ژباړه: رحیم الله ځيرک
افلاطون د خپل استاد په پیروۍ شعري ماده او نور هنرونه یې یوازې پېښې بللې، دده په فلسفي اند، نړۍ یا چاپېریال اصلي او حقیقي نه دی ، بلکې د یوې بلې نړۍ سیوری دی، لکه څنګه چې ادبیات د یوې تقليدي نړۍ پېښې دي نو ددې لپاره له تقلید څخه د تقلید حکم پیدا کوي او بې ځایه کړنې بلل کیږي .
سربېره پردې د شعر په اړه هم ځينې نیوکې لري، هغه داچې، دده په اند د شاعرانو کړنې ، خیال جوړونه او د خرافاتي مطالبو وړاندې کول دي ، چې ځوانان ، ماشومان او ساده ډوله خلک د ګمراهۍ خواته بیایي، ده په خپل اثر (جمهور ) کې شاعران تر خپل برید لاندې را وستي او د ټولنې لپاره یې کرغېړنې څېرې ګڼلې، نو ځکه یې له خپل ښار ( اتوپیا ) څخه بهر وشړل .
شاعران د خرافاتو په رامنځ ته کولو او د خدایګوټو په اړه د ناسمو او اغراق ډوله معلوماتو په وړاندې کولو سره د ښو خلکو ذهنونه سره ګډوډوي او ټولنه د ګمراهۍ خواته بیايي .
افلاطون یوازې اخلاقي شعر مني او ښوونیزو ادبیاتو ته ارزښت ورکوي ، په دې معنا هغه شعر چې اخلاقي بڼه ولري او دټولنې په ګټه وي ، نو ددې لپاره په منځنیو پېړیو کې یې د کلیسا په ادبي مسایلو کې یوازې د افلاطون نظریاتو ته کتل او د هغه پر بنسټ یې پرېکړه کوله .
افلاطون هم د شعر په اړه یوه وړه رساله لري ،چې یوازې یې د شعر او شاعرۍ په اړه بحث کړی، پدې ځای کې دی زیاتوي چې، شاعران د خپل درک او پوهې پربنسټ شعر نه وايي، بلکې د شعر سرچينه یې فاعلي علت، جذبه او الهام دی،که چېرې ددې حالت څخه ووځي نو بیا د خپلو ویل شویو خبرو په معنا نه پوهيږي.
د افلاطون د نظر په اړه څو ټکي:
تر اوسه مو څو ځلې د مادي او فاعلي علتونو په کارونه باندې خبرې کړې ، په دې باید پوه شوچې پخوانیو د موضوعاتو د پېژندلو په مساله کې د څلور ګونو علتونو مساله وړاندې کوله یعنې د یوې موضوع د بشپړ درک او مطالعې لپاره په به یې څلور ګونو علتونو او سببونو ته پاملرنه کوله ،چې هغه له مادي، فاعلي، ظاهري او غايي علتونو څخه عبارت دي، په دې معنا دوی به داسې مطالعه کوله چې، له څه څخه یې جوړه کړې ؟ چا جوړه کړې ؟ څه ډول یې جوړه کړې( شکل یې څه ډول دی ) او ولې یې جوړه کړې ؟ د بېلګې په توګه د یوه کور په اړه که ووایو، چې مادی علت یې خښتې، سمنټ، لرګي او اوسپنې دي، نجار او سیم کش یې فاعلي علت، ظاهري ( صوري ) علت یې چت او مربع یا مستطيل ډوله فضا ده او پایلیز یا وروستنی علت یې په هغه کې ژوند او ارام کېدل بلل کیږي .
د افلاطون او ارسطو په نظر ادبیات دادي چې، مادی علت یې پېښې کول دی ،چې وړاندې یې هم یادونه وشوه، الهام او جذبه یې د شاعر فاعلي علت ګڼل کیږي،ورپسې صوري ( ظاهري ) علت یې ( چې په هره ژبه کې توپیر لري ) موزون او مقفی عبارتونه دي ،چې په یوه ځانګړي قالب کې وړاندې کیږي او ورستنی ( غايي ) علت یې په زړونو باندې تاثير بلل کیږي ،ځکه فاعلي حالت یې جذبه او الهام دی چې انسان له خپل حالت څخه وتل دي . افلاطون زیاتوي چې، دشاعرانو واک د خپل ځان سره نه دی او د خپل فکر او عقل له مخې خبرې نه کوي،بلکې ددوي خبرې د بې حالۍ په حالت کې وي . د ابن فارض په اړه لیکي چې : ډېری وخت به دمستۍ او بیهوښۍ په حالت کې و، خو کله به چې په خپل ځان پوه شو نو خپلو یارانو ته به یې قصیدې ویلې، که دا ومنو یا یې ونه منو په دې کې شک نشته که چېرې الهام او جذبه نه وي ( په تېره بیا د شعر په ویلو کې) نو په کلام کې به لطافت نه وي، نو ټول سوریالستان په دې اند دي چې، د خپلو ادبي پنځونو په وخت کې خپل ذهنونه د بې حالۍ خواته بیایئ .
