارزې لپاره د هغوی منظممول و.
په دې فکري او فرهنګي انقلاب کې یو شمېر نورې فرهنګي او علمي څېرې لکه استاد ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، صدیق الله رښتین، ارسلان سلیمي او نورو روشنفکرانو چې وروسته د ویښ زلمیان غورځنګ غړي شول، برخه لرله.
ویښ زلمیان چې د هېواد له پیاوړ ادبیانو، پوهانو او روحانینو څخه جوړ شوی و، په ډېر کم وخت کې په افغانستان کې د یوه سیاسي او ټولنیز حرکت په توګه را څرګند شو. دغه ګوند نه یوازې په کابل بلکې په عین وخت کې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې یې هم فعالې څانګې لرلې.
د دې تحریک بنسټګر او غړي لاندې کسان وو:
۱- عبدالرووف بېنوا
۲- قیام الدین خادم
۳- ارسلان سلیمي
۴- استاد ګل پاچا الفت
۵- فیض محمد انګار
۶- غلام حسن خان ساپی
۷- نور محمد تره کی
۸- استاد عبدالشکور رشاد
۹- عبدالهادي خان توخی
۱۰- محمد انور خان اڅکزی
۱۱- قاضي بهرام خان
۱۲- غلام جیلاني خان
۱۳- محمد رسول خان پښتون
۱۴- قاضي عبدالصمد خان
۱۵- فتح محمد خان خټګر
۱۶- نور محمد خان قاضي خېل
۱۷- محمد ابراهیم خواخوږی
۱۸- محمد ناصر خان لعل پوري
۱۹- صوفي ولي محمد خان
۲۰- اقا محمد خان کرزی
۲۱- محمد موسی شفیق
۲۲- غلام محمد خان پوپل
۲۳- محمد طاهر خان ساپی
۲۴- نېک محمد خان پکتیانی
۲۵- صدیق الله رښتین
۲۶- عبدالعزیز خان
۲۷- عبدالخالق خان واسعي
۲۸- محمد علي خان
۲۹- نور احمد خان شاکر
۳۰- محمد رسول خان مسلم
۳۱- محمد حسن خان ریدي
۳۲- عبدالرازق خان فراهي
۳۳- محمد نور خان اعلم
۳۴- مولوي عبیدالله خان ساپی
۳۵- ګل شاه جان ساپی
۳۶- ظهورالله خان همدرد
۳۷- محمد شریف خان قاضي
۳۸- عبدالمنان دردمند
۳۹- عبدالصمد خان ویسا
۴۰- محمد علم بڅرکی.
ارواښاد عبدالرووف بېنوا په لومړیو کې د ګوند منشي و او په وروستیو کې عبدالرازق خان فراهي د ګوند د منشي په توګه وټاکل شو. ویښ زلمیانو د انګار په نوم یوه خپرونه هم لرله چې د فیض محمد خان انګار په امتیاز خپرېده، په ۱۹۵۱ کال کې د یادې جریدې خپرونې وځنډېدې، خو له ۱۹۵۱ کال څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې د استاد ګل پاچا الفت په مدیریت د ولس په نوم جریده خپرېده.
د ویښ زلمیانو رسمي تګلاره او مرامنامه چې د ۱۳۲۸ کال د زمري په ۲۷ مه نېټه په کابل کې تصویب شوه، په دې توګه وه:
۱- د معارف تعمیم او د عامه ذهنونو روښانه کول؛
۲- د ملي وحدت ساتنه او پیاوړتیا؛
۳- د ظلم، خیانت، غدر، تملق، رشوت او د دروغو پر وړاندې مبارزه؛
۴- د ناوړه دودونو او خرافاتو پر وړاندې مبارزه؛
۵- اجتماعي خواخوږي او خوشبیني رامنځته کول؛
۶- د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې مهمې ګڼل؛
۷- له هېواده د ناپوهۍ، لوږې او ناروغۍ لرې کولو پر وړاندې مبارزه؛
۸- له دین، ملت او خپل حکومت سره مینه ؛
۹- له هېوادنیو تولیداتو څخه استفاده کول، له بې ځایه لګښتونو او عیاشۍ څخه ډډه کول؛
ویښ زلمیانو ګوند په خپلو تشکیلاتو کې مرکزي او ولایتي کمېټې لرلې. د کمېټې په سر کې یو مشر، مرستیال، منشي او خزانه دار و.
