• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

سیلانیتوب

Home اقتصادسیلانیتوب

سیلانیتوب

لیکنه: ګیتي صدیقي

سیلانیتوب یا توریزم د هر هیواد فرهنګي، اقتصادي او تاریخي پـــیژندنه ده. توریزم بې زیانه ګټه ده چې هغه مهال یې لاسته راوړی شو چې د دې صنعت په شرایطو، لاملونو او ځانګړتیاوو سره پوره بلد وو. او د دې صنعت د پراختیا لپاره پوره هڅه وکړو.
اوس په نړی کې په میلونونو سیلانیان یا توریستان ګرځي، چې د دوی ګرځیدا او ســیاحت سیلانیتوب ته د ڼړیوال دود په توګه وده ورکوي. افغانستان په وچه کې پروت دی چې پر دې سربیره توریزم ته ښه لارې چارې برابرولای شي. خو په دې شـرط چې ورته سم او بشپړ امــــکانـات برابر شي. په دې مقــاله کې د سیلانیتوب، د سیــلانیتوب ډولونه، د افغانــستان توریســتي-جغرافیایي ویش، توریستي امکانات او په اوسنیو شرایطو کې سیلانیتوب په اړه بحث کوو.

لنډیز
توریزم د نوې صنعت په توګه د نړی بیلابیلو هیوادونو کې شتون لري. د نړی په هیوادنو کې سیلانیان یا توریستان ګرځي او راګرځي.په پرمختللې هـــیوادونو کې خورا ډیر ارزښــت لري، ځـــکه چې دوی ته د سیلانیتـــوب لارې چارې برابرې دي. په افغانــــستان او د دغه هیواد په شانته هیوادونو کې هم لږ لږ په کاریدنه یې پیل کړې ده.
افغانستان ته هم د دې صــــنعت وده او پراخــــتیا تر یو شمیر نورو صنعتي بوختیاوو، آسانه او ګټوره ده. توریستي چوپړتیاوې لکه د ترانــــسپورت سمبالول، د هوټلونو او توریستي مرکزونو تنظیمولو، په مناسبه توګه د سیمه ایزو محصولاتو وړانــدې کول، د کار پــوه کادرونو په کار ګمـــارل او په دې تـــوګه نورې چارې د توریستي چوپړتیاوې په سر کې یادول اړین بولم.
همدغه توریســـــتي مناســـبې امکانات دي چې توریـــزم صنعت د ودې سره پوره مرسـته کولای شي. په افغانستان کې هم دغه صنعت د ودې ځواک لري. دغه هیواد په بیلابـیلو جغرافیایي حوزو کې د توریستي جاذبې لري، چې د سیلانیتوب د چوپړتیاوې په مرسته وده کوي.
په پای کې ویلای شوچې، په افغانستان کې توریزم ته پاملرنه د ملي عاید د لوړتیا او زیات شــ-میر وګړو ته زمینه برابرولای شي. د توریزم صــــنعت لپاره مناسبه بودیجه او مسلکي کادرونه ورزول شي، ترڅو دغه صنعت په لوړه کچه وده وکړي.
لغات او اصطلاحات: سیلانیتوب، سیلانیان، توریزم، توریستان، تاریخي آثار، توریستي چوپړتیاوې

سیلانیتوب
یا د دایرې څخه اخیستل شوې ده او د ګرځېــــدلو او(Tornare) تور لاتینه کلمه ده چې د یوناني کلمې
په مانا کارول کیږي، چې په ټوله بیا ورته هغه دایروي څرخیدل ته وایي چې بیرته اصلي یا د پیل نقطې ته ورسیږي.
په زیاتو ختیزوادبیاتو، قاموسونو او ډکشنرونوکې توریزم د نړی پرمخ یون په مانا یاد شوي دي( ۱۱:۱).
توریزم یعنې سفر د تفریح او خوند اخستلو په موخه چې بیـــرته خپل اســـــتوګنځي ته راوګرځي. نو هغه څوک چې دغه ســـفر کوی ورته توریســت، سیلاني او په دري کې ورته جهان ګرد وایي. په عربي کې سیاح او په انګلیسي ورته توریست کلمه استعمالیږي.
او یا آریایانو توریست هغه چا ته ویل چې د خــپل توان نوې کولو، د ځان بیا آماده کولو او د ستړیا د رفع کولو لپاره د نویو سیمو، نویو ټولنو او وګړو نویو منظرو او نویو پدیدو د پیژندلو لپاره د مسافرت او تللو چاره ترسره کوي (۱۳:۱).
د سیلانیتوب نړیوال سازمان وایي هغه څوک چې د یوې شیبې څخه زیات او تر یوه کال لږ وخت له پاره خپل د اوسیدلو ځای د سیلانیتوب، خوند اخیستلو او تفریح کولو په موخه د نویو سیمو، نویو منـــــــظرو د کتلو د تاریخي آثارو د لیدلو، د سوداګریزو د نندارتونو د کتلو لپاره مسافرت کوي، سیلاني بلل کیږي. په ټوله بیا د سیلانیتوب نړیوال سازمان له نظره سیلانیــــتوب هغه یون او یا ســـفر دی چې یو څوک د خپل ژوند د اصلي ځای او چاپیریال په لور لاړ شي او تر ۲۴ ساعته زیات او تر یوه کاله کم وي.

