لیکوال: جبران خلیل جبران
ژباړن: مصطفی صفا
زه غریب یم!
په نړۍ کې غریب
او په دې غریبۍ کې داسې وحشتناک یوازیتوب او سخت زړیتوب دی،
چې ما د یوې ناپېژندل شوې او جادوګرې نړۍ په یاد کې اچوي او خوبونه او خیالونه مې له ارواو ډکوي.
زه د خپلو خپلوانو په منځ کې غریب یم، له هغوی څخه چې هرکله کوم یو وینم، له ځانه وپوښتم:
هغه څوک دی؟ څه تړاو له یو او بل سره لرو؟ او څنګه د یو او بل په څنګ کې اوسو؟
زه هر وخت له ځانه سره د غریبۍ احساس کوم، هر کله چې په ژبه خبرې راوړم، خپل غوږونه مې په تعجب کې وي، ځکه چې خپل غږ هم راته نااشنا ښکاري!
له خپله ځانه سره ځان په خندا، په ژړا، کله هم بې پروا او ډارن وینم.
له خپله لاسه حیرانېږم، اروا مې خپله اروا تر پوښتنې لاندې راولي
او زه د نااشنا پوښتنو په دوړو کې پاتې کېږم او غیبېږم پسې.
زه له ځانه سره غریب یم، هرکله چې خپل مخ په هنداره کې ګورم، ډېرې نااشنا نښې پکې مشاهده کوم او په سترګو کې مې داسې څه پیداکړم، چې په خپل وجود کې له هغو بې خبره یم.
د ښار په کوڅوکې قدم وهم، ځوانان له شانه راپسې وي او په زوره زوره راپسې وايي:
دا سړی ړوند دی! راځي امسا ورکړو… زه له دوی نه همداسې مخه واخلم او په مخ کې د څو پېغلو سره مخامخ شم، چې یوې او بلې ته سره وايي، دا سړی د کاڼي په څېر کوڼ دی، راځئ دده په غوږو کې سندرې ووایو!
له دوی نه هم تښتم او د څو پخو سړیو ډله وینم، چې سره وايي: دا سړی د قبر په شان چوپ دی، راشئ دده د ژبې غم وخورو! زه ددوی له ډاره لاره پرېږدم او څو تنه سپین ږیري وینم چې خپلې لړزانه ګوتې ماته نیسي او وايي: هغه لېونی دی چې عقل یې د افسانو په تماشو کې له لاسه ورکړی!
زه په دې نړۍ کې غریب یم، زه غریب یم!
ختیځ او لوديځ مې تر پښو لاندې کړل، مګر خپل د زیږېدو ځای مې ونه موند او داسې څوک مې پیدا نه کړ، چې ما وپېژني او یا مې خبرو ته غوږ ونیسي.
هره ورځ سهار وختي له خوبه پاڅېږم او ځان په یوه تیاره غار کې د مارانو او مضرو حشرو په منځ کې زنداني مومم. هغه وخت زه د رڼا په لوري ځم، په داسې حال چې خپل سیوری په ماپسې راځي. خیالونه مې له ګامونو راپیداکېږي او زه په یوه نامعلوم لوري ګام وهم او دداسې شیانو لټونه کوم، چې درک یې نه لګي او داسې څه په لاس راوړم، چې هغو ته هېڅ اړتیا نه لرم او څنګه چې شپه رابره شي، بیا غار ته ورګرځم او د نرمو وښو او اغزنو بوټو پرسر غځېږم. په دې وخت کې عجب فکرونه او د غم او خوشالۍ ډکې ناراموونکې غوښتنې په ما یرغل راوړي. چې نیمه شپه شي، د پخوانیو تېرو او هېرو خلکو ارواوې د غار له سوریو د باندې راوځي او ماته ځان راښيي، زه له هغو سره خبرې کوم، پوښتنې ترې کوم او ځوابونه او موسکاوې یې اورم، خو کله چې د هغو د لمس کولو او د هغو د رانیولو هڅه کوم، هغه د لوګي په شان خورېږي.
زه په دې نړۍ کې شاعر یم
زه غریب یم او هېڅوک زما په ژبه نه پوهېږي
د بیابان لاره نیسم، هسکې ټیټې په سراب کې وینم، چې د درو له ژورو څخه د غونډیو سرو ته راهسکېږي، لوڅې لغړې ونې وینم، چې د سترګو په رپ کې غوټۍ او مېوه کوي او پاڼې یې ژړېږي او رالوېږي.
د الوتو په حال کې مرغان وینم، چې غاړې کوي، مګر ناڅاپه وزرونه نغاړي او ځمکې ته راټيټېږي او د هغو بربنډو ښځو په شان راځي، چې تار په تار ویښتان یې له غاړو سره ټالۍ وهي او ماته په ناز ناز ګوري، خاندي او خپل نازک مرمرین لاسونه راغځوي، هغه مهال لکه د غبار څپه رانه غیبېږي، خو د ملنډو خندا یې په فضا کې کړنګېږي.
زه په نړۍ کې غریب یم
زه شاعر یم، د ژوندانه کرښې د شعرونو په لمن رانغاړم
زه غریب یم او غریب به پاتې شم
ترهغې ورځې چې ما خپلې اسرې خپل هېواد ته بوځي!