لیکنه: اسدالله داور هلمند
ښکلا، کالی ،پیسی ،رتبه باندی هيڅکله شخصیت نه جوړيږی یا داسی نه ده چی يو سړی پسی و نه لری نو بیا هغه بی شخصیت دی شخصیت هغه څه دی چی نور خلک یی نه وینی بلکی نور خلک یی احساس کوی
په شخصیت باندی کوم شیان اغیزی لری ؟
۱ : کورنی تربیه – زموږ په شخصیت ډیره اغیره لری که د چا کورنی تربیه ښه وی نو دا دده په شخصیت کی معلوم میږی او که د چا کورنی تربیه ښه نه وی دا هم دده په شخصیت کی معلوم میږی
۲ : د محیط اغیزی – کوم ځای کی چی موږ ژوند کوه دا زموږ په شخصیت باندی ډیره اغیزه لری کچیری موږ په يوه ښه او با سواده محیط کی ژوند کوی دا به زموږ په رويه او رفتار کی زيات رول لری
۳ : د ښوونځی اغیزه – ښوونځی زموږ په ژوند او ښخصیت باندی خورا ډیره اغیزه لری ځګه چی لومړی دا موږ په ښوونځی کی زده کوه چی د مور ، پلار او ښوونکی سره څنګه خبری وکړو هم دا زموږ پیل دی چی خبرو کولو طریقه زده کوه او هر څونه چی زموږ صنف لوړيږی هغونه زموږ په شخصیت او رفتار کی توپیر راځی يو عالم وایی ( کله چی مو د ښوونځی دروازی خلاصی کړی په حقیقت کی موږ د زندان دروازی وتړی ) خو دا هم وايمه چی دا ستاسی به داسی ډیر خلک لیدلی وی چی هم یی ښوونځی ویلی او هم یی پوهنتون ویلی وی خو دده شخصیت ته چی وګوری په حقیقت کی به هيڅ شی هم نه وی خو تاسی به داسی خلک هم لیدلی وی نه یی ښوونځی وویلی وی او نه یی هم پوهنتون خو دوی ډيره با شخصیت خلک وی یعنی دا خپله د هر سړی په رفتار او رویه پوری اړه لری که موږ خوش طبیعت خلک اوسو او په ټولنی کی مو د نور سره ښه روابطه ساتله موږ به ډیر ملګری ولرو
شخصیت څنګه بدلیدلی شی ؟
پخوا به ډیرو خلکو وویل چی د انسان شخصیت نشی بدلیدلی خو نه داسی نه ده موږ کولی شو چی په ځان کی ځینی مثبت تغیرات راولو او هغه خپل بد عادتونه هیر کړو هغه څه چی زموږ تری هر وخت ځوریږو لومړی باید موږ په دی باندی فکر وکړو چی هغه کوم بد عادتونه موږ لرو او باید دا بد عادتونه ورک کړی او یا هم په خپل شاخوا کی دوه یا دری هغه خلک وڅیړو چی ښه با شخصیت دی او هغه کوم عادتونه دی چی دوی لری چی هم خلک ورسره ډیره مینه لری او هم یی احترام کوی کچیری موږ دا خلک وڅیړو نو موږ به خپل د پوښتنو جواب تر لاسه کړو او موږ ته له دا معلومه شی چی د دوی به ښه اخلاق، جرات ، په ځان باور ، همدردی ، په ټولنه کی ښه روابط ، مشران احترام او په کشرانو باندی مهربانی کول هر چا خبرو ته په ښه دقت باندی غوږ نیول ددی سبب شوی دی چی هم خلک ورسره مینه لری او هم یی احترام کوی او بیا دا تغیرات په ځان کی را ولو
څنګه کولالی شو چی با شخصیته اوسو
۱ : تل باید مثلت ګراه اوسو تږ باید حوصله ولرو او د نورو د خبرو د پوره اوریدلو توان ولرو
۲: ښه اخلاق باید ولرو
۳ : په ټولنه کی ښه روابط بايد ولرو
۴ : په خپل ځان باندی باید کنترول ولرو په خاصه ټوګه خپلی ژبی باندی هغه یو متل دی چی وایی ( خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ده )
۵: د ښو ملګرو سره ملګریتوب کول ډیر وخت خلک موږ د خپل ملګری له مخه پیژنی یعنی که ملګری ښه وی نو خلک به وای چی هتمن دی هم ښه دی او که مو ملګری بد عمله او خرال وی نو خلک به وایی چی دی هم بد عمله او خراب سړی دی
۶ : ډیر مهم ټکی دا هم دی چی د نورو احترام وکړه تر څو ته خپله احترام شی که موږ د نورو څخه دا هیله ولرو چی باید زموږ احترام وکړی باید لومړی موږ د هغو احترام وکړو اګر چی هغه تر موږ کښته هم وی
۷ :زموږ خبری باید ښی اوسی یعنی باید داسی خبری وکړو چی مقابل لوری پکښی توهین نه وی او يوازی ښه خبری کول هم ګټه نلری باید عمل پری وکړو يو متل دی چی وایی ( ښه خبری کول اسانه دی هم پری کول مهم دی ښه خبری خو په دیوالونه هم لیکل شوی وی )
۸ : د خپل ځان پاک ساتل هم زموږ په شخصیت کی رول لری باید ډیر کوښښ وکړو چی نظافت مراعت کړو
۹ : مخکی له دی چی پوه نشو باید تصمیم ونه نيسو او تل بايد اول په خبرو ځان پوه کړو چی د مقابل لوری هدف څه دی بیا یی په دیقت سره ځواب ورکړو
۱۰ : دوه مخه باید نه اوسو یعنی تاسی به ډیر داسی خلک په خپل ژوند کی لیدلی وی چی مخامخ مو ملګری خو چی د مخه لیری شس نړ بیا دی يه غیب نه مړيږی
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.