لیکنه: هارون همت
هغه څه چي ډېرزیات شخصي اوټولنیز تاوانونه په ځان پسي لري؛ تهمت دئ. څوک چي پر نوروانسانانو تهمت لګوي، سره له دې چي نوروته تاوان اړوي، خپل ځان ته هم تاوان رسوي اوهم خپل روح ورستوي اوپه ګناه ئې ککړوي. تهمت معنا داچي یو کس په بل چا پوري داسي یوعیب وتړي کوم چي په همغه کس کي موجود نه وي.هر وخت مي زموږ د دیني عالمانو څخه اورېدلي چي تهمت یوه کبیره ګناه ده اوپه قرآن مجید کي تهمت په سختۍ سره منع سویدئ اوددغسي یو کس لپاره سخت عذاب ذکر سوی دئ . افترا اوتهمت په حقیقت کي خورا بد ډول درواغ دي چي که تورونه دچاپه نشتون کي ولګول سي نوهم غیبت ګڼل کیږي اوهم په حقیقت کي انسان دوې ګناه وي کړي دي تهمت، حق باطل اوباطل حق معلوموي. تهمت له دلیل پرته خلک ګناهګار ښيي او په ضمن کي ئې عزت اوحیثیت ته هم صدمه ور رسوي. کله چي تهمت په یوه ټولنه کي دود وي، خلک تهمت مني او باور په کوي، نو په دې ډول حق د باطل په لباس کي او باطل هم د حق په توګه نندارې ته وړاندي کیږي. په هغه ټولنه کي چي تهمت پکښي دودسي، ښه ګمان په بد ګمانۍ بدلیږي او په یوه بل د خلکو اعتماد ختمیږي اودغه راز د ګډوډۍ زمینه برابریږي، یعني هر څوک جراءت کوي هر څه چي غواړي د بل چا په خلاف ئې په خوله راوړي اوهرتهمت اودروغ چي ئې زړه غواړي؛ په بیانولو کي ئې درېِغ نه کوي. په کومي ټولني کي چي تهمت لګول زیات سي، نو د دوستۍ او صمیمیت ځای کینه او دښمني ونیسي، بالاخره خلک جلا جلا اوله یوه بل سره یو بې ارتباطه ژوند کوي، ځکه میني اومحبت له دمخه ددې ځايه خپل ټغر ټول کړی وي او هر کس اندښمن وي چي د کوم غیرناحق تهمت لاندي رانسي. تهمت دوه ډوله دئ: ډېره کله، یو کس د پوهېدا سره-سره په کوم بل کس پسي د یوه عیب یا ګُناه تهمت تړي، یعني پوهیږي چي په کوم کس پسي دی تهمت تړي، په هغه کس کي دغه عیب نسته، او یا دا ګناه ئې نه ده کړې خو له دې سره سره په همغه کس پوري هغه عیب تړي. اوکله لا بدتره پیښه رامینځته کیږي یعني پخپله انسان یوسپېره عمل کوي او له سزا د تښتیدا او ښکېلېدا دژغورني لپاره همغه کارپه بل پوري تړي، چي په حقیقت کي دغه کارته افتراء ويل کیږي. لڼده داچي ناحقه پر خپل دوست؛ ملګري، کارمند او په عموم کي پر هیڅ یوه انسان( چي عیب ونلري) تهمت مه لګوئ ځکه چي تهمت لګول نه جبرانیدونکي پايلي لري.