د ګوند د کړنلارې له مخې هرې کمېټې په ټاکلي وخت کې غونډې جوړولې او د ګوند کنګره به هر کال په کابل کې جوړېده.
ویښ زلمیانو په ډېر لږ وخت کې ډېر شهرت وموند، خو له بده مرغه د ګوند د غړو ترمنځ نظریاتي او سلیقوي ستونزو دغه ګوند له انشعاب سره مخ کړ. د کندهار او کابل غړو به له یو بله ګیلې کولې چې کارونه او پروګرامونه سم پر مخ نه ځي او یو بل ته پاملرنه نه کوي، همدا و چې د ۱۳۳۰ لمریز کال په وږي میاشت کې د ویښ زلمیانو د کندهار څانګه له ګوند څخه جلا او د (اخوت) په نوم یې نوی حرکت پیل کړ.
دغه ګوند د حکومت له خوا هم له سختو فشارونو او محدودیتونو سره مخ و، حکومت د ګوند یو شمېر غړي په بېلابېلو تورونو زندان ته واچول و.
د سردار محمد داوود خان د صدارت پر مهال (۱۹۵۳) کال کې د ویښ زلمیانو ګوند غړي خواره واره شوي وو، بلاخره د هېواد د روشنفکرانو دغه ملي خوځښت چې د ډېرو خلکو هیلې ور پورې تړلې وې، د هېواد له سیاسي صحنې د تل لپاره پناه شو.
ب- ملي ډیموکراټ ګوند (کلوپ ملی): د (افغانستان در مسیر تاریخ) کتاب کې دغه ګوند د (ملي ډیموکراټ) او د (د افغانستان پر معاصر تاریخ لنډه کتنه) کتاب کې د (کلوپ ملي) په نوم یاد شوی دی. دا یو دولتي ګوند و، چې په ۱۹۵۰ کال کې د سردار محمد داوود خان، د اقتصاد وزیر عبدالمجید خان زابلي، د بهرنیو چارو وزیر علي محمد خان او سردار محمد خان زکریا له خوا جوړ شو.
حکومت دغه ګوند له نورو ملي خپلواکو ګوندونو سره د سیالۍ په هدف جوړ کړی و او کوم ځانګړی ملي مرام یې نه درلود. همدا لامل و چې خلکو به دولتي دام باله او ډېر ژر یې خپل ارزښت له لاسه ورکړ.
د ملي ډیموکراټ ګوند مرامنامه:
۱.د ګوند غړی باید مسلمان او د افغانستان تابعیت ولري؛
۲. د ګوند غړي باید د افغانستان مشروطه سلطنتی نظام ته پوره ژمنتیا او درناوی ولري؛
۳. د ګوندي غړي له کوم قید او شرط پرته خپله بقا باید د افغان ملت په استقلال او د خاورې په ځمکنۍ بشپړتیا پورې اړونده وګڼي؛
۴. د اسلامي لارښوونو په رڼا کې باید د ډیموکراسۍ اصولو ته ژمن او باور مند اوسي؛
۵. د ګوند غړي د قانون په وړاندې د برابرۍ اصل او له هر ډول تبعیض پرته باید د هېواد ټولو قوانینو ته درناوی ولري؛
۶. د ګوند غړي باید له غوره اخلاقو څخه برخمن وي؛
۷. د ګوندي غړي باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې مهمې وګڼي؛
۸. د ګوند غړي عدالت باید د ټولنې د ثبات او نېکمرغۍ اساس وګڼي او د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره مبارزه خپله ملي او ایماني دنده وبولي؛
۹. د ګوندي غړي باید ملي یووالی د افغان ملت مادي او معنوي بنسټ وګڼي او د قومي نفاق د له منځه وړلو لپاره باید هر ډول مبارزه وکړي؛
۱۰. د ګوندي ژمنه کوي چې په دولتي او عمومي ادارو کې فساد او ګډوډي د ملت په زیان دي او قانون ته په درناوي له هر ډول انارشۍ مخنیوی کوي؛
۱۱. دولتي او عامه چارې له هر ډول شخصي، نسبی او قومي اړیکو پرته باید اهل خلکو ته وسپارل شي او د ملي او دولتي شتمنیو له حیف میل څخه دې جدا ډډه وشي.
