لیکنه: فضل سبحان سهاک
قاالله تعالی : خُذِالعَفوَا وَامُربِاالعُرفِ وَاَعرِض عَنِ الجاَهِلِينَ: د عفو او بښنې (صفت) خپل کړئ ،دنيکۍ حکم کوئ او د ناپوهه خلکو نه ځان يو طرف ته کړئ .
هيڅ كله هم مايوسه کیږﺉ مه, بلكې د ښه راتلونكي هيله كوﺉ
انسان چې یو ټولنیز مخلوق دی داسې پیدا شوي چې شخصیت جوړونه د هغه د ژوندانه په بیلابیلو پړاوونو کې په دې مانا بشپړیږي چې د هغه انساني ارزښتونولپاره باید د علم پر زده کړې سربیره یو شمیر مهمې مرحلې طی کړل شي څو انسان پر هغو معنوي ارزښتونو سمبال شي چې په ټولنه کې د هغه درنښت او مقام ټاکي.
ټول انسانان تريوه حده كولاي شي چې خپل ﮋوند جوړ كړي فقير يا مالداره خوښ يا نا خوښ ارزښتمند يا عبث خو دا په ياد لرﺉ چې داهيڅ كله هم مه وايئ چې ته خو نابغه نه يې اويا ظروف مساعد نه دي, اوﭙدې وپوهیږﺉ چې دعلم لاسته راوړل يوازې دنوابغو كار نه دي, اويا بريا يوازې نوابغو ﭙورې تړل شوې.
اګر چې ډېر ځوانان نن ورځ وايي چې فلانی سړی بې لدې چې كومه علمي درجه يا رتبه ولري هومره لويې مرتبې ته ورسيد, په دغو زړونو د يوه نافرمانه جادو پرده ده. او دا هغه افكار دي چې ددې په لرلو سره به د كاميابۍ مخ هم ونه ګوري. او څوك چې ﭙدې فكر کې وي خپل ﮋوند د شك په تيارو كي تيروي.
مګرهغه څوك چې دې ډول افكارو ته شا كړي په حقيقت كې بريالي شول. او وروسته لدې چې دخپل ﮋوندون په لومړۍ ﭙوړۍ كې ګام کيږدي ددې احساس كوي چې په حقيقت كې له ده سره يوه رڼا شته چې خپله لاره ﭙرې وويني او راتلونكي ته يې وهڅوي. نوكله چې يوګام مخ ﭙر وړاندې لاړشي عزم يې هڅوي چې مخكې ځه، بې له كومې ويرې او شك څخه.
بله دا چې تنها د مال لاسته راوړل مهم ندي بلكي مهمه خبره داده چې كاميابي وي, ښه اخلاق ولري, ريښتني وي, په ضعيفانو مهربان وي.
خو په تاسف سره چې نن ورځ ډير كسان داسې فكركوي چې برياليتوب په مال كې دی.انساني ژوند د مادي او معنوي دواړو اړخونو څخه جوړ دی، دواړه اړخونه ځان ته بیلې بیلې ماناوې لري، په ژوند کې د انساني ضرورتونو او ژوند کولو خبره چې کیږي د مادیاتو خبره ورسره لازمي ده، په ژوند کې خوراک، څښاک، جامې او نورې اړتیاوې لکه: کور او نور لوازم د مادي ژوند یوه برخه ګڼل کیږي، هغه ضرورتونه چې انسان ورته په ژوند کې اړتیا ولري د ژوند یو ضرورت بلل کیږي، د انسان خواهشات او غوښتنې خو ډیرې دي دلته بیا قناعت ډیر مهم دی ځینې کسان په خټین کور قناعت نه کوي د لوړو منزلونو خوبونه ویني په عادي خوړو او کالیو قناعت نه کوي هر څه زیات غواړي همدغه هیرس او نه قناعت د انسان معنوي ژوند ته صدمه رسوي په معنوي ژوند کې انسان ددغه خیالونو خلاص وي او فکر یې د لوړو اهدافو او ارزښتونو لپاره وي، د انسانانو د ژوند د ښیګڼې د خیر لپاره فکر کوي.
هرکله چې په انساني ژوند کې مادي غوښتنې تر خپل حد زیاتې شي نو د انسان معنویت ته هم زیان رسوي، په اوسنیو حالاتو کې مادیت پر معنویت دومره حاکم شوی دی چې ډیری انسانان یوازې ژوند او ښیګڼه په پیسو کې ویني چې تر ډیره حده دې بدې پدیدې پر هغه چا هم ډیر تاثیرات شیندلي دي چې هغوی په معنویت باور لري.
د اسلام مبارک دین په ډیر تاکید سره همدا خبره کوي چې یو انسان پر بل انسان برتري نه لري د انسانانو برتري فقط په تقوا او پرهیزګارۍ کې نغښتې ده او همدارنګه که نور ادیان او مذهبونه وګورو په هغوی کې هم بد او ښه انسانان ډیر ځلیدلي دي چې پر معنویت یې باور درلودلی دی معنویت د انسان په شخصیت جوړولو کې مهم او اساسي رول لري، شخصیت جوړونه پرته له معنویت نه لاس ته نه شي راتلای، معنویت په نمایشي ډول هیڅ کله جوړیدلای نه شي ترڅو چې یو انسان معنوي اوصاف ونه لري.
په معنوي اوصافو کې ريښتنولي، حقیقت ته تسلیمیدل، ښیګڼه او د خلکو خدمت اړین او ضروري دی، په معنوي ژوند کې باوري انسانان د ظلم او بې عدالتۍ نه سخت رنج وړي او د تاریخ پر وړاندې د مسولیت احساس کوي کله هم داسې کړنه نه ترسره کوي چې سبا د تاریخ مسوله وي معنوي خلک کله هم قدرت او پیسو ته داسې سر نه ټیټوي چې وجدان او ضمیر یې ورسره نه مني،معنوي انسانانو ته وجدان او ضمیر دومره مهم وي چې په معمولي اشتباه سره هم فکر کوي، نو د ژوند په ټولو چارو کې د معنوي ژوند لپاره با ضمیره او با وجدانه انسانان ډیر مهم او اساسي رول لوبولای شي، هیڅ کله بې مسولیته او د تاریخ څخه نه ویریدونکي کسان لوی او درانه کارونه نه شي کولای ځکه هغوي معنویت ترک کړی او مادیاتو ته یې مخه کړې ده، کله کله څوک داسې فکر کوي چې ته یو لوی کس یې یا یو لوی منصف ته ورسیږې نو خامخا باید بلند منزلې او ډیر موټرونه او باډیګارډان ولرې، داسې نه ده،
په پای کې مې ځوانانو ته دا مشوره ده چې؛ باید پر معنوي ژوند باور ولرئ ځکه چې د هیواد او د خلکو راتلونکې روڅخه ډیره تمه کوي.
نیټه: ۲/۸/۱۳۹۵