د سیلانیتوب ارزښت په ژوند کې
انسان یو بې پروا موجود دی چې تل یې خوشحالې شــــیبې له منځه وړې ده. دا بې پروایي کله عمدي او کله هم په ناپوهي کې ترسره کیږي. انسانانو هیځ کله ژوند ته په سمه توګه پام نه ده کړې. تل په ورځینو کارونو بوخت دي او خپل تفریح او خوند یې لارې یې له منځه وړې ده.
دا زموږ ژوند دی باید تل ترې خوند واخلو. ژوند موږ ته صبر نه کوي او شیبه شیبه زاړه کیــــږو. موږ یوازې اوس مهال په لاس کې لرو. تیره زمانه تیره شوه او راتلونــــــکې هم زموږ له توانه وتـــلې ده. د خوندورو خاطرو د حاصلولو لپاره او یا هم د بې پروایي له امله د ناسمې بوختیا په وسیله یې تیروو. دا موږ یو چې ژوند بدلولای شو. د ژوند د بدلولو لپاره چاپیریال بدلول اړین دي. که یو بیـــلګه درکړم. کله چې په یو خونه کې یوازې پاتې شئ، او که یوازې هم نه وئ خو تل په یوه خونه کې ناســته پاسته ولرئ. څه احساس لرئ؟ ګوندې تاسې داسې ځواب راکړئ، زړه چاودې. هو تاسې ســــــــره همغږې یم. د زړه چاودنه.
ټول انسانان توریســــت یا سیلانیان دي ځکه چې موږ د چاپیریال بدلولو ته اړتیا لرو. هغه توریستان چې توریزم د خونـــــدورو او خوښو شیبو لاره ګڼي، په دې اند دي چې دې ته اړتیا ده چې د ژوند د بهیر تیر مهال، اوس او راتلونکې ترمنځ تعادل رامنځته شي ترڅو چې محور یې د اوس مهال او یا د همدې شیبې پر ښه تیریدلو راوګرځي. دغه کار هــغه مــــــهال شـــونې ده چې له خپل هرې شیــــبې څخــه خوند ووخلو او مخ ته لار شو.
د سیلانیتوب مهم ډولونه
د سیلانیتوب د بیلابیلو اړخونو ته په پام کې نیولو سره د دې صنـــــعت مهم ډولونه ډیر دي. لکه انګیزيي سیلانیتوب، مهالنۍ او یا موسمي سیلانیتوب او نور (۷۳:۳).
انګیزه یي سیلانیتوب: انګیزه یي سیلانیتوب بیلابیل ډولونه لريلکه تفریحي سیــلانیتوب، روغــــــتیایي او درماني سیلانیتوب، مذهبي او زیارتې سیلانیتوب، کلتوري سیلانیتوب، ورزشي سیلانیتوب او نور. چې د دغو سیلانیتوبونو لنډ لنډ یادول اړین بولم.
تفریحي سیلانیتوب: د هغو کسانو لخوا سرته رسیږي چې د کال په ترڅ کې په پر له پســـې کاراو بوخت دي او ټاکلې تعطیلات ته اړتیا لري. او په دغه ډول توریزم کې ځایونه د مصارفو په تناسـب ټاکل کیږي.
روغتیایي سیلانیتوب: سیلانیان هغو ځایونو ته ځي چې روغتیایي چارې یې ګټورې دي. دغه سیلانیان د اړتیا پر بنسټ پیسې لګوي.
مذهبي یا زیارتي سیلانیتوب: یو شمیر سیـــلانیان د عقیدي پر بنســــــــټ د بیلابیلو سیمو ته سفر کوي. د زیارتې سیلانیتوب ټاټوبې څرګند او مهالونه یې هم تر ډیره بریده معلوم وي.
تاریخي یا کلتوري: د نورو سیانیتوبونو څخه ډیر د سیلانیتوب په مفهوم کارول کیږي او د خپل هیواد د ننه او یا نورو هیوادونو د تاریخي آبداتو او یا لرغونو توکو سره مینه او د لیدلو لیوالیتا لري، لیدل کوي.
ورزشي سیلانیتوب: دا ډول سیلانیتوبونه د لنډو مودو لپاره وي او د کال په مختـلفو فصلونو کې ترسره کیږي، چې سیلانیان یې د بیلابیلو سپورټي لوبو د پلویانو او مینه والو څخه دي.
غواړم د یوې بلې سیلانیتوب په اړه یاودنــه وکړم، چي ورته صوتي توریزم وایي. دغه توریزم تر نورو وده یې نه ده کړې، ځکه ورته صوتي یا غږیز توریزم وایــــي چې ځـــوانان او مـــینه والو د مشـــهورو موزیمونو، تاریخي ودانیو د معلومات اوریدلو څخه خوند اخلي.