دغه ګوند هم ډېر دوام ونه کړ او په ۱۹۵۳ کال کې کله چې شهید محمد داوود خان صدر اعظم شو، وپاشل شو.
ج- وطن ګوند: وطن ګوند په ۱۳۲۹ لمریز کال کې په کابل کې جوړ شو، د دې ګوند بنسټ ایښودونکي میر غلام محمد غبار، سرور خان جویا، محمد صدیق فرهنګ، فتح محمد خان میرزاد، نورالحق هیرمند، برات علي خان او عبدالعلي خان عزیز وو.
د وطن ګوند مرامنامه په دې ډول وه:
۱. د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنه؛
۲. د هېواد په ټولو چارو کې د ډیموکراټیکو اصولو پلي کول؛
۳. په افغانستان کې د ملي یووالي پیاوړتیا؛
۴. د عامه معارف په پراختیا، د عامه حفظ الصحې، د عامه اقتصاد په پراختیا او د ټولنیز فساد په مخنیوي کې هڅه؛
۵. د ټولنیز عدالت ټینګښت او د عامه ګټو او حقوقو وقایه؛
۶. سولې او نړیوالې سلامتیا ته ژمنتیا او درناوی؛
د- د خلکو ګوند (حزب خلق): خلق ګوند په ۱۳۲۹ کال کې د عبدالرحمن خان محمودي له خوا جوړ شو. محمودي د کابل له طبي پوهنتون څخه فارغ شوی و، نوموړی یو خوله ور انسان و او په لویو غونډو کې به یې پر حکومت سختې نیوکې کولې. له همدې امله نوموړی د څو اونیو لپاره بندي او بیا خوشې شو، محمودي وورسته د ملي شورا د اومې دورې ټاکنو ته ځان کاندید کړ.
د دې ګوند مهم غړي دا کسان وو: عبدالرحمن محمودي (مشر)، نعیم خان شایان (منشي)، مولوي خال محمد خان خسته، مولوي فضل ربي خان، عبدالحمید مبارز، ډاکټر عبدالله واحدي، محمد یوسف خان اینه، نورعلمخان مظلوم یار، غلام احمد خان رحماني، محمد طاهر محسني، عبدالرحیم غفوري، محمد یونس مهدي زاده، ډاکټر عبدالاحد رشیدي او ډاکټر عبدالله رشیدي.
حزب خلق د (ندای خلق) په نوم یوه جریده هم درلوده چې محمودي یې د امتیاز خاوند او ولي محمد عطايي یې مدیر مسوول و. دغه جریده د ۱۳۳۰ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې تاسیس شوه، خو یوه میاشت وروسته د حکومت له خوا وتړل شوه.
که څه هم د ډیموکراسۍ لسیزه په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو او ازادو فرهنګي فعالیتونو لپاره یوه ازمایښتي دوره وه او افغانانو په لومړي ځل ډیموکراسي تجربه کوله، خو دغه دوره له ستونزو خالي نه وه، حکومت د ډیموکراسۍ لسیزه د سیاسي فعالینو او روشنفکرانو په زنداني کولو او ځورولو بدرګه کړه.
په ۱۹۶۳ کال کې سردار محمد داوود خان د صدارت له مقامه استعفا ورکړه او پر ځای یې ډاکټر یوسف نوی صدر اعظم وټاکل شو. د ډاکټر یوسف د صدارت چې د اساسي قانون د لسیزې په نوم هم یادېږي، په افغانستان کې نوی ډیموکراټیک اساسي قانون تصویب شو.
هـ- د محصلینو ټولنه: ډیموکراسۍ په لسیزه کې د سیاسي غورځنګونو په لړ کې د کابل پوهنتون محصلینو فعاله ونډه لرله. محصلینو له سیاسي کړیو، ازادو رسنیو او پارلماني ډلو سره ښې اړیکې لرلې.
