لیکنه: نظیم سمون
د ترکیې اساسي قانون په ترکیه کې د سیاست او حکومت لپاره درې اصله ټاکلي دي: کمالېزم، سکولرېزم او مډرنېزم. د ترکیې سیاسي نظام پارلماني ډیموکراسي ده او ګڼ ګوندي نظام په کې چلېږي. له ۱۹۵۰ میلادي کال راهیسې په ترکیه کې محافظه کار ګوندونه پر حکومت واکمن دي. عدالت او پرمختګ ګوند چې په ترکیه کې د محافظه کار په نوم پېژندل کېږي، له نږدې یوې نیمې لسیزې راهیسې پر دغه هېواد واک چلوي.
ترکیه هم د نورو هېوادونو په څېر ګڼ شمېر لوی او کوچني سیاسي ګوندونه لري چې لوی ګوندونه به یې دلته په لنډ ډول وڅېړو.
۱- د عدالت او پرمختګ ګوند Justice and Development Party
ځانګړنې:
رسمي نوم: د عدالت او پرمختګ ګوند
په ترکي: Adalet ve Kalkınma Partisi
تاسیس: ۲۰۰۱
لنډیز: AK
ایډیالوژي: محافظه کاري
سیاسي پوزېشن: ښي منځلاری
رنګ: نارنجي
عدالت او پرمختګ ګوند په ۲۰۰۱ کال کې د رفاه اسلامپال، ډیموکراټ او مادرلېڼد ګوندونو د یو شمېر غړو له خوا تاسیس شو، چې مخکښ غړي رجب طیب اردوغان، عبدالله ګل، حسین سیلیک او بولینټ الینک وو.
رجب طیب اردوغان او عبدالله ګل د رفاه ګوند غړي وو، چې یاد ګوند په ۱۹۹۸ کال کې د ترکیې د اساسي قانون د محکمې له خوا د اسلامي فعالیتونو په تور منحل شو. که څه هم عدالت او پرمختګ ګوند په نړۍ کې د اسلام پال ګوند په توګه پېژندل کېږي، خو د دې ګوند مشرانو په رسمي ویناوو کې دغه څرګندونې رد کړې دي.
د دې ګوند یو غړی او د کابینې پخوانی وزیر حسین سیلیک وايي:« په غربي رسنیو کې زیاتره وخت د عدالت او پرمختګ ګوند ته د اسلامیست، نرم اسلامیست او اسلام ته متمایل کلمات استعمالېږي، خو حقیقت داسې نه دی او دا کار موږ خواشیني کوي. د عدلت او پرمختګ ګوند یو محافظه کار ډیموکراټ ګوند دی.»
همدارنګه په ۲۰۰۵ کال کې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان هم دغه ډول څرګندونې رد کړې. نوموړي وویل: « موږ یو اسلامي ګوند نه یو او د مسلمان-ډیموکراټ اصطلاحات هم ردوو، زموږ ایډیالوژي تر محافظه کارې ډیموکراسۍ پورې محدوده ده.»
د ګوند د غړو دغه څرګندونې ښايي له دې امله وي چې د ترکیې اساسي قانون په دغه هېواد کې د اسلام پاله سیاسي ګوندونو پر فعالیت بدیز لګولی دی. په وروستیو کې په ترکیه او سیمه کې د اسلامي ارزښتونو د پالنې او احیا په برخه کې د عدالت او پرمختګ ګوند دریځ څرګند دی، یاد ګوند اوس په ډاګه په اسلامي روحیه د ترکي ټولنې د اصلاح او رزونې لپاره هڅه کوي.
دغه ګوند په ترکیه کې د اسلامي فعالیتونو له امله څو ځلي د عدلي او قضايي ادارو له خوا تورن او له فشارونو سره مخ شوی دی. عدالت او پرمختګ ګوند د ۲۰۰۲ کال عمومي ټاکنې په ۳۴ سلنه رایو وګټلې او عبدالله ګل د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. دا په تېرو یولسو کلونو کې په ترکیه کې بې سارې ټاکنې وې، چې یوه نوي تاسیس شوي ګوند په غوڅ اکثریت عمومي ټاکنې وګټلې.
