لیکوال: رازمحمد نورزی پکتیاوال
ډالۍ
پاک نفسه سیاست مینه والو ته
ابسولتیسم – Absolutism : هغه تیوري چې حاکم د مطلق واک څښتن بولي، ابسولو په مانا د مقصد او مطلق ته وايي او د ابسولوتیسم یا مطلقه حکومت په مانا دي او په ټولنه کې د مطلق العنان شخص چې یو نفر دي د حکومت د ریاست چاري پر مخ وړل کیږي، په دغه ډول حکومت کې دزمامدار یا زعیم حقوق او قدرت نامحدود دي.
اپیس کوپالیسمEpiscopalism – : یو مسلکي نوم دي چې په ۱۶ پیړۍ کې په اروپا کې منځ ته راغلو. دغه مسلک ژان کالون فرانسوي تئولوژیست ته منسوب کیږي، هغه په سلطنت تکیه نکوله او په دې عقیده وو چې روحاني قدرت پر جسماني قدرت باندې زوراور دي، په ټولیز ډول برتري یا حاکمیت پرې لري.
آتاشه(آتشه) – Attaché : (سفارت پسې تړلی)، هغه ډیپلوماټ چارواکی چې یو سفارت پسې تړلی وي د یو سفارت څخه په یو ښار کې یا پخپله سفارت کې د یو خاص ماموریت لپاره ټاکل کیږي او د سفارت چاري پر مخ وړي، لکه تجارتي آتاشه، تحصیلي آتاشه، فرهنګی آتاشه
آپتي میسم – Optimism : ښې راتلونکې یا ژوندانه ته هیلي درلودل او په خوش بیني یا حُسن ظن باندې عقیده درلودلو ته وايي، دغه ډول اصطلاحګاني غالباً هغه اصطلاحاګانو سره ملحق کیږي چې اصلي سیاسی مرامونه یا هدفونه ولري.
اپورتونیسم – Opportunism : دا یو ډول مسلک دي چې ددې مسلک طرفداران په سپیډ یا سرعت سره ځکه د خپلو عقیدو یا نظرونو فکرونو کې تغییرات راولي چې سیاسي وضع یا د رژیم زمامدار یا زعیم تغییر کوي نو ددې مسلک خلک د خپلو شخصي ګټو پخاطر ډیر ژر تغییر کوي دغه ډول مسلک ته اپورتونیسم وايي.
اپولوژیسم – Apologism : د یوې قبیلي نوم دی چې ورته اپولوژیستان هم وايي په ۱۷ پیړۍ کې په انګلستان کې د داخلي جنګونو په وخت کې هغو خلکو ته چې د ظالم قاتل پادشاه پر وړاندې به درېدل هغوی ته د مقاومت حق ورکولو ته هم همدا اصطلاح په کار وړل کیده او همدارنګه د مسیحیت د فلسفي د پېل په دورو کې هغوی چې د مسیحیت پر وړاندې د استدلال مخالفین وو هغوی ته هم اپولوژیستان ویل کیدل .
اتوریتاریانیسم – Authoritarianism : د قدرت تمرکز کولو فلسفه یا استبداد: دا د هغه ډول حکومت مسلک دي، چې په هغه کې د خلکو آزادي د دولت د قدرت لاندې راځي یا ددولت د قدرت تحت الشعاع راځي یا په بل عبارت د خلکو یا شخصي یا فردي آزادي د دولت د قدرت تر چتر لاندې راځي، چې دوی نور واک نلري هر څه چې ورته ویل کیږي هغه به مني دغه ډول حکومت ته اتوریتاریانیسم یا استبدادي حکومت او یا متمرکزه قدرت لرونکی حکومت ویل کیږي.
اتوکراسي – Autocracy : مطلقه حکومت یا استبدادي حکومت او یا هم مستقله حکومت : دا هغه ډول حکومتي سیسټم ته وايي چې ټول واکونه یا قدرتونه د زمامدار یا زعیم په لاس کې وي.
اریستوکراسي – Aristocracy : اشرافي حکومت یا اشراف سالاري: دا هغه ډول سیسټم یا د حکومت کولوله ډولونو څخه دي چې په هغه کې قدرت یا واک او څارنه یا نظارت د ځینو لږکیو اشرافیانو په لاس کې وي دې ډول حکومت ته اریستوکراسي یا اشراف سالاري نظامونه وايي.
اریستوکرات – Aristocrat : اشراف یا د اشرافي حکومت طرفدار : دا هغه خلک دي چې د اشرافي نظام یا حکومت غړی وي او یا يې غوښتونکی او یا طرفداره وي.
Aristocrat: د اشرافي نظام طرفدار یا نجیب زاده
اسکولاسټیک – Scholastic : مدرسه یی یا مکتبي یا د منځنیو پیړیو تحقیقي یا څیړنیزو لارو پیروان: د منځنیو پیړیو د حکماوو فلسفه یا حکمت چې د چا له طرفه به په مدرسو کې په درس یا سبق ورکولو مشغول وو ورته اسکولاسټیک ویل کیدلو، ددغه حکماوو فلسفې ته مدرسیون یا د مدرسو اصحاب هم ویل کېدو، ډیری برخه يې دیني اړخونه لرل، ددغه مکتب له مهمو فلاسفو څخه د آپلار، تامس داکن، ګیوم داکن او آنسلم سُنت کولای سو یادکړو.