د کابل پوهنتون محصلینو بالاخره په ۱۳۲۹ کال کې د محصلینو یوه ټولنه جوړه کړه. دغې ټولنې د زده کوونکو، ښوونکو او روڼ اندو ترمنځ ډېر پلویان درلودل.
ټولنې منظم پروګرامونه او د تشکیلاتو په برخه کې مرکزي کمېټې لرلې. د محصلینو ټولنې د اجرائیه کمېټې غړي په دې ډول وو: میر علي خان، محمد یونس خان سرخابي، محمد نعیم خان کندهاری، محمد عارف خان، ببرک خان، محمد حسن شرق، محمد یحی خان ابوي، حبیب خان دل، عبدالواحد خان وزیري، محمد اسحاق عثمان، هدایت خان، محمد ابراهیم خان او نور. خو دغه کمېټه ډېر ژر په دوه برخو (کیڼ او ښي) ووېشل شوه.
محصلینو به منظمې غونډې او کنفرانسونه جوړول او پر حکومت به یې تل نیوکې کولې.
په یوه غونډه کې یونس خان سرخابي وینا وکړه او پر سردار محمد داوود خان یې سختې نیوکې وکړې، په دې غونډه کې همدارنګه پر ضبط احولاتو، د محمد هاشم خان پر تېر حکومت سختې نیوکې وشوې.
محصلینو یو ځل له نجات لېسې څخه د کابل ښار تر پل باغ عمومي پورې یو مارش هم وکړ، د کابل ښاروال غلام محمد فرهاد د محصلینو ټولنې ته یو اپارتمان ورکړی او په دې اپارتمان کې به یې غونډې او بنډارونه کول.
د محصلینو له فعالیتونو بالاخره لومړی وزیر سردار خان ډېر په تنګ راغی، د ټولنې دروازې وتړل شوې او ځینې محصلین بندیان هم شول، له دې امله چې لومړی وزیر سردار شاه محمود خان د خلکو له اعتراضونو تنګ راغلی و یوه ورځ یې وویل: «ډیموکراسي نه ډیموکراسي!»
د ډیموکراسۍ پلار شاه محمود خان تر اووه کلنې واکمنۍ وروسته د ۱۹۵۳ کال په سپټمبر میاشت کې استفعا ورکړه او پر ځای یې سردار محمد داوود خان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال څنګه چې تمه کېده، همغسې پر سیاسي ګوندونو محدودیتونه ولګول شول، دې حالت د نوي اساسي قانون تر لسیزې پورې دوام وکړ. د ډاکټر یوسف د صدارت پر مهال د درېیم ډیموکراټیک اساسي په تصویب سره، په افغانستان کې په لومړي ځل سیاسي ګوندونو ته د قانوني فعالیت اجازه ورکړل شوه.
۳- د اساسي قانون لسیزه، د رسمي سیاسي ګوندونو د جوړېدو دوره
د ډیموکراسۍ لسیزه په هېواد کې د ډیموکراټیکو بهیرونو د تمثیل یوه ازمایښتي دوره وه، چې له لاسته راوړنو او ستونزو ډکه وه. په دې موده کې په لومړي ځل عصري او ملي سیاسي ګوندونه، ازادې رسنۍ او فرهنګي مرکزونه جوړ شول، خو دا چې حکومت د خلکو مدني اعتراضونه نه شوای زغملی، نو اکثره مبارزین او روشنفکران د حکومت له خوا زنداني او غلي شول. خو د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون دغه وضعیت بدل کړ. نوي اساسي قانون په لومړي ځل د سیاسي ګوندونو او مدني سازمونو لپاره یو رسمي حقوقي او قانوني چوکاټ رامنځته او شرایط یې ورته وضع کړل.
په ولسي جرګه کې د سیاسي ګوندونو نوی قانون هم تصویب شو او د توشېح لپاره پاچا ته واستول شو، خو پاچا دغه قانون نه توشېح کاوه او تر پایه توشېح نه شو.