که څه هم د ګوند مشر رجب طیب اردوغان د دې منصب لپاره مستحق و، خو د هغه بندیز له امله چې د محکمې له خوا پرې لګېدلی و، پارلماني ټاکنو ته یې ځان کاندید نه شوای کړی.
اردوغان په ۱۹۹۸ کال کې کله چې د استانبول ښاروال و، د اساسي قانون د محکمې له خوا د رفاه ګوند د بندولو په غبرګون کې په سرت ښار کې یوې اعتراضیه غونډې ته په وینا کې دا شعر ووایه: مسجد مو سرباز خانه ده، ګنبد مو خولۍ ده، منار مو توره او ایمان مو سربازان دي.
اردوغان د دې څرګندونو له امله د محکمې له خوا پر لس میاشتې بند محکوم شو، خو تر څلور میاشتې بند تېرولو وروسته بېرته خوشې شو. نوموړی د خپلې عقیدې له وجې د استانبول د ښاروالۍ له څوکۍ لرې او پر سیاسي فعالیتونو یې بندیز ولګول شو. د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر کې د ټاکنو عالي بورډ د سرت ښار ټاکنې د بې نظمۍ او ګډوډۍ له امله باطلې اعلان کړې او د نوو ټاکنو د ترسره کېدو پرېکړه یې وکړه.
د ۲۰۰۳ کال په فبرورۍ میاشت کې په سرت ښار کې د پارلمان لپاره نوې ټاکنې ترسره شوې او اردوغان ته فرصت په لاس ورغی چې ځان کاندید کړي، نوموړي وکولای شول چې پارلمان ته لار پیدا کړي.
پارلمان ته د اردوغان په راتګ سره ګوند پرېکړه وکړه چې نوموړی د لومړي وزیر په توګه معرفي کړي. په ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته عدالت او پرمختګ په ترکیه په بنسټیزو اصلاحاتو لاس پورې کړ او د څلورو کلونو په موده کې یې د ترکیې د درې لسیزو خراب اقتصاد پر پښو ودراوه.
په ۲۰۰۴ کال کې د ترکیه د انفلاسیون کچه ۸،۸ سلنې ته راټیټه شوه چې دا په تېرو دریو لسیزو کې د ترکیې لپاره بې ساری پرمختګ و. د ۲۰۰۴ کال په سیمه ییزو ټاکنو کې هم عدالت او پرمختګ ګوند د ۴۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره خپل سیال یعنې د خلکو جمهوري غوښتونکي سکولر ګوند ته سخته ماته ورکړه.
د ۲۰۰۷ میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اردوغان د احتمالي کاندیداتورۍ په غبرګون کې د همدې کال د اپرېل میاشتې په ۱۴ مه نېټه په انقره کې نږدې ۳۰۰ زره کسان په لاریون لاس پورې کړ، لاریون کوونکو ادعا کوله چې اردوغان غواړي د ترکیې سکولر نظام له منځه یوسي.
اردوغان د اپرېل په ۲۷ مه اعلان وکړ چې د ګوند له پرېکړې سره سم د ۲۰۰۷ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته یې عبدالله ګل نوماند کړی دی، خو د ولسمشر د ټاکلو پر سر په پارلمان کې ناندرۍ سبب شوې چې په ترکیه کې له وخت مخکې عمومي ټاکنې تر سره شي.
تر ۲۰۰۷ کال پورې د ترکیې د اساسي قانون له مخې ولسمشر د اووه کلونو لپاره د پارلمان له خوا په دوه ثلثه رایو یعنې په ۳۶۷ رایو ټاکل کېده. همدا لامل و چې د عدالت او پرمختګ ګوند او جمهوري غوښتونکي سکولر ګوند د ولسمشر د ټاکلو پر سر سره موافقې ته سره نه رسېدل. اردوغان د دې بن بست د دایمي حل په موخه په اساسي قانون د ځینو تعدیلاتو وړاندېز وکړ، چې په دې ډول وو:
ولسمشر دې د پارلمان پر ځای د خلکو په عمومي رایو وټاکل شي؛
د ولسمشر د کار موده دې له ۷ کلونو ۵ کلونو ته راکښته کړای شي؛
ولسمشر ته دې دوه ځلي د کاندیداتورۍ چانس ورکړل شي؛
پارلماني ټاکنې دې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي؛
او د پرېکړو لپاره دې په پارلمان کې د نصاب حد له ۳۶۷ رایو څخه ۱۸۴ ته راټیټ کړای شي.
