د ژمې سړې ورځې نوې پیل شوې وې، ما مې په خپل تقسیم اوقات کې په غونډو او مدنې ټولنو کې ګډون ته هم وخت ورکړی وو.
د ژمي په یوه سړه پنجشنبه ولاړم همداسې یوې غونډې ته ناوخته ورسېدم یوه ځوان د یوه کتاب په اړه خبرې کولې دخبرو وروستۍ برخه یې وه همدلته مې د لومړي ځل لپاره د سینوهه نوم واورید ځوان یې په لوستلو ډیر ټنګار کاوه.
په سبا یې ولاړم او کتاب مې پیدا کړ کتاب مې د تصور خلاف ډیر لوی وو، نو د دې لپاره چې پېسې بېځایه و نه لګوم د کتاب د لوستلو وخت مې له پلورنکی واخیست هغه هم نیم ساعت را ته اجازه راکړه، یوازې د څو مخو په لوستو یې پوه شوم چې په دې کتاب کې داسې څه شته چې په ډيرو کتابونو کې نشته، کتاب مې یوړ او په خپل تقسیم اوقات کې مې ځای ورکړ چې هره شپه به دوه ساعته دا کتاب ګورم ما هيڅ کتاب ته دومره وخت تر ننه نه وو ورکړی خو د دې کتاب په لوستلو نه ستړۍ کېدم او څومره به مې چې لوسته هومره به یوې بلې نړۍ ته تلم، له میلاده دمخه نړې، د فرعونیانو نړۍ، دمصر په کوڅو کې به سینوهه له ځان سره ګرزولم او د سوري نجونو د کورونو دروازې به مې له سینوهه سره یو ځای خلاصولې،د سینوهه سره مې یو ځای معبدونه لیدل، د مصر خلک مې لیدل چې څومره په جبر او زور یې لویې ډبرې ماتولې، جالبه خو لا دا چې دوی په دې نه خفه کېدل چې فرعون ډبرې پرې ماتولې او راوړلې ځکه دوی په دې باور وو چې له مرګه وروسته به یې خدایان ملاتړ کوي، د سینوهه سره مې د مصر اهرامونه ولیدل او له سینوهه سره تر میلاد مخکې وختونو ته ولاړم.
سینوهه میکا والتارې لیکلی، میکا والتارې د فنلند هیواد اوسیدونکی وو. دا کتاب یې په فنلندي ژبه لیکلی وو. لومړی ځل په ۱۹۴۵ میلادي کې چاپ شو او تر اوسه په څه د پاسه ۴۰ ژبو اړول شوی دی په پښتو ژبه ډاکټر محمد عیسی ستانکزي ژباړلی دی، چې ټول ټال ۸۹۴ مخه دی.
میکا والتارې په ۱۹۰۸ زږدیز کال کې په هلسنګي کې زږیدلی. پلار يې په پروتستانت کلیسا کې دنده درلوده او تر څنګ یې لیکوال هم و.
میکا والترې لومړۍ د خپلې مور په غوښتنه دینپوهنه ولوسته وروسته یې په فلسفه، ښکلا پوهنه او اقتصاد کې هم زده کړې وکړې.
داسې اټکل کېږي چې د پلار لیکنو به یې میکا والتارې لیکوالۍ ته هڅولی وي، دی لا د اولسو کالو وو چې دیني لیکنې یې پیل کړې او وروسته یې بیا هنري لیکوالي پيل کړه.
والتارې هومره مشهور کس نه وو، خو د سینوهه د لیکلو سره یې یو ځای نوم د هر لوستونکې خولې ته ولوید. سینوهه د هغه لیکنو ټولګه ده چې تر میلاد ۳۹۰۰ کاله مخکې په مصر کې لیکل شوې دي.
د دې ټوټو اصلي لیکوال نه دی معلوم، خو داسې ویل کېږي چې همدا سینوهه به وي، په دې لیکنو کې سینوهه د فرعون د ارګ کارکوونکی دی.
دا لیکنه د پاپیروس په ټوټو په هیرو ګلیف لیک لیکل شوې، چې وروسته میکا والتاري پرې د سینوهه په نامه ناول ولیکلو.
