لیکنه: غریب الله (هلال)
شراب په نني عصر کې ډیر زیات دود شویدي لکه څرنګه چې په پخوا وختونو کې هم ډیر دود او رواج وو حتی د اسلام او د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت نه ورسته هم تر څلورم یا پنځم کال پوری حرام نه وو او ټولو خلکو به څکل تفصیل به یې ورسته راشی، دا چې شراب ولی حرام شول او څه علتونه موجود وو پدې به هم بحث وکړو خو اول لازم بولم چې د شرابو په معنی او مفهوم ځان پوهه کړو چې شراب څه ته وای اصلا مونږ شراب هغه څښاک ته استعمالوو چې نشه ولری خو شراب مطلق څکلو ته ویل کیږي هغه که د اوبو، شربت او یا نور بی نشي جوس وي خو هر هغه شي چې نشه ولری او یا عقل ګډوده وي نو هغه ته په عربی کې خمر وای خو زمونږ په اصطلاح کې عام خلک همدغه خمرو ته د شراب لفظ استعمالوی رابشو دیته چې پدی وفوهیږو چې خمر په لغت او اصطلاح کې څه ته وایی او شرب الخمر په اصطلاح کې څه ته وایی، د شرابو یا خمرو د څکلو حکم څه دی او ضررونه یې څه دي.
خمر په لغت کې:
خمر د ( خ-م-ر ) مادی نه اخستل شویدی کوم چې دلالت په پټوالی او ګډوډوالی کوي.
امام راغب وائې چې (اصل الخمر ستر الشئ) اصل په خمرو کې دادی چې یو شی پټ کړی لکه زړوکی چې مخ پټوی نو ددی وجی نه دا په خمرو مسمی شویدي چې عقل باندې پرده اچوي او عقل ګډوډه وي یعنی د انسان عقل د خپل واک او اختیار نه ووځی او بی هوده او بی هوشه شي.
خمر په اصطلاح:
امام راغب وایې ( الخمر اسم لکل مسکر) هرهغه شی چې نشه ولری د شرابو د جنس نه همدغه خمر دی که د انګورو او که د قجورو نه وي.
الکفوی وایې: هرهغه شراب یا څښاک چې پرده اچوی په زړه باندې برابره خبره ده که دا جوس ( جوس ترینه جوړ شوی وي) پخپل حالت وي، یا پوښ شوي وي او که خام وي همدا خمر دي.
شرب الخمر اصطلاح کې :
مراد د څکلو د خمرو نه دي او دا شامل دی هر قسم د نشیې شیانو ته که هغه په هر شکل د اشکالو وي پاخه، خام، جوس شوی یا په خپل حالت وي که ډیر وي او که کم وي عبارت د شرب الخمر نه دي.
شراب څه وخت حرام شول:
قتاده وای چې د عزوة الاحزاب نه ورسته دشرابو د حرام والی حکم راغلی او عزوة الاحزاب په څلورم کال د هجرت شوی ده او ابی اسحاق وایی چې ورسته د بنو نضیرو د عزوی نه حکم د حراموالی د شرابو نازل شویدی له دی نه مخکی د شرابو څکل جائز وو خو د صحابه کرامو دډیرو پوښتنو او د شرابینو د ضررونو او فسادنو لکبله الله تعالی د سورة البقری ایات نمبر( ۲۱۹) يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا) نازل کړه ژباړه تپوس کوي له تانه ای پیغمبره په باره د شرابو او جواری کې ورته ووایه ای پیغمبره پدی کې ډیره لویه ګناه ده او فایده هم ده پکی خلکو ته خو ګناه یې ډیره لویه ده د فایدی نه) په شرابو کې نوره هیڅ فایده نشته فقط ددی په تجارت کې به لږ څه فایده وي خو نقص او ضرر یې ډیر زیات دي چې د خلکو مینځ کې د دوښمنۍ، فساد، حسد، او بعض سبب ګرځي، نو په همدغه وخت کې به بعضو خلکو ویله که فایده لږه وي او که ډیره نو مونږ یې د فایدې لپاره کوو، خو بیا به بعضی نور ویله چې دی کې هیڅ خیر او فایده نشته دی ولی چې ګناه یې دفایدی نه لویه ده، نو بیا الله تعالی په سورة النساایات نمبر ( ۴۳ ) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ… نازل کړه ژباړه ائ د ایمانوالو تاسو مه نږدی کیږي لمانځه ته پداسی حال کې چې تاسو نشه یاست تر دی چې پوهه شي چې ځه وایی، ولی د نشی په حالت کې به بعضو خلکو د لاعبد ما تعبدون پر ځای اعبد ماتعبدون ویله معنی دا چې زه عبادت کوم چې تاسو یې عبادت کوي حال دا چې د ایات معنی ده زه عبادت نکوم د هغه څه چې تاسو یې عبادت کوي. نو بیا به بعضو خلکو ویله چې هر کله مونږ شراب یعنی خمر څکل بیا به کورنو کې کینو او لمانځه ته به نه ځو او بعضو به ویله چې پدې کې هیځ خیر نشته چې ځمونږ د لمانځه مانع د مسلمانانو سره ګرځی نو بیا الله تعالی مطلق د حرمت ایاتونه نازل کړه د سورة المایدة ایاتونو نمبر ( ۹۱-۹۰ ) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (90) إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ ) ژباړه ائ د ایمانوالاو په تحقیق سره شراب، قمار، غشی ویشتنه دا پلیت او ناروا عمل د شیطان دی ځان ترینه وساتی های تاسو کامیاب شي، یقنآ شیطان غواړی چې ستاسو تر مینځ دوښمنې واچوي په شرابو خوری قماربازی کې او تاسو بند کړی د ذکر د الله تعالی او د لمانځه نه ایه تاسو منع کیږي د ذکر د الله تعالی او د لمانځه نه. نو ددی ایاتونو په نزول سره شراب مطلق حرام شول ولی چې هر کله مومین مسلمان د الله تعالی د ذکر او لمانځه نه بند شو نو انسان کفر ته رسیږي ولی چې په مابین د مسلمان او کفر کې پریښودل د لمانځه دي،
د شرابو څکلو حکم :
د اسلام مقدس دین د شرابو په حراموالی کې د سختی نه کار اخستلی دی ترڅو چې د انسان شخصیت، جسم، او عقل سالیم پاتی شي ولی پدی کې شک نشته دی خمر او شراب د انسان شخصیت ضعیفه او دبدن مقاومت د لمینځه وړی او همدارنګه عقل ختموی یو شاعر وایې ( شربت الخمر حتی ضلی عقلی- کذاک الخمر تفعل بالعقول) وایې شراب می وڅکل تر دی چې ځما عقل یې ګمراه کړه او همدارنګه شراب کوی د عقلونو سره، نو هرکله چې انسان عقل لاړ شی انسان د انسانیت نه حیوانیت ته ګرځي او هغه حیوانیت ته چې ډیر شریر وي او دوغومره شر او فساد ترینه واقع کیږي چې هیڅ حد نلری نو پدې حالت کې وژنه، زیاتي، فحشأ، درازونو ښکارکیدل او د خپل هیواد سره خیانت کول د شراب خوړلو د تاثیر له وجی نه کوي.
شراب خوړلو ته په شریعت کې ام الخبایث یعنی د خبیثتونو مور ویلی شویده د عبد الله ابن عمر (رض) نه حدیث روایت شویدی دا وایې چې نبی علیه السلام وویله چې (الخمر أم الخبایث) خمر او شراب دخباثتونو مور ده، او د همدی راوی نه روایت دی وایې چې ( الخمر أم الفواحش و أکبر الکبائر ومن شرب الخمر ترک الصلاة ووقع علی أمه وخالته عمته ) رواه الطبرانی ژباړه دا وایې شراب د فواحیشو مور ده او د لویو ګناهونو نه یوه ګناه ده چاچې شراب وڅکل لمونځ یې پریښوده، دا واقع کیږي په مور، خاله او عمه باندي ان اعوذ بالله نو له دی وجی نه چې دا ډیره خبیثه، نجسه او د کناهونو مور ده نو د اسلامې شریعت یې په حرمت ډیر تاکید کړیدی، د انس ( رض) روایت کړیدی ژباړه دا واي چې په لسو مواردو کې د شرابو په ګناه کې انسان شاملیږي شراب جوړونکی، د چا لپاره چې جوړیږي، د شرابو څکونکی، د شرابو راوړنکی، د چا لپاره چې وړل کیږي، ساقی، خرڅونکی، دشرابو د ګټي روپو باندې خوراک، د چانه چې اخستل کیږي او د چا لپاره چې اخستل کیږي. په بل حدیث کې د ابو هریرة ( رض) نه روایت دي ژباړه زنا کونکی زنا نکوي پداسی حال کې چې دا مومین وي، غل غلا نکوي پداسی حال کې چي دا مومین وي او شراب څکونکی شراب نه څکوی پداسی حال کې چې دا مومین وي، روایت کړیدی احمد بخاری او مسلم.