مترقي او روشنفکره افغانانو به له ګوندونو پرته ډیموکراسي یو بې پایلې عمل باله، د هاشم میوندوال مترقي ډیموکراټ ګوند غړو به له سیاسي ګوندونو پرته ډیموکراسي له هغې ګاډۍ سره تشبیه کوله چې اسپ پرې نه وي تړل شوی. همدارنګه د میوندوال د کابینې وزیر او د اساسي قانون د کمېسیون غړي سید شمس الدین مجروح بې ګونده ډیموکراسي له بې تېله موټر سره ورته بلله.(47)
سره له دې چې شاه د سیاسي ګوندونو قانون د نا معلومو دلایلو له مخې ځنډولی و، خو د بېلابېلو افکارو خاوندانو سیاسي ګوندونه جوړ او ښکاره فعالیتونه یې کول.
همدغه بې بندوباري سبب شوه چې په هېواد کې یو شمېر کیڼ اړخه افراطي جریانونه هم سر راپورته کړي، چې ښه مثال یې د خلق او پرچم کمونېست ګوندونه وو. د اساسي قانون په لسیزه کې په هېوادک ې لاندې ښي، کیڼ او منځلاري ګوندونه جوړ شول:
الف- خلق ډیموکراټیک ګوند: دغه ګوند چې چپي تمایلات یې لرل، د شوروي اتحاد له خوا د هغو افغانانو له خوا جوړ شو، چې زیاترو یې په شوروي کې زده کړې کړې وې او د شوروي تر اغېز لاندې وو.
د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د ګوند موسسې کنګرې د کابل ښار په څلورمې کارتې سیمه کې د نور محمد تره کي په کور کې خپله لومړنۍ غونډه وکړه چې لاندې کسانو په کې برخه اخیستې وه:
ادم خان ځاځي د غونډې د مشر په توګه، نور محمد تره کی، ببرک کارمل، صالح محمد زېری، محمد طاهر بدخشي، سلطان علي کشتمند، دستګیر پنجشېری، شهرالله شهیر، ظاهر افق، نور احمد نور، محمد اسماعیل دانش، ډاکټر شاه ولي، ډاکټر ظاهر، عبدالکریم میثاق، عبدالکریم شرعي جوزجاني، سلیمان لایق، اناهیتا راتب زاده، محمد حسن بارق شفیعي، نظام الدین تهذیب، عیسی کارګر ډاکټر درمانګر، قدوس غوربندي، باور شېرزی، هادي کریم او عبدالحکیم هلالي.
د خلق ډیموکراټیک ګوند د تګلارې په لومړۍ ماده کې راغلي وو: « دا ګوند د کارګرې طبقې عالیترین سازمان دی او ایډیولوژي یې پر مارکسېزم او لینېزم ولاړه ده.»
په دې توګه خلق ډیموکراټ ګوند په افغانستان کې لومړنی کمونېست ګوند و چې وروسته یې ډېرې تاریخي تېروتنې وکړې او د افغان مسلمانې ټولنې له سختو غبرګونونو سره مخ شو.
دغه ګوند د خلق په نوم یوه جریده هم خپروله چې ټولې پنځه ګڼې یې خپرې کړې. د خلق ډیموکراټیک ګوند د غړو ترمنځ اختلاف په ګوند کې د انشعاب سبب شو او د خلق او پرچم په نومونو دوه جلا څانګې جوړې شوې، د یوې مشري یې نور محمد تره کي او د بلې یې ببرک کارمل کوله.
خو په ۱۹۷۶ کال کې د شوروي په منځګړیتوب دواړه ډلې سره یو ځای شوې او دوه کاله وروسته یعنې په ۱۹۷۸ کال کې یې د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې یې د سردار محمد داوود خان جمهوریت نسکور او کمونېستي دولت یې تاسیس کړ.
ب- شعله جاوېد: دا هم یو چپي ګوند و چې د چین د ماوېستانو له خوا حمایه کېده او زیاتره غړي یې په هرات او بدخشان ولایتونو کې وو. شعله جاوېد د ډاکټر محمودي او اکرم یاري له خوا جوړ شو.