((سره له دې چې والتاري اکاډمیک مصر پوه نه دی، خو د لرغوني مصر او په ځانګړې توګه د څوارلسمې مخکې زږدېږي پېړۍ په اړه یې اېګيپتولوژي دومره ژوره لوستې چې ټولې پېښې، کرکټرونه او د منځني ختیځ او سهیلي یونان اقتصادي، ټولنیزې، سیاسي، جغرافیایې، فکري او کلتوري ځانګړتیاوې یې پر تاریخي بنسټ په ښه توګه انځور کړې دي. همدا لامل دی چې د والتاري سېنوهه نومی اثر تاریخي ناول ګڼل کېږي، ځکه چې ټولې پېښې یې په یوه تاریخي پړاو کې رامنځته شوې او ګڼشمیر کرکټرونه یې رېښتیا په همدغه پړاو کې اوسېدلي دي)) .
په کتاب کې سیاسي واک اقتصادي، ګټو او ایروتیک ته د لاسرسي د هڅو بېلابېلې بڼې انځور شوي چې ګن شمېر یې په خورا تراژيدي ډولو پای ته رسېږي د پاملرنې تر ټولوو مهم ټکی یې دا دی چې سیاسي او روحاني کړۍ په ګډه د خپلو ګټو او غوښتنو په لار کې پرلپسې دین د یوې وسیلې په توګه کاروي.
له هغې مودې را وروسته چې په مصري ټولنه کې آمون د خدای په مقام ومنل شو فرعوني دربار د اموني روحانیونو په مرسته په مصري ټولنه کې دا باور هم خپور کړ چې د دوی واکمني د ځمکې پر مخ د امون خدای واکمني ده او دوی یې مخامخ استازي دي.
دوی د امون له احکامو سره سم واک چلوي او دهغه خدايي قانون پلی کوي له دغه باور سره فرعوني دولت اموني دورته ښودل کېده او له سپارښتنو څخه یې هر ډول سرغړونه د دولتي جرم ترڅنګه دیني ګنا هم ګڼل کېده. کنه هم به دیني دولت سزا ورکوله او هم به د امون له کرکې سره مخامخ کیده او په بله نړۍ کې به له هوسا ژوندانه بې برخې پاتې کېده.
فراعنه پوهیدل چې د مصري ټولنې دیني باور ډيره کلک دی او دا امون روحاني ډله اوچت ځای پکې لري همدا لامل وو چې دغه روحانیونو ته یې پراخ مالي او هر رنګه نور امتیازات منلی وو، او دهغوی په مرسته یې خپله سیاسي واکمني، ټولنې ته د اوچت دیني ارزښت په نامه ورپېژندلې وه. په بله وینا، په لروغوني مصر کې دین داسې سیاسي او یا سیاست دومره دیني شوی وو،چې یو تر بله نه بېلېدونکي ګڼل کېدل دغه راز دیني سیاسي سیستم یوازې د مصري ټولنې ځانګړتیا نه وه ډيری نورې داسې ټولنې هم وې چې هغوی خپل حکومتنو خدايي بلل.
د منځني ختیځ او یونان په سیمو کې(( که څه هم چې نور خدایان یې نمانځل)) دین او سیاست سره تړلي ول او په هر سیمه کې له دین څخه د سیاسي او اقتصادي ګټو د ساتلو لپاره کار اخیستل کېډه دغه ټکي کریتا ټاپو ته چې د یونان په سهیلي ټاپو کې پروت دی؛ د سینوهه له ورتګه ښه څرګندېږي.
د میکا والتاري سینوهه په خدایانو باور نه لري، دا ځکه چې ده څو څو ځله د رواحانیونو او فراعنه وو ټګي او دروغ پخپلو سترګو لیدلې او پوه شوی چې دوی د خپلو غوښتنو د تر سره کولو لپاره د خلکو له ناپوهۍ ناوړه ګټه پورته کوي. او د یوه منظم پروګرام په چوکاټ کې یې د فکري ودې او نوښت مخه نیسي.
د کتاب ستره برخه د استثنايي فرعون(اخناتون) د واکمنۍ پېښې څرګندوي. اخناتون یوازېنی فرعون دی چې له روانو ټولنیزو ناخوالو، تېریو، ځانغوښتنه او جګړو کرکه کوي او دا هرڅه د اموني دین د روحاني کړۍ د ناوړه چار چلن پایله ګڼی.
