ژباړه: حمیدالله حمیدي
له ډېرې پخوا زمانې راهیسې شات د دې لپاره چې د مکرب ضد خاصیت لري، په سنتي طب کې ترې د ټپونو د درملنې لپاره کار اخیستل کېده. د هغې څېړنې پر اساس چې د انګلستان د مایکرو بیولوژي په کنګره کې ترسره شوې، په ګوته کېږي چې شات د ناسور ټپونو د درملنې لپاره ګټوره ما ده چې د انتي بیوتیکو پر وړاندې د بکتریاوو مقاومت له منځه وړي.
په دې څېړنه کې د شاتو غبرګون د درې ډوله بکتریاوو پر وړاندې چې د ټپونو د مکروبي کېدو لامل ګرځي، په ګوته شوی دی. پایلو ښودلې چې شات کولای شي په مختلفو بڼو د بکتریاوو د پرمختګ مخه ونیسي. نو شات نه یوازې یو ارزښتناک خوراک دی، بلکي یو قوي انتي بیوتک هم ګڼل کېږي.
د شاتو په اړه چې په دې وروستیو کې کومې څېړنې شوې دي، ښيي چې شات د ټپ منځ ته د بکتریا د داخلېدو مخه نیسي ځکه دا د بکتریا د ژوندي پاتې کېدو لپاره هغه اړینه مرحله ده چې په پایله کې یې ټپ مکروبي کېږي.
شات کولای شي چې باکتریاوې د انتي بیوتیکو پر وړاندې حساسې کړي او همدا حساسیت یې د له منځه تلو سبب ګرځي.
څېړنې دا هم په ګوته کوي چې د ټپونو د درملنې لپاره له انتي بیوتیکو سره د شاتو کارول نسبت یوازې ضد مکروبي داروګانو ته ګټور تمامېږي.
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي څلور کاله مخکې مې د « خاوند[...]
ځوان په رستورانت کې د برګر په خوړلو بوخت و،[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي هغه کسان چې په زیاته پیمانه خواږه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی