سیدجیلاني جلان د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو خیرمېنې په کلي کې په کال ۱۳۶۲ لمریز لیږدیز کې زېږېدلی دی. ښوونځی یې د لرې پښتونخوا په کرمه ایجنسۍ کې لوستی، د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې یې د پښتو ژبې ادبیات لوستي دي.
جلان کابو۱۲ کاله کیږي چې شاعري او لیکوالي کوي، په ۱۳۷۸کال کې يې د پکتیا ولایت د اریوب ځا ځیو په ولسوالۍ کې د ځاځي بابا ادبي ټولنې بنسټ کېښوده. چې تر اوسه نوموړې ټولنې سلګونه شاعران او لیکوالان روزلي دي او ګڼ شمیر کتابونه او مجلې یې خپرې کړي او سلګونه غونډې یې جوړې کړې دي.
جلان دوه شعري ټولګې لري چې لومړي شعري ټولګه یې (دګلپاڼو اتڼ) په ۱۳۸۶کال چاپ شوه او د ډيرو میناوالو په غوښتنه په ۱۳۸۷لمریز لیږدیز کال نوموړې شعري ټولګه ددوهم ځل لپاره چاپ شوه دوهمه شعري ټولګه یې ( د هېندارو دره ) نومیږي.
ددې تر څنګ د جلان ډير شعرونه د هیواد خوږژبي سندرغاړې جاوید امیرخیل په خپل غږ کې ویلي چې د هیوادوالو د خوښې وړ ګرځیدلي دي. جلان د مطبوعاتو په برخه کې کابو له ۱۰ کالو راهسي کار کوي
د جلان د ګلپاڼو اتڼ کتاب په ۱۳۸۷ لمریز لیږدیز کال کې د افغانستان د کارپوهانو نړیوالې ټولنې لخوا په افغاني ادبیاتو کې یو ابتکاري کتاب او یو نوښتګر شاعر په حیث نړیواله جایزه واخیسته او همدارنګه د ژوند ګروپ لخوا ښاغلي جلان ته د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د افغانستان د غوره شاعر په حیث د سرو زرو مډال او ستاینلیک ورکړل شو.
جلان د شعر ترڅنګ لنډې کیسې ، ادبي څیړنې او مقالې هم لیکي ، په ټولنیزو رسنیو کې انتقادي لیکنې او د ادب په بیلا بیلو برخو کې لاس لري.