ګوند د (شعله جاوېد) په نوم یوه جریده هم درلوده او د افغاني کلتور خلاف خپرونې یې کولې. شوروي له چین سره د اختلاف له امله په شعله جاوېد ګوند او جریدې پسې ډېر منفي تبلیغات کول او حکومتي چارواکي به هم تل ورته په غوسه وو.
ج- اسلامي غورځنګ: دا یو کیڼ اړخی ګوند و، چې په ۱۹۶۵ کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د مشر غلام محمد نیازي له خوا جوړ شو. د دې ګوند زیاتره غړي هغه ځوانان وو چې په مصر کې یې زده کړې وې او د اخوان المسلمین د اسلام پاله ډلې له افکارو څخه اغېزمن شوي وو.
عبد رب رسول سیاف، مولوي حبیب الرحمن، ګل محمد، سید عبدالرحمن، موسی توانا، ګلبدین حکمتیار او برهان الدین رباني د دې غورځنګ غړي وو.
دغه سیاسي جریان د ګهیځ په نوم یوه جریده هم درلوده چې مدیر مسوول یې مولوي منهاج الدین ګهیځ و. په دې جریدې کې ډېر توند مضامین خپرېدل، خو یوه ورځ ناڅاپه د جریدې مدیر مسوول ترور شو او وروسته په ډاګه شوه چې په دې پېښه کې په کابل کې د شوروي سفارت لاس درلود.
ح- افغان ملت ګوند: افغان ملت ګوند په ۱۳۴۴ لمریز کال کې د غلام محمد فرهاد له خوا جوړ شو. افغان ملت یوازېنی ګوند دی چې د اساسي قانون په لسیزه کې جوړ شو او تر اوسه یې خپل موجودیت ساتلی دی. دغه ګوند د کورنۍ جګړو پرمهال په پېښور کې فعالیت کاوه.
د افغان ملت ګوند ایډیالوژي سوسیال ډیموکراسي ده او (خدای، وطن، ملت) یې اساسي شعار دی. د دې ګوند په تګلاره کې راغلي چې يو موټی ، خپلواک ، پرمختللی او لوی افغانستان یې ستره موخه جوړوي.
افغان ملت ګوند په ۱۳۴۵ کال کې د (افغان ملت) په نوم یوه جریده هم جوړه کړه چې د عبدالعلي ځاځي په مدیریت خپرېده او اوس هم فعاله ده.
د ګوند لومړنی مشر غلام محمد فرهاد او منشي یې استاد قیام الدین خادم و.
د- مترقي ډیموکراټ ګوند: دغه ګوند په ۱۹۶۵ میلادي کال کې د لومړي وزیر هاشم میوندوال له خوا جوړ شو. مترقي ډیموکراټ ګوند د مساواتو په نوم یوه جریده هم درلوده چې تر ډېره به یې د مشروطه نظام په پلوۍ خپرونې کولې.
د ویښ زلمیانو ګوند یو شمېر غړي هم له دې ګوند سره یو ځای شول، خو ډېر ژر یې ور سره پرېکون اعلان کړ. دغه ګوند ډېر دوام ونه کړ او ډېر ژر وپاشل شو.
هـ-ملي ستم: ملي ستم بل هغه سیاسي ګوند و چې د اساسي قانون په لسیزه کې د طاهر بدخشي له خوا جوړ شو. دا یو فاشېست ګوند و چې سخت پښتون ضد ا فکار یې لرل.
که څه د دې ګوند مشر طاهر بدخشي یو وخت په خلق ډیموکراټیک ګوند و، خو وروسته ترې بېل شو او ملي ستم ګوند یې جوړ کړ.
د دې ګوند تګلاره دا وه چې پښتنو د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې پر لږکیو ظلم کړی او باید حق ترې واخیستل شي، خو وروسته څرګنده شوه چې دغه ډول ګوندونه په افغانستان کې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د شوروي له خوا تمویلېدل، څو د افغانانو له قومي احساساتو په خپله ګټه استفاده وکړي.
ی- اتحاد ملي: دا د هېواد د یوه مشهور شاعر خلیل الله خلیلي له خوا جوړ شوی و، چې لومړنی نوم یې (زرنګار) و، بیا وروسته د اتحاد ملي) په نوم ونومول شو.