اسکې بیسم – Escapism : د تېښتي په مانا دي او مطلب يې دا دي چې په اجتماعي کارونو کې د شرکت نکولو او یا د دولتي پُسټونو څخه امتناع یا ردونه یا هم انکار کول او یا د حکومت په اموراتو کې نه ګډون کولو ته اسکې بیسم یا د تېښتي مسلک وايي.
اکسپانسیونیست – Expansionist : انبساط یا توسعه طلبان: د توسعي یا انبساط یا غځېدني طرفداران چې د هېواد د ځمکي (اراضي ) غځېدل غواړي د نظامي فتوحاتو یا اقتصادي او نورو لارو چارو په واسطه .
الیګارشي – Olygarichie – Oligarchy : د معدوده یا لږکیو اغنیاوو یا د لږکیو بډایانو حکومت: داهغه ډول حکومت ته وايي چي د څو نفرو په واسطه اداره شي او ټول واک د څو لږکیو اغنیاوو یا بډایانو په اختیار کې وي.
امپریال – Imperial : ټولواکمني، امپراطوري ، شاهنشاهي
امپریالیسټ – Imperialist : د امپراطورۍ طرفداره، د ټول واک غوښتونکي
امپریالیسم – Imperialism : انحصار طلبي:دانحصار اونورو لارو څخه هیوادونه تر اثر لاندې راوستل، داسې یو ډول سیاست په لاس کې نیولو سره چې هیواد تر امپراطورۍ پوري ورسوي او یا د ورته قلمرو حفظول چې وجود ولري ورته نړۍ خوړونکي استعمارګر هم ویل کیږي.
ــــــ د امپریالیستي هېواد له بهره د داسې سیاست په لاس کې نیولو سره چې د سیاسي وسیلو څخه استفاده وشي تر څو اقتصادي اړخونه لاس ته راوړي، داسې ډول حکومت ته امپریالیزم وايي.
اګوئیسم – Egoism : ځانمنی، په ځان مینتوب، ځان ته غره والی په مانا دي ځیني خلک په دې عقیده دي چې انسان طبیعتاً په ټولو ځایونو کې او ټولو وختونو کې اساساً ځان ته غره دي، نو پر دې اساس زمامدار یا زعیم باید اګوئیسټیک فکر او انګیزه باید ولري، یعني ځان ته غره او کره باید وي او خپله خبره باید ومني.
ــــــ د ماکیاولي د فلسفي له اصولو څخه یو اصل دي چې عبارت دي له ځان پرستی ځان ته کره او غره توب باندې عقیده درلودلو ته وايي چې اګوئیسم نوم يې نړۍ کې ځان ته خپل کړی دي.
آنارشي – Anarechie – Anarchy : بې حکومتي – بې قانوني – هرج او مرج ، ګډوډي، بې نظمي، سیاسي بی ترتیبي، د خلکو خپل سري، ځان ځاني، اغتشاش دا کلمه په یوناني ژبه کې (بې حکومتي) مانا لري او هغه ډول حکومت ته ویل کیږی چې زعیم ونلري ځان ځاني وي هر څوک پخپل سر هر څه چې وغواړي هغسي کوي، زور په کمزوري باندې حکومت کوي.
آنارشیسټ – Anarechiste – Anarchist : د ګډوډي طرفدار او یا هم هرج او مرج طلبه شخص ته ویل کیږي.
آنارشیسم – Anarechisme-Anarchism : هغه نظریه چې وايې هر ډول حکومت بد وي، د ګډوډۍ طرفداري، ددهشت رامنځ ته کولو یا ددهشت ګرې طرفداره، هرج او مرج جوړول غوښتل، د آنارشیسم مسلک خاوندان په دې نظر دي چې یوازینی لامل د ټولو اجتماعي بدبختیو کړاونو او مصیبتونو همدغه حکومت دي.
انترناسیونال – International : نړیوال، بین المللي.
انټرناسیونالیسم – Internationalisme- Internationalism : په دې باندې عقیده درلودل چې عمومي بین المللي مصالح رعایت او حفظ شي، بین المللی احساسات هم ورته ویل کیږي، د ناسیونالیسم پر وړاندې کارول کیږي او عبارت دي له دي چې؛ زمونږ د نړۍ هیوادونو تر منځ همکاري اتفاق، اتحاد ته وايي تر څو په نړیواله سطحه سوله او آرامي رامنځ ته شي.
ــــ دا یو داسې نظریه دي چې د نړۍ د ملتونو تر منځ همکاري ، ګډ مسؤلیت، اتحاد یووالی په داسې یو حد سره چې وکولای سي یو نړیوال حکومت منځ ته راوړي یا وزیږوي ته انټرناسیونالیسم وايي.
انټلکټوال – Intellectual Intellectual تلفظ انټلیکچول: روښان فکر، هوښیار، ځیرک، پوه، عاقل
انټلکټوالیسم – Intellectualisme- Intellectualism عقلیه فلسفه (عقل ګرايي): د قریحه (بیداري) ذکاوت اصالت(جنتری) (تعلیم یافته خلک او د تربيې څښتنان) مکتب دي او پر دې باندې عقیده لري چې علم د عقل څخه پیدا شوی او عقل د دانش او پوهي سرچینه او د حقیقت کشفوونکی دي، یا علم په واقعیت سره یوازې د قریحه (بېداري) او ذکاوت سره منځ ته راځي.
اندوستریالیسم – Industerialisme- Industrialism صنعتي سیسټم، صنعت پالنه: صنعتي کیدل د انسان په ژوند کې د صنعت رواجیدل د کارخانو او ماشینونو منځ ته راتلل او صنعت ته اهمیت ورکولو ته اندوستریالیسم وايي.
نور په بله برخه کې…