په اوسنیو وختونو کې شاعرانو ( پل والري ) په شعر کې الهام او جذبه نه مني او شعر یو هسې جوړ شوی شی ګڼي . د Poet (شاعر) له یوناني Poietes د جوړ شوي په معنا دی نو Poem ( شعر ) د یوناني Poiein له ریښې څخه اخیستل شوی،چې د پیدا کولو او جوړولو په معنا راغلی دی، اما په عربي کې د شاعر لفظ د شعور پیدا کونکي په معنا راغلی دی ، شاعر هم دیوه خبرېدونکي په توګه وي او ددې په اړه خپله خبرېدا بیانوي .
جالبه داده چې د افلاطون نظر زیات د سرود او سرودا له کلمې سره،چې په زړه فارسي کې د شعر په معنا راغلی برابره ده ان تر دې چې د یوناني د سرود او سرودا د سروش له کلمې سره هم ریښه ده ،چې سروش د وحی او الهام الاهه بلل کېده . بل داچې اویستايي ریښه یې Srva یا Sru چې د اورېدلو په معنا ده راغلې، نو کولای شو سرود داورېدلو په ډول معنا کړو یا اسماني اړينې خبرې چې اورېدل کیږي .
زما په اند دا نه شو ویلای، ټول شعرونه د الهام او جذبې پایلې دي، کېدای شي پیل یې په یوه داسې انګېزه وشي چې، شعر د موسیقۍ او سندرې یا د جذبې و الهام په څېر په شاعر کې القا شي ، لکه څرنګه چې ریلکه وايي : چې د ارفئوس قصیدې ماته الهام شوې دي او وروسته شاعر د خپلې پوهې پر بنسټ هغې ته ادامه ورکوي او جوړوي یې البته دا جوړونه به په فطري او د پیداکوونکې معقولې په ډول وي .
هغه شعرونه چې، بشپړ د یوې جذبې او الهام پر مټ جوړ شوي وي معمولاً نابریالي شعرونه دي ، البته د جذبې او الهام څخه موخه داده چې، نهایتاً خپله پوهه ناپوه کسانو ته ورسپارل دي او وروسته ددې دوام د تخیل په زور په مخ بیايي .
افلاطون وايي: کله چې شاعران د هغې جذبې او الهام څخه ووځي نو وروسته د خپلو خبرو په معناوو نه پوهيږي ، په زیات احتمال سره دا د سقراط نظر هم دی . سقراط په خپل یوه مشهور اثر ( دفاعنامه ) کې وايي : ما خپله ځو ځله د شاعرانو خپل شعرونه دوی ته ولوستل ، خو دوی مې د خپلو شعرونو په تفسیر کې تر نورو کمزوري ولیدل ، دا سمه خبره هم ده ددې د توجه لپاره کېدای شي ډېر لاملونه وښيو د بېلګې په توګه : که د خپلې ژبې یو ویونکی ونه نشي کولای د خپلې خبرې د فعل ، فاعل او مفعول له مخې تجزیه او ترکیب کړي هيڅ باک یې نشته ، بلکې شاعران د یوې نړیوالې فطري ژبيوهنې څخه پيروي کوي د بېلګې په توګه : کېدای شي د استعارې ، تشبه ، کنایې او ایهام او داسې نورو څخه ګټه واخلي خو په علمي بڼه په دې و نه پوهيږي چې، استعاره او ایهام څه دی او په څو برخو وېشل وشوی ؟ فروخ فرخزاد په فارسي ژبه کې دا کلمې ډېرې کارولې خو په بیابیا یې دا ویلي چې ما نه دي لوستې .
له بله اړخه هم کولای شو د ا مساله وڅېړو د بېلګې په توګه د سمبل بحث چې، په ادبي ژبه کې کارول کيږي او ژبه بیخي سمبولیک ماهیت پیدا کوي په دې معنا چې، هم په ځان دلالت کوي او هم په بل څيز .
ژبه د معنا په لحاظ تر کارونې وړاندې یو ډول او په ادبي ژبه کې تر کارونې وروسته بل ډول حالت غوره کوي ، بله مساله داده چې، په ادبي ژبه کې هر ډول کلمات کارول کیږي ، نو ددې لپاره ادبي ژبه د لوستونکي لپاره واحده او ثابته نه ده .
په هر حال دا چې لیکوال او شاعر د خپلې ادبي پنځونې څخه وروسته د لوستونکي څخه څه حکم تر لاسه کوي دا بیا یو طبعي امر دی . یو رومان لیکونکی وايي : مخکې له دې چې، خپل کتابونه نورو ته شرحه کړم په دې تمه پاتې کیږم ،چې نور یې ماته شرحه کړي او زه ددې لېوال وم هغه کوم څه دي ،چې ما یې د ویلو هوډ درلود او په دې کتاب کې مې راوړي دي .