د ترکیې ولسمشر (احمد نجدت سزر) په قانون کې له تعدیل سره مخالفت څرګند کړ او د تعدیل یاده طرحه یې د اساسي قانون محکمې ته واستوله. محکمې په طرحه کې کومه قانوني نیمګړتیا ونه مونده او د تایید لپاره ټولپوښتنې ته وړاندې شوه، په پایله کې ۶۷ سلنه خلکو د اساسي قانون تعدیل ته موافقه رایه ورکړه.
که څه هم مخالفو ګوندونو د ۲۰۰۷ کال پارلماني ټاکنې تحریم کړې، خو له مهالوېش سره سم د ۲۰۰۷ کال د جولای په ۲۲ مه عمومي ټاکنې ترسره شوې. په دې ټاکنو کې عدالت او پرمختګ ګوند ۴۶،۶ سلنه رایې چې ۳۴۱ څوکۍ کېدې، ترلاسه کړې. ورپسې د اګست په ۲۸ مه ولسمشریزې ټاکنې هم ترسره شوې چې عبدالله ګل په کې ګټونکی شو.
عدالت او پرمختګ ګوند د ۲۰۱۱ کال پارلماني ټاکنې یو ځل بیا په لوی اکثریت وګټلې او په دې ټاکنو کې یې ۴۹،۸۳ سلنه رایې ترلاسه کړې. خو له ۲۰۰۱ کال را وروسته دغه ګوند په لومړي ځل د ۲۰۱۵ کال د جون د اوومې په پارلماني ټاکنو کې اکثریت له لاسه ورکړ. د داوود اوغلو په مشرۍ د ۲۰۱۵ کال په پارلماني ټاکنو کې د عدالت او پرمختګ ګوند ۴۱ سلنه رایې ترلاسه کړې، چې له ۵۵۰ څوکیو یې ۲۵۸ وګټلې.
عدالت او پرمختګ ګوند په دې ټاکنو کې د ترکیې په سیاسي نظام کې د ځینو بدلونونو هیله درلوده، چې اساسي موضوع له لومړي وزیره ولسمشر ته د ډېرو واکونو لېږدول وو.
که عدالت او پرمختګ ګوند دغه ټاکنې په لوی اکثریت ګټلې وای یعنې له ۵۵۰ سیټونو یې ۳۳۰ ترلاسه کړې وای، په اساسي قانون کې یې په اسانۍ تعدیلات راوستلی شول.
په ۲۰۰۷ کال کې د ترکیې په اساسي قانون کې له بدلون سره سم چې د ولسمشرۍ لپاره باید په هرو پنځو کلونو کې ټاکنې ترسره شي، د ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې. په دې ټاکنو کې د عدالت او پرمختګ ګوند مشر او لومړي وزیر رجب طیب اردوغان وکولای شول چې د ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.
د اردوغان تر کاندیداتورۍ مخکې ګوند عمومي کنګره راوغوښته او داوود اوغلو یې د مشر او لومړي وزیر په توګه وټاکه.
د ۲۰۱۱ کال پارلماني ټاکنو پایلې:
ګوند | د ګوند مشر او کاندید | ټولې رایې | سلنه | زیاتوالی | څوکۍ |
عدالت او پرمختګ ګوند | رجب طیب اردوغان | 21,399,082 | 49.83 | 3.25 | 327 |
د خلکو جمهوري غوښتونکی ګوند | کمال قلیچ دار اوغلو | 11,155,972 | 25.98 | 5.10 | 135 |
ملتپال غورځنګ ګوند | ډیولېټ باسچلي | 5,585,513 | 13.01 | 1.30 | 53 |
فلېستي ګوند | مصطفی کمالک | 543,454 | 1.27 | 1.07 | 0 |
عدالت او پرمختګ ګوند د ترکیې د خلکو په اسلامي روزنه کې هم مهم رول لوبولی دی او سکولر ډلې وېره څرګندوي چې که دغه ګوند په ترکیه کې پاتې شي، نو په ترکیه کې به د سکولرېزم ریښې له منځه یوسي. نړیواله مېډیا عدالت او پرمختګ ګوند د بهرني سیاست په برخه کې د نیو-عثمانېزم په نوم یادوي.