دی د یوه پرمختللي ټولنیز سمون د رامنځته کولو لپاره د یوه نوي دین بنسټ ږدي؛ د امون خدايي ړنګوي او پر ځای یې ټولنې ته اتون د خدای په نامه ورپيژني له دې سره د اموني روحانیونو په ورکه کې دی مځکې بېوزلو کروندګرو ته ورکوي، مرییتوب له منځه وړي او د جګړو او ویني بهولو مخ نیسي.
سینوهه د ایخناتون د انقلاب کلک پلوی دی خو د امونی روحانیونو چې په دغه انقلاب کې یې ګټې له لاسه وتلي؛ خپل ټول هنر کاروي، له بېلابېل لارو او امکاناتو په هوښیارۍ د ایخانتون پلان شنډوي او د خپل نېږدي ملګري(سینوهه) په لاس یې وژني.
د کتاب هر برخه دومره پر زړه پورې ده چې لوستونکی تر پایه ځای ترې وزګارولای نشي، ژباړه یې هم روانه ده لوستونکی داسې انګري چې په پښتو به لیکل شوی وي.
سینوهه د خپل کتاب په مقدمه کې لیکي: دا کتاب زه د خدایانو د خوشالولو لپاره نه لیکم د دې لپاره یې نه لیکم چې د پادشاهانو چاپلوسي وکړم دا کتاب زه د ځان لپاره لیکم یوازې د دې لپاره چې زه مې خپل دردونه هیر کړم دا چې نور خلک یې لولي که نه زه یې پروا نه کوم یوازې غواړم له هغه څه چې زړه توری یم خلکو ته یې انځور کړم.
په همدې توګه سینوهه خپل یادونه لیکي او د هغه څه په اړه چې د هغه وخت په افراطي نظام کې موجود وو خپل نظر په پراخ ډول لیکي.
په دې کتاب کې د فلسفې تر څنګ، تاریخ، فرهنګ،دین، استثمار… مسایل راغلي دي، سینوهه زیار ایستلی خپل کړه وړه او هغه څه چې له اوه کلنۍ ور سره مخ شوی ټول په دې کتاب کې راټول کړي.
دا کیسه له دې ځایه پیلېږي چې سینوهه نومی ماشوم د کپتا په نامه یوه ښځه پیدا کوي چې په سیند کې اوبو په سر اخیستی وي، کپتا مخکې له دې کوم اولاد نه لاره خاوند یې د خوارانو او غریبانو په محله کې طبیب وو.
د مصر هره برخه ویشل شوې وه، د خوارانو سیمه، د مالدارو سیمه، د عیش او نوش سمه او دې ته ورته ویشل شوي وو، دی همدې کورنۍ را لوی کړ د پلار په پله یې پل کېښود، او د خدایانو په ځانګړي طبي مکتب کې چې هلته به یوازې هغه کسانو زدکړې کولی شوی چې هغوی به خدایانو ته د زړه له کومې احترام لاره دی وايي ما خدایانو ته احترام نه لاره خو پلار مې را ته ویلي وو چې زه به هېڅ کله هم خپل دا راز په ژبه نه راوړم او ما همداسې وکړل چې له ډيرو ستونزو وروسته د فراغت په شپه موږ یوې کوټې ته بوتلل شوو او را ته وویل شول که د شپې د خدایانو خدای هامون در ته راغی او له تاسې سره یې خبرې وکړې نو ډاګټران به شی او که نه هیڅ، موږ ټوله شپه هلته وو خو هیڅ هم نه وو، سبا ټولو دروغ ویل چې هو موږ هامون ولید پرته له ما چې له همدې کبله ډير ورټل شوم.
وروسته په ځوانۍ کې په عیش او نوش اخته کېږي، دومره په دې چاره کې بوخت شي چې خپل ټول شته آن د مور او پلار قبر یې هم په نشو او مزو کې وبایلل، یوازې د دې لپاره چې سوري نجوني سر ورته کل کړي او له ده سره شپه تيره کړي.