پدی وخت کې څمونږ بعضی وروڼه شراب خوړلو لپاره رنګ په رنګ دلیلونه ګوری بعضی وايي چې دا د پختورګو د صفایې لپاره ښه دي او بیا نور وایې چې پدې کې دوا ده او ډاکټران یې د مساني لپاره ورکوي خو نبی علیه اسلام طارق بن سوید د جوړولو د شرابو نه منع کوی هغه وایي چې زه یې د دوا لپاره جوړوم نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وایې دا دوا نه بلکی مرض دي په بل حدیث کې نبی علیه السلام وایی چې شراب خوړل کیلې د ټولو شرونو او فسادونو ده، د عبد الله بن عمرو رض الله عنهما نه روایت دوي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم واي عاق شوی، مادام الخمر، منان او ولد زنا نشي داخلیدلی جنت ته. نو ډیرو زیاتو احادیثو کې حرمت د شرابو راغلی دی که ټول ذکر کړو بحث به ډیر اوږد شی خو په هر حال شراب څکل ډیر بد او ناروا عمل دي لکه څرنګه چې د مخکنی ایاتونو او احادیثو نه معلوم شول نو هر هغه څوک چې ځانته مسلمان او مومن وایې نو هغه ته پکار ده چې ددی خبیث عمل نه خپل ځان او دستان وساتي او د شرابو نه په ځان ساتلو کې به مو خپل دین، ایمان، او مال د نقص او تاوان نه ساتلی وي او ټولنه به مو د مذهبي، کلتوري، ټولنیز او په اقتصادي لحاظه د پرمختګ پو لور وړی وي.
په مسیحیت کې هم شراب خوړل حرام دي:
لکه څرنګه چې په اسلام کې شراب څښاک حرام دی نو همدارنګه په مسیحت کې هم حرام دی همدارنګه استدلال کړیدی د سوریې د کنیسه رئس الأرثوذکس په حراموالی د شرابو کې د مقدسو کتابونو په دلایلو سره خلاصه ټول نشه اور شیان حرام دی په ټولو اسمانی کتابونو کې برابره خبره ده که د انګور، وربشو، قجورو، شهدو ، افین، چرس، بنګ او یا نورو شیانو نه وي، خو نړیواله ټولنه فقط پدی اسرار کوي چې مواد مخدر یعنی هیروین، افین او چرس باید بند شي خو څمونږ مقدس دین اسلام ددی ټولو شیانو چې نشه ولری د بندیدو امر او حکم کړیدی.
د شرابو څکلو ضررونه:
د کتور عبد الوهاب خلیل لیکی په شرابو کې یعنی خمرو کې نفس، دین، او دانسانیت خلقیت ته ضرر دی او پدې ترتیب ډیر بد او مضر تاثیرات په افرادو او ټولنه کې هم رامنځ ته کوي او بیا مخکی وایې چې هر کله مونږه د علماؤ د دین، د ډاکټرانو، علماؤ د اخلاقیاتو، د ټولنپوهنانو او د اقتصاد پوهانو پوښتنه کړیده او ددوی رایې مو اخستی ده ټولو همدا جواب ویل دي چې شراب خوړلو بندیدل د بدسلوکۍ او بدتمیزۍ بندیدل دی په ټولنه کې په تماما معنی.
د لالت په کمزورتیا د ایمان کوي.
د انسان نه نورانیت د ایمان لری کوي خاص کر د شراب د څکلو په حالت کې.
د سړی حیا، سړیتوب، ځوانمردي، بهادري او غیرت لمینځه وړي.
د سړی عقل له مینځه وړی په کوم سره چې د انسان تمیز د حیوان سرا راغلی دی.
شراب ډیر مضر د بدن، نفس او مال ته دي.
شراب په میراث کې پریږدي بعض، کینه، او انسان منع کوي د الله تعالی د ذکر او لمانځه څځه.
او ډیره خطرناکه داده چې د رب د قهر او عوصی سبب ګرځی او انسان د الله تعالی د رحمت نه محرومیږي.
شراب سړي راکاږی ډیرو لویو ګناهونو او ډیر زیات بدو فحشاؤ ته.
شراب خوړل اور ته د داخلیدو سبب ګرځی او جنت ته د داخلیدو او حلالو شرابو څکلو په جنت کې مانع ګرڅی.
په ورځ د قیامت کې به څکونکی د شرابو په ډیر بدحالت کې پاڅیږي.
شراب خوړل بربادوي مال او ثروت، د صیحت خرابیدل او د انسان قدرت او ترو تارګۍ ختمونکی دي.
ومن الله التوفیق
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.