د افلاطون له بحثونو څخه چې ما کومه ځانګړې ګټه اخیستې هغه داده : دی وايي چې د بل له پېښو څخه پېښې کول یوه هسې کړنه ده زه پرته له دې چې د افلاطون فکري مبنا ته پاملرنه وکړم وایم چې، د نورو شاعرانو او لیکوالانو له سبک څخه ګټه اخیستنه او پېښې کول یو عبث کار ګڼل کیږي او پېښې باید د داخلي ، بهرنۍ او بکرې نړۍ څخه پرته له کومې واسطې وشي . د بېلګې په توګه د خراساني سبک شاعرانو پرته له دې چې پخوانۍ الګوګانې ولري مسقیماً یې له اصلي نړۍ څخه پېښې کولې ، نو دا ده چې د هغې دورې ادبیات اصلي وګڼل شول ، په داسې حال کې چې ورستنیو شاعرانو ددې پر ځای چې خپله پنځونه ولري دوي به په خراساني سبک کې د مطرح شویو مسایلو پېښې کولې ، نو ددې لپاره یې په شعر کې یوازې مهارتي موضوعات او پېښې را نغاړل شوي دي، چې دا موضوعات زیاتره په عرفاني موضوعاتو کې ښه څرګندیږي . د مولانا په څېر کسانو په صادقانه ډول له خپلې نړۍ څخه تقليد یا پېښې کولې ،په داسې حال کې چې، زیاترو ( حتی د جامي په څېر شخصیتونو ) هم په خپلو مطرح شویو عرفاني بحثونو کې له پخوانیو څخه تقلید کړی، نو ددې لپاره یې په ځینو شعرونو کې مالګه او ذوق لږ تر سترګو کیږي کله داسې هم شوي چې، د شاعرانو په شعرونو کې له نیمګړتیاوو سره مخامخ شوي یو، نظامي ظاهراً دا پتیله چې نرګس ګل د نورو ګلانو په څېر د پسرلي او اوړي ګلان دي، چې په مني او ژمي کې له منځه ځي حال داچې دا برعکس خبره ده ، نو د مني د را رسېدو او د لیلی له منځه تللو ستاینه کوي .
یو بل مهم ټکی هغه دادی، که چېرې یو هنر مند په مستقیم او په بې غوره ډول له اصلي نسخې څخه پېښې وکړي ، دده پېښې په هېڅ ډول د هغه بل په ډول نه دي او کېدای شي و اوسي لکه څرنګه چې فردوسي د خپل ژوند په ورستیو کې څه ډول پېښې کړې د جامي او رودکي د تقليد سره بشپړ بېل دی .
د نوي عصر شاعران لکه نیما ، فروخ او سپهري په فارسي ادب کې نوې پېښې رامنځ ته کړې ، لکه فروخي چې، د خپل ژوند په ورستیو کې د یوې ایرانۍ ښځې د ژوند په اړه وايي :
لوی شاعران د لمر راختو ، شپې رسېدو او پسرلي په اړه که څه هم بیا ځلي پېښې کوي ،خو بیا یې هم بشپړې بېلابېلې تابلوګانې کښلې دي ،چې ددوي د ځانګړو لید لورو، احساساتو او عواطفو استازیتوب کوي ،نو داده چې هر لوی شاعر یو ځانګړی لید لوری لري او په خاصه ژبه او کلمه کې د یوه ځانګړي سبک څېښتن بلل کیږي .
دې ټکي ته په پاملرنې سره چې د ادبي کره کتنې په تقليدي مکتب کې دې ته اشاره شوې ، هغه دا چې یو ادبي اثر تر کومه ځایه په تقلید کې بریالی او رښتینی دی ، تر ټول ډېر اړین بحث چې د پېښو په اړه دی هغه زموږ د اریک آئورباخ په کتاب کې مطرح شوی دی د (په لوېديځو ادبیاتو کې حقیقت لټونه ) مقدس کتاب د پېښو له پلوه د ایلیاد او اودیسه سره پرتله کړی دی ،چې ددوي په مقدس کتاب کې د حضرت ابراهیم او د ایلیاد او اودیسه د اتلانو د ستاينو تر منځ بشپړ توپیر لیدل کیږي . د بېلګې په توګه په ایلیاد او اودیسه کې محسوس او جزیی امورو ته کتنه شوې په داسې حال کې چې په مقدس کتاب کې عمدتاً کلی مسایل بیان شوی دی .
ائورباخ وايي : له پخوا څخه تر ننه پورې د سبکونو تر منځ د ورته والي او بېلوالي دوه اړخه لیدل شوي، چې په ایلیاد کې د سبکونو پربېلتون تکیه شوې او په مقدس کتاب کې د سبکونو په ګډوالی او زموږ په وخت کې هم د سبکونو ګډوالي ته پاملرنه کیږي .