د سیلانیـــتوب اقتصادي اغیزې
په اصل کې سیلانیتوب اقتصادي بوختیا نه ده، بلکې د انساني هیلو او اړتیاوو داسې مجموعه ده چــې یو سیلاني د خپلو شخصي امکاناتو او مالي توان په مرسته خپل اصلي ځای څخه موقتي ځای ته سفر کوي.
د اوسنۍ نړی ټول هیوادونه د اقتصادي ودې لپاره د بیلابیلو لارو پــه پلي کولــو غواړي د خــپل هـــیواد اقتصادي بنسټ پیاوړې کړي. د هیوادنو زیات شمیر اقتصاد پوهان پدې اند دي، چې سیلانیــتوب د نورو اقتصادي هځو په څیر ګټور صنعت او بوختیا ده. د نړی په یو شمیر هیوادنو کې د سیلانیتوب صنعت په خورا چټکه توګه پر مخ ځي او وده کوي. د دې ودې سره مالي توان هم مخ په لوړه تللي دي.
سیلانیتوب په چارو کې د ملیبسنونو، ترانسپورتي شرکتونو، د سیلانیتوب لپاره د غورو سیمو په چاپیریال کې د اړینو خوراکې توکو او سیمیزو تولیداتو د پلورنځیو فعالیت، د صرافیو فعالیدل او نورو برخو کې د وګړو لپاره بوختیاوې تعمینیږي( ۵۶:۴).

سیلانیتوب په افغانستان کې

په افغانستان کې توریزم یا سیلانیتوب وده کړې د دریو لسیزو جګړو په تیریدلو سر بیره زموږ د هیواد خینې تاریخي اثرونه او ودانۍ پاتې شوي، چې د هیواد اقتصادي او فرهنګي وده کې مرسته کولای شي. افغانستان د آسیا په وچه سیمه کې پرته ده چې جغرافیایي موقیعت یې له مواصلاتو له لارې ارزښــــــت موندلای شي. سیلانیتوب په مخ ډیرې ستونزې پرتې دي، لکه د بودیجې کم والۍ، د کادرونو نه درلودل او د لرغون پوهي په برخه کې د پوهان نشتون، چې ټول هغه لاملونه دي چې د هیواد سیلانـــــــــیتوب وروسته پاتی دی.
افغانستان بیلابیلې جغرافیایي توریستي حوزې لري، چې لاندې يې تشریح کوو:
۱-مرکزي حوزه: ( پروان، لوګر، کابل، میدان وردک، پنجشیر، کاپیسا).
۲- سهیلي حوزه: ( پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا)
۳- شمال شرقي : (کندز حوزه، تخار، بدخشان، سمنګان)
۴- شرقي حوزه: (نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان)
۵- شمالي حوزه: (بلخ، جوزجان، فاریاب)
۶- لویدیزه حوزه : ( هرات، بادغیس، غور، نیمروز او فراه) باندې ویشل شوي دي (۱۷۵:۲).

پایـــــله
د هیوادنو او ولسونو د لاس ته راوړلو يوه بیلګه په هغو آثارو کې لیـــــــدلای شو، چې د فرهنګې میراثونو په نوم د پخوانیو زمانو راپاتې دي. ټول هیوادنه او په هیوادنو کې مثبتو ولسونه دا دڼده لري او حق یې دی چې د خپلو د کلتوري میراثونو لاسته راوړلو، ساتـــنه، پالنه او پایښت أباره یې پرله پسې هځې وکړي.
ددې هڅو د بریالیتوب لپاره د هیوادونو حاکم نظامونو او ورسره نړیوالو سازمانونو ډنده ده ترڅو خپلو موخو ته د رسیدلو په نیت ټول هغه اړین شرایط برابر کړي چې د بشـــــریت د لاسته راوړلو ساتنه او پالنه وکړي.
نو موږ ته اړینه دا ته چې د توریزم او یا سیلانیتوب د ارزښت په کتو سره دغه صنعت ته په درناوۍ سره د توریزم چارې په سمه ټوګه سرته ورسوو.

منابع
۱-باوري، محمدرسول.(۱۳۹۶) ل.ل دتوریزم بنستونه. کابل: د آزادۍ مطبعه.
۲- پولاریان ،عبدالجلیل. (۱۳۹۲) ل.ل په افغانستان کې د فرانسوي لرغونپوهانو څیړنی. کابل: د اطلاعاتو فرهنګ مطبعه.
۳- مرادي، مریم. (۱۳۵۸) ه.ش مدیریت ګردشګري. تهران: انتشارات آستان قدس اصغري
۴- علی پور،مظاهر.(۱۳۹۰)ه.ش رهنمای سفر. تهران: چاپخانه منظومه

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د ښې خبرې اترې لارې چارې

Dec 20, 2017

لیکنه: ګیتي صدیقي خبرې اترې د اړیکې مهمه برخه ده[...]

بهرنی سياست

Dec 20, 2017

لیکنه: ګیتي صدیقي سريزه سوله او پرمختګ د هر هیواد[...]

اقتصاد او رسنۍ

Dec 18, 2017

لیکنه: ګیتي صدیقي سريزه د نړی د انساني ټولنیز ژوند[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022