دغه ګوند به د پاچا په پلوۍ تبلیغات کاوه او د اتحاد ملي په نوم یې یوه جریده هم درلوده. محمد عثمان اسحق، عبدالحمید مبارز، ډاکټر امان الله رسول او ګل احمد فرید د اتحاد ملي ګوند مهم غړي وو.
پر دې سربېره، ډېر نور واړه ګوندونه هم وو چې فعالیتونه یې ډېر محدود او یا هم تر جوړېدو وروسته ډېر ژر له منځه لاړل.
په هر حال، له دې امله چې پاچا د سیاسي ګوندونو قانون توشېح نه کړ، سیاسي ګوندونو ته له هر ډول قید و شرط پرته د فعالیت زمینه برابره شوه.
د ګوندونو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه و او د تمویل د سرچینو په اړه یې هم پوښتنه نه کېده، بالاخره همدغه انارشېزم سبب شو چې چپي راډیکال جریانونه پیاوړي شي او د نظام په رګ رګ کې یې نفوذ وکړ.
په دې ډله کې خلق او پرچم چې د شوروي قوي ملاتړ ور سره و، هره ګړۍ په دې کار کاوه چې نظام څنګه نسکور او کمونېستي دولت تاسیس کړي.
۴- د لومړي جمهوریت تاسیس؛ یو ګوندي نظام
داوود خان د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶ مه د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې د شاهي نظام ټغر ور ټول او په لومړي ځل یې په افغانستان کې جمهوریت یې تاسیس کړ.
محمد داوود خان پارلمان منحل، اساسي قانون یې باطل، ازادې رسنۍ او سیاسي ګوندونه یې منع اعلان کړل. داوود خان په ۱۳۵۳ کال کې لویه جرګه را وغوښته او نوی اساسي قانون یې تصویب کړ.
په نوي اساسي قانون کې یو ګوندي نظام تصویب شو او یوازې د (ملي غورځنګ) په نوم ګوند ته چې دولتي ګوند و، د فعالیت اجازه ورکړل شوه.
د اساسي قانون په ۴۰ مه ماده کې راغلي وو:« د افغانستان د خلکو د سیاسي روزنې او اجتماعي غوښتنو د څرګندولو په منظور تر هغه وخته پورې چې دا هیلې ترسره کېږي او طبیعي ودې ته رسېږي، په هېواد کې به د ملي انقلاب د ګوند (ملي غورځنګ) په مشرۍ کوم چې د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ مې نېټې د مترقي او ولسي انقلاب بنسټ ایښودونکی او مخکښ ګوند دی، یوازې یو ګوندي سیستم واکمن وي.» د پخوانیو ګوندونو له ډلې یوازې خلق ، پرچم او شعله جاوېد خپل موجودیت وساته.
په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د چپي کمونېستي عناصرو له خوا د غوايي اومې کودتا په نتیجه کې د داوود خان جمهوریت ړنګ او پر ځای یې خلق ډیموکراټیک ګوند واګې په لاس کې واخیستې.
کمونېست نظام هم د داوود خان اساسي قانون لغوه اعلان کړ او خلق ډیموکراټیک ګوند په افغانستان کې یوازېنی سیاسي ګوند اعلان شو.
د کمونېستانو واک ته رسېدو او بیا د شوروي مستقیم یرغل په کور دننه او بهر کې د افغانانو سخت غبرګونونه را وپارول او د نظام پر وړاندې عمومي جهاد اعلان شو.
په دې وخت کې په داخل او بهر په ځانګړې توګه په پاکستان کې اسلامي ګوندونه جوړ شول چې د کمونېستي رژیم پرضد یې فعالیت کاوه.
په جهادي ګوندونو کې لومړني ګوندونه د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي وو، چې په پېښور کې تاسیس شول.
د ډاکټر نجیب الله د جمهوریت پرمهال د ۱۳۶۶ کال په اساسي قانون کې سیاسي ګوندونو ته په مشروط ډول د فعالیت اجازه ورکړل شوه.
