ليکنه: محمد جواد مصباح
- ښه شعر هغه دی چې مفهوم يې د لفظونو نه وړاندې په ذهن کې راشي. (احمعی)
- داسې کلمات چې موزون او مقفي وي او په اراده ليکل شوي وي (ابن خلدون)
- د شعر په لوازمو کې قافيه، وزن او مقصد شامل څيزونه دي. (احمد بن مصطفی)
- شاعري داسې صنف دی چی وړوکی څيز لوی او لوی څيز وړوکی وښايي، ښه شی بد او بد شی ښه ثابتولای شي، په داسې ډول د انسان جذبات مشتمل شي او په طبيعت يې د انبساط او انقباض کيفيت خور شي او په دنيا کې د عظيمو کارنامو سبب وګرځي. (نظامي عروضي)
- شعر په حقيقت کې هغه منظوم کلام دی چې دواړه مسرې يې په تول تللې او حروفو سره سمې، عروض او قافيه سره جوړ وي هر څه چې وي که قطعه، غزل که مسدس وي، په دې وجه شعر وايه شي. (خوشحال خان خټک)
- شعر د هغو لطيفو، نازکو احساساتو، تخيلاتو او هغو معانيو څخه عبارت دی چې د موذونو او رنګينو الفاظو په جامه کې راوړل شي. (پوهاند صديق الله رښتين)
- شعر هغه وينا ده چې الفاظ يې ښکلي وي او ويونکی يې په فکر، پوهه، ذوق، د زړه هيجان او د روح اغېزه سره ګډ کړي. (استاد ګل پاچا الفت)
- هغه وينا ده چې د آهنګ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقعيت تخیلي او بيا ځلې انځورولو ته شعر وايي. (صديق روهي)
- په لغت کې پوهې او خبرېدو ته وايي، ځينې اروپايي پوهان وايي هغه کلام چې ښه خيال او تاثير په کې وي، که وزن او قافيه په کې نه وي هم شعر دی. (پښتون آقا شيرزاد)
- شعر د طبيعت تقليد يا تمثيل دی. (ارسطو)
- شاعر له حقيقت څخه دوه ځلې لری کېږي. (اپلاتون)
- د شعر غرض تخيل دی. (خواجه نصیر طوسي)
- شعر يو قلابي پنځونه ده او شيان لکه څنګه چې دي هغسې يې نه ښيي، شعر لکه په نظم کې چې راځي په نثر کې هم راتلای شي. (پري سکاټ)
- زه به د کلمو شعر هغسې تعريف کړم، لکه هغه چې د ښکلا آهنګوال پنځونه وي، د هغه يوازينی قاضي ذوق دی، له عقل او وجدان سره دهغه ارتباط فرعي دی، که تصادف په پام کې ونه نيسو نو شعر له وظيفې او حقيقت سره سرو کار نه لري. (ادګارالن پو)
- شعر د قوي احساس تخیلي څرګندونه ده او معمولاً اهنګواله ده، د چوپتيا په حالت کې د قوي احساساتو د طغياني حالت راټولونه ده. (زورث)
- مطلق شعر په جذباتي او اهنګواله ژبه د بشري فکر مشخصه او هنري څرګندونه ده.(تيورورو واټس-ډانټن)
- شعر يو موزیکال فکر دی. (کارلايل)
- يو واقعي نظم د تجربو تسلسل دی، لکه موږ هغه په شاعرانه توګه لولو، د اوازونو، تصويرونو، فکرونو او جذباتو له معبر څخه تېرېږو. (انډروبراډلي)
- شعر يوه ژبه ده چې په زيات يا کم هیجاني ډول سره هغه څه وايي چې ويل کېدای نه شي، هر شعر که لوی وي که کوچنی همدغه کار کوي. (ايډون ارلينګټن راښته)
- په شعر کې د لفظ معنا د هغه څه نه چې په قاموسونو کې يې راوړي پراخه ده او د بيان قدرت يې زيات دی. (پ. ګوري)
- ښه شعر معنا نه لري. (ابوالمعاني بېدل)
- شعر بايد ژوند د اړتياوو او معيارونو تابع نه کړو، د ګلاب ګل څوک ددې لپاره نه خوښوي چې د هغه اوبه د سترګو د درمل په توګه استعمالېدی شي، بلکې ددې لپاره يې خوښوي چې ګلاب ښکلی دی او ښکلا په خپله يو مستقل ارزښت دی. (رمي دوګورمون)
- نه، د دنيوي لمسون د پاره نه.
د دنيوي حرص او دنيوي مبارزې د پاره نه.
بلکې د خوږې سندرې د پاره، د الهام د پاره نه.
د دعا د پاره دی چې شاعر د نيا ته راغلی دی. (پوشکين) - موږ نه غواړو چې نقاشي او مجسمه جوړونه متعهده کړو، شعر هم د نقاشۍ، موسيقۍ او مجسمې جوړولو په شان دی. (ژان پل سارتر)
- شاعر اوسه حتا په نثر کې. (بوډلر)
موږ شاعران د عدم سره جنګېږو څو هغه په هستۍ بدل کړو، د چوپتيا دروازه په سوک وهو څو يو ځواب ورکوونکې موسيقي واورو. موږ لايتناهي فضا په يوه لوېشت کاغذ کې ځايوو او د زړه له دوو ګوتو فضا نه سېلاب رابهوو. (چيني سردار لوچي) - هغه شاعر چې رښتيا ويونکی نه وي مړ دی او هغه شاعر چې يوازې د واقعيت پالونکی وي هم مړ دی، هغه شاعر چې غیر منطقي وي يوازې په خپله پوهېږي او د هغه مينه دا ډېره له غمه ډکه پېښه ده خو، هغه شاعر چې ټول منطق وي هم له وحشته ډکه خبره ده، ثابت احکام په شعر کې وجود نه لري. (چونيشفسکي)