• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

سید حبیب وقار

Home څېرهسید حبیب وقار
سید حبیب وقار

سید حبیب وقار

پېژندنه

حبیب وقارژور نالېست، ژباړن او لیکوال سيدحبيب وقار په ۱۳۶۰ لېږديز لمريز كال د وردګو ولايت د چك ولسوالۍ د امانكي په كلي كې زېږېدلى.

نوموړی په درې كلنۍ كې د خپل پلار له نعمت څخه بې برخې شو او پاته ژوند يې له مور، څلورو وروڼو  او دوو خويندو سره؛ د خپلې مور او مشر ورور په زيار او هڅو له ډېرو ستونزو او كړاوونو سره تېر كړ.

 

زده کړې

سید حبیب وقار لومړنۍ او منځنۍ زده كړې د مېدان وردګ ولایت د چك ولسوالۍ په حضرت عمر فاروق لېسه كې په ۱۳۷۹ لمريز كال كې بشپړې كړې او وروسته  په ۱۳۷۳ لمريز کال د كابل پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي د لېسانس سند واخيست.

 

شخصي ژوند

حیب وقار او کورنۍ یېپه ۱۳۸۴ لمريز كال كې یې په خپل ولايت كې واده وكړ چې اوس د څلورو اولادونو اېمل، ملالۍ، صفيې او الیاس پلار دی. تر دې وړاندې له خپلې كورنۍ سره په وردګو كې اوسېده خو د ۱۳۸۷ لمريز کال د لېندۍ له مياشتې وروسته د دندې او بوختياوو له امله كابل ته راغلی چې تر اوسه کابل کې اوسېږي.

 

دندې

د پوهنتون د زده كړو په مهال په كابل كې د دوو کلونو لپاره د ډيوې مجلې دخبریالۍ دنده ترسره کړه. له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو په كميسيون كې د يو كال لپاره د رتبو او معاشونو په اداره كې کار وکړ، بیا  يې د نېشه‌ يي توكو له وزارت سره د نېشه‌ يي توکو د له منځه وړلو په دفتر کې د دوو كلونو لپاره د عامه پوهاوي د مسول په توګه دنده ترسره كړه. په ۱۳۸۶ لمريز كال كې يې له ارادې ورځپاڼې سره د اېډېټور په توګه دنده پيل كړه چې ورسره يو ځاى يې د باختر له اونيزې سره هم په همدې برخه كې كار كاوه. د يو کال له پاره د خبريال وېبپاڼې همکار و چې له کابل څخه به يې ليکنې په ليکه کولې. په اراده ورځپاڼه او باختر اوونیزه کې له دوه کلونو کار وروسته د ۱۳۸۸ لمريز كال په جوزا كې باختر آژانس ته لاړ، چې په باختر آژانس كې د خبريال او په سرنوشت ورځپاڼه کې د ليكوال په توګه د يو كال لپاره پاتې شو.

ښاغلي وقار د بي بي سي راډيو په تعليمي څانګه، د چاپي مطبوعاتو په برخه کې د پښتو برخې د مسوول او اېډېټر په توګه د پنځو کلونو له پاره کار وکړ. د بي بي سي د تعليمي خپرونو د کار تر څنګ د الفتح اونيزې مسول مدير هم و چې په کابل کې خپرېده.

ښاغلی وقار  اوس په کابل کې د بېړنيو مرستو او پراختيا په موسسه کې د ۲۰۱۵ م کال د پارلماني ټاکنو د ځانګړې وېبپاڼې د اېډېټور په توګه کار کوي او تر څنګ يې د لومړيتوبwww.lomritob.com   وېبپاڼې همکار دی.

 

اثار

د ليسې په يوولسم ټولګي کې په زده کړو بوخت و چې د معيوبينو په اړه يې لومړۍ ليکنه د معيوبينو په مجله کې په ۱۳۷۸ لمريز کال خپره شوه. مجله په ليسه کې ووېشل شوه او د ليکنې له امله ډېر وستايل شو. همدا يې د ليکنو پيل شو.چې له هغه وروسته یې ادبي او علمي اثار  ژباړلي او خپاره کړي دي

 

  1. بلوغ او د هويت ستونزه ( ژباړه):

حبیب وقار ژباړه(اروا پوهنه)  كتاب چې په ۱۳۸۵ لمريز كال كې د دانش خپروندويې ټولنې له خوا د چاپ په ګاڼه سمبال شوى دى.

 

 

 

 

 

 

 

  1. وروستۍ پاڼه ( ژباړه):

image01د امريكايي ليكوالو لنډې کيسې چې په ۱۳۸۸ لمريز کال کې د ختيزې سيمې د ليکوالو د ټولنې له خوا چاپ شوی.

 

 

 

 

 

  1. زه ملاله يم( ژباړه):

زه ملاله يمد ملالې يوسفزۍ د ژوند کيسه، د پاکستان پېښې او جګړې، په ۱۳۹۳ لمريز کال د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شو.

 

 

 

 

 

 

  1. په سلګونو مقالې او راپورونه په برېښنايي پاڼو او همدارنګه په چاپي خپرونو كې خپاره شوي دي.

چاپ ته تيارې ليكنې او ژباړې:

  1. پرمختللې عکاسي، ژباړه
  2. ټولنيزې رسنۍ، ژباړه
  3. څپېړه، ياددښتونه او کيسې، ليکنه
  4. څنګه ژباړه وکړو، ليکنه

 

لاسته راوړنې

په ۱۳۹۳ لمريز کال د کابل ادبي بنډار له خوا د همدې کال د (غوره ليکوال) مډال ورکړل شو.

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022