۲- د خلکو جمهوري غوښتونکی ګوند Republican People’s Party
ځانګړنې:
رسمي نوم: د خلکو جمهوري غوښتونکی ګوند
تاسیس: ۱۹۲۳
بنسټګر: مصطفی کمال اتاترک
لنډیز:CHP
ایډیالوژي: سکولرېزم، نشنلېزم، سوسیال ډيموکراسي
سیاسي پوزېشن: کیڼ منځلاری
رنګ: سور- سپین
د غړو شمېر: ۹۵۳،۴۱۶ (۲۰۱۳)
د ځوانانو څانګه:CHP Youth
د خلکو جمهوري غوښتونکی ګوند د ۱۹۱۹-۱۹۲۳ کلونو ترمنځ د ازادۍ جګړې پر مهال هغه وخت تاسیس شو، چې د ترکیې پارلمان له بېلابېلو ډلو څخه جوړ شوی و. د دې لپاره چې د پارلمان د غړو ترمنځ همغږي او د کار یووالي رامنځته شي، د مصطفی کمال په مشرۍ د «حقونو د مدافع ګروپ» په نوم یوه ډله جوړه شوه. د دې ډلې پر وړاندې په همدې نوم دویمه ډله هم جوړه شوه، خو دغه ډله په اقلیت کې وه. د ۱۹۲۳ کال په جنورۍ میاشت کې مصطفی کمال اعلان وکړ چې لومړۍ ډله تر دې وروسته د (خلکو ګوند) په نوم خپل فعالیتونه پر مخ بیايي.
په ۱۹۲۴ کال کې د ګوند یو شمېر غړي د بېلابېلو لاملونو له مخې له ګوند څخه ووتل. له دې ډلې شیخ سعید د «جمهوري غوښتونکی مترقي ګوند» په نوم نوی ګوند تاسیس کړ. د دې ګوند تر جوړېدو وروسته د خلکو ګوند نوم د خلکو پر جمهوري غوښتونکي ګوند بدل شو.
د جمهوري غوښتونکي مترقي ګوند عمر ډېر لنډ و او په ۱۹۲۵ کال کې د ګوند مشر شیخ سعید د ترکیې په ختیځ کې په بغاوت لاس پورې کړ. تر دې پېښې وروسته یاد ګوند د کمال اتاترک د وژلو او بغاوت په تور وتړل شو او یو شمېر غړي یې زندان ته واچول شول.
له ۱۹۲۵ څخه تر ۱۹۴۶ کال پورې په ترکیه کې یو ګوندي نظام حاکم و، تر دې چې په ۱۹۴۶ کال کې د ډیموکراټ په نوم دویم ګوند جوړ شو، خو دغه ګوند هم د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې بند او غړي یې بندیان شول.
د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند د ۱۹۴۶ کال ټاکنې په غوڅ اکثریت وګټلې. خو د ۱۹۵۰، ۵۷، ۶۱، ۶۵ او ۶۹ کلونو ټاکنې یې پرلپسې بایلولې.
د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۷ ټاکنې یې بیا وګټلې، خو له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې یې یو ځل یې هم ټاکنې ونه ګټلې.
