ژباړه: مقتصد ستړی
شفتالو هغه خوندوره میوه ده چې د تاوده موسم سره یو ځای پیل او بیا تر پایه دوام کوي.
د سترګو په روغتیا کې ځانګړی رول لري، د سترګو په روغتیا کې ګازرې دي چې سترګي رمټي ساتي مګر اوس طب پوهان وایي چې شفتالو یې په روغتیا کې ځانګړي برخه اخلي.
شفتالو د بیتاکروټین په لرلو سره د ټول بدن د ویني په صاف والي او د سترګو د پلو په مظبوط والې کې زیاته برخه اخلي.
شفتالو د بدن زهرجن مواد سوځوي، زموږ د بدن غړي د ورځې څو ځله د تیزابي او زهرجن موادو له مادې سره مخ کیږې چې پښتورګو او د ویني جریان ته زیان رسوي. په شفتالو کې شته مواد له پښتورګو سره په مسلسل کار کې برخه اخلي چې د ځینو بې وخته دردونو د زیاتوالي مخنیوی کوي. که غواړی تل تر تله د پښتورګو له ناروغۍ څخه په امن کې ووسئ نو هره ورځ یو شفتالو وخورئ. شفتالو د پوستکي د ناروغۍ هم دارو دی، د مخ په ښکلا کې مهم رول لوبوي چې په خاص ډول د سترګو د شا او خوا د تور والي مخنیوی کوي، شفتالو د ډیرو ویټامینونو درلودونکۍ دی.
د وزن له کنترولو پریشانه یاستۍ؟
که ستاسو ځواب هو وي هره ورځ په خوراک کې شفتالو ګډ کړئ، شفتالو د ویټامین ای، ویټامین سې، منیګیشم او کلشیم لویه زخیره لري د سلاتې او د خوراک د خوند په ښوالي کې یې هم کارولۍ شئ.