دلته د هغه وخت د مصر یو انځور هم دا وو چې لرغونی مصر د سختو اخلاقي تخلفاتو شاهد وو، د مصر خدایان هم حتا لوتیان وو، او ښځې به په بازار کې د غلامانو پر اوږ سپرې وې او خلک به یې ځان ته را بلل.
د شپې به میخانې خلاصې وي او ټول ښار او کوڅې به د نجونو سندرو په سر اخیستي وې، سینوهه د سوري نجونو ډيرې ښکلاوې تعریف کړې دي خو وايي چې یوې ښځې کولی شوی چې څو تنه خاوندان لرلی شوی، دی زیاتوي نو له همدې کبله وو چې نیل رود به تل د ماشومانو کجاوې پر سر راوړې.
سینوهه همدارنګه په خدایانو د باور په برخه کې لیکي چې هامون مبلغانو هم آن په هغو خبرو باور نه لاره چې خلکو ته به یې ویل، دی وايي په طب کې هم همداسې افراط وو، په بې وسه کسانو به طب زده کېده او مالدارو ته به یې په درد خوړل، دی وايي چې د چابه علاج ډیر سخت شو نو بیا به یې سر ورته سوری کولو چې خبیثه اروا ترې را ووځي، دی وايي زه یو ډاکټر وم په دې پوهیدم چې خبیثه اروا نشته خو ما هم د ډیرو کسانو سرونه ځکه سوري کړل چې کورنۍ به یې مجبوره کولم، دی یو ځل د فرعون د سر سوري کولو ته هم تللی وو چې په هماغه شپه فرعون مړ شو، دی وايي چې ډاکټر را ته وویل کله چې فرعون مړ شو سبا به وايي چې د فرعون له پوزې یو سپین مرغه والوت دی وايي ما دا مرغه و نه لید، خو مجبوره وم چې په دې خبره باور وکړم.
دی وايي افراط هومره ډیر وو چې نوي فرعون میرګي لرله خو کله به چې په هغه حمله راتله خلکو به ویل هامون ده ته ځان ښيي، نو ځکه یې حالت داسې کېږي، نو کله به چې په هوښ شو بیا به یې نوې خبرې کولې او ویل به یې چې داهر څه هامون ما ته ویلي.
کله به چې د فرعون سر سوری شو او هغه به مړ شو نو طبیب به یې هم واژه، دی هم په همدې تور له هیواد بهر ووت، په ځینو هیوادو وګرځيد.
او په تجارت یې پیل وکړ، سینوهه په خپله لیکنه کې چې د لیکنو په سر کې یې لیکلي، د نړۍ هر لیکوال ته یو پیغام لري.
او هغه دا چې خپله هیڅ لیکنه نورو ته مه لیکه یوازې حقیقت لیکه او خپل ځان ته یې لیکه، دلیل یې دا دی، که چیرې نورو ته څه ولیکې نو حتما به یې د نورو په خوښه لیکې چې په دې کې ستا مقصد ورکېږي.
دی لیکي(( تر لمر لاندې انسانان هېڅ نه بدلېږي، او یو لک کاله وروسته هم چې کوم انسان پیدا کېږي هغه به د نن په څير وي، یوازې جامې، موډ او فیشن به یې بدل شوی وي.
دی زیاتوي د انسان یو عادت هېڅ نه بدلیږي هغه د انسان حماقت دی.
زه په دې باور یم که وغواړو د سینوهه په ځینو کلماتو یوه یوه مقاله او په ځينو پراګرافونو کتابونه لیکلی شو، لکه د سینوهه دا پورته وړاندوینه.
دی لیکي(( که یولک کاله وروسته چې کوم انسان پیدا کېږي هغه به هم زموږ په شان وي، داسې به احمق وي لکه موږ یا لکه هغه خلک چې د حرمونو د جوړلو په وخت ژوندي وو، بیا به هم انسان احمق وي، او نور انسانان به په دروغو او چټي وعدو غولوي، ځکه انسان د ژوند د دوام لپاره دروغو ته اړتیا لري، دهغه فطرت دی، چې تل تر رښتیا پر دروغو ډیر باور لري، انسان ځکه له حماقته نه راوځي چې په هر وخت کې به د وخت او شرایطو له تقاضا سره سم ده ته دروغ ویل کېږي او دی به یې هم په پټو سترګو مني)) .
