لیکنه: شریف شاهین
په هیواد کې د تیکنالوژۍ له بې ساري پرمختګ سره د هیواد نوی او ځوان نسل هم د تیکنالوژۍ له بیلابیلو ډولونو خوند اخلي.
سیلفي، چې په عصري موبایلونو او په ډیجتل کمرو سره په خپل لاس له خپله ځان د عکس اخیستل دي، اوس د ځوان کهول لویه مشعولا ده.
که څه هم ډیر شمیر سیلفي عکسونه، د ملګرو سره د بنډار او تفریح پر مهال اخیستل کیږي، خو په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو (فیسبوک او ټویټر) یو شمیر داسې سیلفي عکسونه خپاره شول چې ډیر يې د کار پر مهال اخیستل شوي وه.
په عملیات خونه کې د ډاکترانو له سیلفي عکسونو نیولي، بیا د نایي تر سلمانۍ (سقاوې) او ان اوس د سیلفیانو اخیستل د ښوونځي او پوهنتون تر ټولګیو پورې ورسیدل!
ډاکتران وايې، هغوې چې د کار پر مهال سیلفي عکسونه اخلي، زهني سکون او ثبات نه لري بلکي ذهني ناروغان دي.
محصلین او د پوهنتون استادان، چې تقربیا ټول يې عصري او نوي ماډل سمارټ فون لري، ځینې يې د ټولګي د ننه زیات وخت د سیلفي عکسونو په اخیستلو تیروي.
کتوونکي باور لري، چې دا کار د زده کوونکو درسي بهیر بربادوي او د هغوې د تنبلۍ باعث ګرځي. د دوې په وینا، چې سیلفي عکس اخیستنه پیچلی سیټینګ او پوره دقت غواړي، چې دا چاره ډیر وخت ضایع کوي.
په ټولګي کې د زده کوونکو او استاد ګډه سیلفي عکس اخیستنه، استاد له خپل درسي پلان څخه وروسته پاتې کوي او نه شي کولای چې خپل پروګرام د پلان له مخې سر ته ورسوي. کله چې د استاد درسي پلان تطبیق نه شي، مانا دا چې زده کړې په سمه توګه صورت نه دی نیولی؛ نو دا ده، چې زده کونکي تنبل او ناپوهه پاتې کیږي.
د شخصیت جوړونې او پر ځان د باور لوړونې پوهان بیا وايې، چې د زده کوونکو سره د صنف په داخل کې د استاد ګډ سیلفي عکس د استاد شخصیت ته زیان رسوي او پر ځان د هغه باور له ګواښ سره مخ کوي.
بل پلو داسې باور دی، چې دا ډول ښوونکي اکثر په ټولنه کې وروسته پاتې او په فکري ځوړ اخته دي.
داسې انګیرنې هم شته، چې دا ډول ښوونکي پر خپله درسي موضوع نه پوهیږي نو دا یو فرصت بولي، چې د زده کوونکو سره ځان د سیلفي عکسونو پر اخیستلو بوخت کړي او خپل وخت واړوي.
یو شمیر کتوونکي بیا اندیښمن دي، چې که د کار پر مهال د سیلفي عکسونو اخیستلو، چې یوه ډیره وخت ضایع کوونکې چاره ده، مخه ونه نیول شي، د ادارې د ناکامۍ سبب ګرځي. که په ټولګیو کې د استادانو او زده کوونکو د ګډو سیلفي عکسونو مخنیوي ونه شي، د ذده کوونکو او استادانو ترمنځ يې د ادب او احترام پولې نړیږي او همدارنګه د ذده کوونکو د درس او مطالعې جذبه مړژواندې کیږي.
You also might be interested in
ژباړه: شریف شاهین باران دی؛ ښه تیز باران! اوبه پر[...]
لیکنه: شریف شاهین بریالیتوب د خوښۍ راز دی. هر څوک[...]
ژباړه او زیاتونه: شریف شاهین سرمقاله یا Editorial هغه لیکنه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی