ژباړه: کوچۍ
دا د میندو دنده ده چې خپلو لورانو ته هغه اسرار او رازونه ورته وروښيي چې دغه ځوانې نجونې د ښکلا او تاندوالي سمندر ته ننوځي، داسې ښځې زښتې ډيرې دي چې ناسم او غیر روغتیايي ډول او سینګار کوي او دا یې اوس عدت ګرځېدلی دی، همدا شان تیز سینګار او د سینګار د څیزونو ډول او کیفیت د وخت په تېرېدو سره د دوي پوټکی زیانمنوي او تاندوالی او ښکلا یې ورته له منځه وړي.
هغه کوم رازونه دي چې میندې باید په هغو تکیه وکړي؟ د دغو رازونو دویلو مناسب وخت کوم دی؟ د دغو پوښتنو ځوابونه اسانه نه دي، دا ځکه هر انسان له بل انسانه او هره کورنۍ له بلې کورنۍ نه توپیر لري، ځينې نجونې له نورو نه ډير مخکې د ډولو سینګار له څیزونو نه ګټه اخېستنه پيلوي خو ځينې نجونې بیا ډير وروسته دغه کار کوي، دا چې ستاسې لوڼې په کومه ډله کې راځي دا مهمه نه ده، دا مهمه ده چې ستاسو لوڼې ستاسو لارښوونو ته اړتیا لري.
د مخ له ښکلا نه د سیرت د ښکلا ارزښت ډير دی
کله چې ستاسو لور لویه شوه د سیرت او دننۍ ښکلا معنا یې درک کړه نو دا هغه وخت دی چې تاسو ورته د سیرت د ښکلا د اهمیت په اړه معلومات ورکړئ، او په دې ورته ټينګار وکړئ چې له دباندینې ښکلا نه د سیرت یا دننۍ ښکلا ارزښت ډیر دی او د هر انسان لپاره دننۍ ښکلا اړینه ښکلا ده. له دغو توضیحاتو او معلوماتو نه دا موخه نه ده چې موږ خپلې لوڼې سینګار او د سینګار څیزونو استعمال ته پرې نه ږدو، که موږ وغواړو او که ونه غواړو دا کار کیږي زموږ لوڼې یوه ورځ سینګار کوي.
د سیرت د ښکلا په موږ ځکه خپلو لوڼو ته معلومات ورکوو چې زموږ لوڼې دا زده کړي چې څه ډول خپل ځان ته پام وکړي او څه ډول ځان او نورو ته له یوې مهربانې دريڅې نه وګوري؟ هغه نجونې چې په ټيټ عمر کې د دننۍ ښکلا یا د سیرت په ارزښت او مفهوم وپوهیږي، له دوی سره د عمر تر پایه دغه احساس او درک ځواکمن پاتیږي، کله چې دوی پیغلتوب ته رسیږي، که چیرې د دوی ملګرې او یا دچم ګاونډ خلک هغې ته بې ډوله ووايي نو دا هغه وخت دی چې دا نجلۍ دننۍ ښکلا مني او ورته په ژوره توګه ګروهمنه کیږي
د دغې زده کړې او ښوونې لپاره کوم وخت وړ دی؟
په ټولیز ډول ماشومان له ۷ کلنۍ نه تر ۸ کلنۍ پورې د دغه مفهوم د درک وړتیا لري خو ځينې بیا له دې نه مخکې هم د سیرت ښکلا په مفهوم پوهیږي خو ځيني ماشومان بیا تر ۱۵ کلنۍ پورې د سیرت د ښکلا ارزښت نشي درکولی. نو پر دې بنسټ باید مخکې له دې چې نجونې د پيغلتوب عمر ته ورسیږي، هغوی باید د دننۍ ښکلا په ارزښت او مفهوم داسې وپوهیږي چې په ذهن کې یې وکرل شي.
د کالیو په غوره کولو کې خپلو لوڼو سره مرسته وکړئ
ټولې نجونې له موډ سره مینه لري او تجربه کوي یې، خو ځينې داسې د موډ لیونۍ شي چې ستاسو به خوښې نه شي او قهرجن به شئ خو دا هم مه هیروئ چې یو مهال تاسو هم ځوانه یا ځوان واست او تاسو هم د ورځې د موډ کالي خوښول او اغوستل مو، که مو اغوستی نشوه نو د هغو له لیدو نه مو خوند اخېست، ان له تاسو نه به ځينو داسې جامې هم اغوستې وي چې که چیرې اوس یې راپه زړه کړئ نو هېښ به پاتې شئ چې څه رنګه او ولې مو اغوستې؟ نو له خپلې لور سره ملګري شئ، په دې لاره کې هغه یواځې مه پریږدئ، د یوې ملګرې په شان ورته لار ښوونه وکړئ تر څو چې د ډول ډول رنګونو، موډونو، سینګارونو اوډولونو په منځ کې داسې کالي او سینګار غوره کړي چې د هغوی وړ وي، پام مو اوسه چې دغه عمر باید له ۱۴ کلنۍ نه مخکې نه اوسي، د همغږئ او همدلۍ یواځينی ښه عمر ۱۲ کلني ده، دا هغه عمر دی چې تاسو احساسوئ چې ستاسو لور موډونو ته پام کوي.
خپلې لوڼې له سینګار کولو نه مه راګرځوئ
تاسو کولای شئ چې خپلې لوڼې له سینګار او ډوډال له کولو نه منع کړئ او یا یې د سینګار کولو څیزونه تر واخلئ او پټ یې کړئ، خو دا مه هیروئ چې هر وخت ورته لاره هواره شي نو هغه به سینګار وکړي او خپله هېله به پوره کړي، نو هڅه وکړئ چې تاسو لومړنی تن اوسئ چې خپلې لور ته د سینګار کولو ډول ور زده کړئ، هغې ته ور زده کړئ چې څه وخت د سینګار کولو لپاره ښه او وړ دی، کله چې ستاسو لور وپوهیږي چې تاسو یې مخالفت نه کوئ او روڼ اندې ایاست نو ډاډه اوسئ، مخکې له دې چې ستاسو لور د سینګار څیزونو له کارولو نه مخکې ضرور له تاسو پوښتنه کوي او اجازه اخلي.د سینګار د زده کړې تر ټوله غوره عمر د نجونو لپاره ۱۴ یا ۱۵ کلني ده.