د دې قانون د شپږمې مادې له مخې د «افغانستان د جمهوریت ملي جبهه» د ټولو سیاسي او ټولنیزو سازمانونو د یوه پراخ او همغږي کوونکي جوړښت په توګه معرفي شو، چې تقریبا د یو ګوندي نظام ښکارونديي یې کوله.
که څه هم په ۱۳۶۷ کال کې د قانون د ځینو موادو په تعدیلولو سره دغه ماده هم اصلاح شوه، خو په نظام کې د خلق او پرچم ګوندونو په حاکمیت سره بیا هم عملا په افغانستان کې یو ګوندي نظام واکمن و.
۵- له طالبانو وروسته نوی ډیموکراټیک نظام
د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د حامد کرزي د انتقالي حکومت پر مهال د ۱۳۸۳ کال په اساسي قانون کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ته د فعالیت او تاسیس اجازه ورکړل شوه. د نوي اساسي قانون له ازادیو څخه په استفادې، په تېره څه کم یوه نیمه لسیزه کې سلګونه واړه او لوی سیاسي ګوندونه جوړ شول.
که څه هم دغه ګوندونه د خپل نوم په سر کې د (ملي) مختاړی لري، خو زیاتره یې یا د جهاد د وخت میراث پاتې دي او یا هم د قومي او مذهبي تمایلاتو پر بنسټ جوړ شوي ګوندونه دي چې فعالیتونه یې تر یوې سیمې یا پلازمېنې پورې محدود دي. په افغانستان کې د لویو سیاسي ملي ګوندونو تشه ظاهراً پخوانیو جهادي ګوندونو ډکه کړې ده.
په تېرو څو کلونو کې افغانستان د یوه داسې ملي ګوند د جوړېدو شاهد نه و، چې د هېواد ټول قومونه پر ځان راټول، ملي ارمانونه او ملي ګټې د خپلې مبارزې محور وګرځوي. البته د دې ملي هدف په موخه ځینې سیاسي ګوندونه جوړ شوي، خو د بېلابېلو دلایلو پربنسټ یې فعالیتونه موسمي او افغانستان شموله نه دي. د سیاسي ګوندونو قانون چې په ۱۳۸۸ کال کې د ولسي جرګې له خوا تصویب شو، په سمه توګه نه دی تطبیق شوی.
له همدې خلا څخه په ګټې اخیستنې، په وروستۍ یوه لسیزه کې په هېواد کې ډېر داسې سیاسي او مدني سازمانونه جوړ شول چې د فعالیت قانوني جواز نه لري او د یوه ګوند قانوني شرایط یې نه دي پوره کړي. له بده مرغه په افغانستان کې اوس مهال د مډرنو ملي سیاسي ګوندونو تشه پخوانیو جهادي تنظیمونو ډکه کړې ده. دغه ګوندونه اکثره پر قومي بېس یا اساس ولاړ دي او د یوه عصري سیاسي ګوند په توګه، منظمه سیاسي او اصلاحي اجنډا نه لري.
په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو په اړه د (افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ) یوه نظر پوښتنه ښيي چې افغاني ګوندونه د کورنۍ جګړې محصول دي او افغانان له دغو ګوندونو ښې خاطرې نه لري.
همدارنګه دغه ګوندونه معیاري نه دي او له خپلې تګلارې سره سم عمل نه کوي. په افغانستان کې اوسني ګوندونه حتی سیاسي او ټولنیز پروګرامونه هم نه لري او ولسواکي یا ډیموکراسي د خپلو ګټو پر بنسټ تعریفوي.
په داسې حال کې چې سیاسي ګوندونه اوس په نړۍ کې د پراګماټیکو او خدماتي سازمانونو بڼه غوره کړې، د فیفا د څېړنې پر بنسټ په افغانستان کې برعکس د اوسنيو سياسي ګوندونو شتون په پارلمان، حکومت او ټاکنو کې د فساد د زياتوالي سبب شوي دي.
په دې هیله چې افغانستان هم ډېر ژر د نورو هېوادونو په څېر د ملي او افغانستان شموله سیاسي ګوندونو خاوند شي او حکومت د دې ډول ګوندونو جوړولو ته یو مناسب بستر برابر کړي.