کال | د ګوند مشر | رایې | سلنه | څوکۍ |
1946 | عصمت انینو | نامعلومې | 85% | 397 |
1950 | عصمت انینو | 3,176,561 | 39.45% | 69 |
1954 | عصمت انینو | 3,161,696 | 35.36% | 31 |
1957 | عصمت انینو | 3,753,136 | 41.09% | 178 |
1961 | عصمت انینو | 3,724,752 | 36.74% | 173 |
1965 | عصمت انینو | 2,675,785 | 28.75% | 134 |
1969 | عصمت انینو | 2,487,163 | 27.37% | 143 |
1973 | بولنټ اجویت | 3,570,583 | 33.3% | 185 |
1977 | بولنټ اجویت | 6,136,171 | 41.38% | 213 |
1995 | دنیز بایکال | 3,011,076 | 10,71% | 49 |
1999 | دنیز بایکال | 2,716,096 | 9,91% | 0 |
2002 | دنیز بایکال | 6,114,843 | 19,39% | 177 |
2007 | دنیز بایکال | 7,300,234 | 20,88% | 112 |
2011 | کمال قلیچ دار اوغلو | 11,155,972 | 25,98% | 135 |
۳- ملتپال غورځنګ Nationalist Movement Party
ځانګړنې:
رسمي نوم: نشنلېست غورځنګ / په ترکي: Milliyetçi Hareket Partisi
تاسیس: ۱۹۶۹
بنسټګر: الپرسلان ترکس
لنډیز:NHP
ایډیالوژي: ترکي نشنلېزم او پان ترکېزم
سیاسي پوزېشن: ښي
رنګ: سپین-سور
د غړو شمېر: ۳۶۳،۳۹۳ (۲۰۱۳)
نشنلېست غورځنګ په ۱۹۶۹ کال کې د ترکي ملتپال سیاستوال (ترکس الپرسلان) له خوا تاسیس شو. دغه ګوند د «جمهوري غوښتونکي کلیوال ولس ګوند» له ادغام څخه چې په ۱۹۶۴ کال کې د الپرسلان له خوا جوړ شوی و، رامنځته شو. په ۱۹۸۰ کال کې د پوځي کودتا په ترڅ کې دغه ګوند د نورو ګوندونو په څېر وتړل شو. په ۱۹۸۳ کال کې یې د محافظه کار ګوند په نوم بېرته فعالیت پیل کړ، په ۱۹۸۵ کال کې یې نوم پر نشنلېست بدل شو، خو په ۱۹۹۲ کال کې یې بېرته پخوانی او لومړنی نوم خپل کړ.
دې ګوند د ۲۰۱۱ کال په پارلماني ټاکنو کې دیارلس سلنه رایې ترلاسه کړې وې، چې تر عدالت او پرمختګ او د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند وروسته یې درېیم مقام خپل کړ. د لویې ملي اسمبلې (پارلمان) په اته دورو ټاکنو کې د ننشنلېست ګوند رایې په لاندې جدول کې کتلی شئ:
د ټاکنو کال | د ګوند مشر | رایې | سلنه | څوکۍ |
1969 | الپر سلان ترکس | 274,225 | 3.02% | 1 / 450 |
1973 | الپر سلان ترکس | 362,208 | 3.38% | 3 / 450 |
1977 | الپر سلان ترکس | 951,544 | 6.42% | 16 / 450 |
1995 | الپر سلان ترکس | 2,301,343 | 8.18% | 0 / 550 |
1999 | ډیوېټ بشالي | 5,606,634 | 17.98% | 129 / 550 |
2002 | ډیوېټ بشالي | 2,629,808 | 8.35% | 0 / 550 |
2007 | ډیوېټ بشالي | 5,001,869 | 14.27% | 71 / 550 |
2011 | ډیوېټ بشالي | 5,585,513 | 13.01% | 53 / 550 |
د ترکیې نور ګوندونه:
د خلکو ډیموکراټ ګوند – Peoples’ Democratic Party
د سولې او ولسواکۍ ګوند – Peace and Democracy Party
اناتولي ګوند – Anatolia Party
ملت او عدالت ګوند – Nation and Justice Party
مترقي ډیموکراټ ګوند – Democratic Progress Party
ټاکنې په ترکیه کې
په ترکیه کې د لویې ملي اسمبلې (ولسي جرګې) لپاره عمومي ټاکنې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي. په ترکیه کې پارلماني ټاکنې د تناسبي یا سهمیه يي سیستم پر بنسټ تر سره کېږي.
له ۲۰۰۷ کال مخکې په ترکیه کې د لویې اسمبلې ټاکنې به په هرو پنځو کلونو کې یو ځل ترسره کېدې، خو په ۲۰۰۷ کال کې په اساسي قانون کې تر تعدیل وروسته اوس په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.
د اساسي د نوې اصلاحیې پربنسټ د ولسمشرۍ ټاکنې هم په هرو پنځو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي، په داسې حال کې چې تر ۲۰۰۷ کال مخکې د ولسمشر د کار موده هم اووه کاله وه.
په ترکیه کې هغه سیاسي ګوندونه چې په ملي کچه په ټاکنو کې ۱۰٪ رایې ترلاسه کړای شي، کولای شي چې په همدې تناسب په پارلمان کې څوکۍ ترلاسه کړي.
د «سیاسي ګوندونه او ګوندي نظامونه» له کتاب څخه