دی لیکي انسان ځکه احمق دی چې د حقیقي پېښو په پرتله افسانو ته ډير اهمیت ورکوي، دی وايي که انسان به داسې وي چې که چا ته ووايي چې دا څه چې تا ته دې رهبر او مشر وايي دروغ دي راشه زه رښتیا درته ووایم نو تا به د خاین په تور ووژني.
دی لیکي(( زه داسې لیکوال یم چې کېدای شي یو لک کاله وروسته هم داسې څوک پيدا نه شي چې یو څه د د ځان لپاره ولیکي هغوی به حتما یو څه د خدایانو یا پادشاهانو د خوشالولو لپاره لیکي))
د سینوهه په لیکنو کې داسې څه شته چې نن یې هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وینو، ظلم، افراط، د یو بل وژل، د د رهبرانو په پټو ستروګو پیروي کول، دا هر هغه څه وو چې له میلاده یې ۱۴ پېړۍ وړاندې د سینوهه زړه شین کړی وو، نو له همدې کبله یې ځينې وړاندیونې آن تر نن خپل ځای لري.
سینوهه په خپله ویلي چې کتاب د ځان لپاره لیکي نو له همدې وجې د هیڅ کلیمې په راوړلو او کارولو نه د شرم احساس کوي او نه هم د ویرې، ټولې هغه شپې یې چې له سوري او مصري نجونو سره تېرې کړې په پوره توګه انځور کړې دي، او ټول هغه څه چې نن یې هم په یادولو د سر خطر شته په ښکاره الفاظو ویلي دي، لکه د ظلم او وحشت، او دنیایي خدایانو نه منل.
داسې ټولنې اوس هم د ځمکې پر سر شته چې، هغه فرعوني دور ته ورته دي، خو توپیر دا دی چې یوازې لباس یې بدل کړی دی نور هر څه ۳۹۰۰ کاله پخوانۍ مصر دی.
لرغونی مصر داسې هیواد وو چې خلک یې ډير پوه وو، خو خدایانو هر څه تر کنټرو لاندې لرل خلکو ته یې اجازه نه ورکوله چې خپله پوهه و غوړوي، نو ځکه علت یې دا دی چې نن په هره علمي اصطلاح کې یوناني کلمات اورو، یونانیانو خلکو ته اجازه ورکوله چې پوښتنې وکړي مناظرې وکړي خو په مصر کې دا اجازه نه وه، نو پوهې په مصرکې هومره وده و نه کړه لکه په یونان کې. د یونان ډالۍ بشریت ته پوهه او علم دی، خو د مصر یوازې لوی لوی اهرامونه.
سینوهه د هنر په ګاڼه سمبال، ناول دی په اصل کې دا لیکنې ناول نه دي د سینوهه په نامه د یوه ډاکټر لیکنې دي خو میکا والتارې ترې ناول جوړ کړی دی.
والتارې دا ناول هومره په هنري انداز لیکلی چې لوستنوکی ځان، د مصر په لرغونې تاریخ کې لیدی شي، په دې خیا کې به ډوب شې چې ګواکې همدا اوس د مصر د احرامونو تر څنګه روان دی او د مصر له ریګي ځمکې خوند اخلي.
دا کتاب ما تېر ژمۍ لوستلی وو، خو له دې کبله چې وخت کم وو، و مې نه شوای کړی لکه هومره چې اړین دي معلومات یې په اړه ټول کړم او په پوره توګه یې و څېړم او نه هم د دې وخت وو چې نوی کتاب د ولولم، خو ژمنه کوم چې خپله دا لیکنه به د سینوهه په اړه پوره کوم او خپروم.
په دې هیله چې اوس هم کوم سینوهه ژوندی وي، زموږ هر څه ولیکي او راتلونکې نسلونه پر موږ وخندوي، او یا حد اقل راتلونکې نسلونه د هغو تېروتنو ښکار نشي چې موږ او زموږ مشران وو.
You also might be interested in
لیکوال: ع.ب سهاک سمسور خپل مېنځي جګړه وه، تل به[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي وړوکي ماشوم یې د انځور کښنې کتابچه[...]
لیکنه: شبیراحمد سلیمي د سینوهه د ژوند د خاطرو د کتاب[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی