• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

شل غوره او په زړه پورې ويناوې!

Home ژباړهشل غوره او په زړه پورې ويناوې!

شل غوره او په زړه پورې ويناوې!

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱- مومنان بايد يوازې پر الله تعالی توکل وکړي.
( آل عمران سوره / ۱۶۰ ايت )

۲- له زانګو نه تر ګوره، د علم په لټه کې واوسئ.
(حضرت محمد «ص» )

۳- که غواړې ټول ښه واوسي نو خپله ښه واوسه.
مولانا بلخي

۴- زه لوی او کوچني خلک پر دې پېژنم چې لوی پر راتلونکي او کوچني پر تېر فکر کوي.
ګل پاچا الفت

۵- پوهنه د دې ارزښت لري چې ځان ورته په تکليف کړو.
فردوسي

۶- ‏هېڅ کار مخکې له بشپړ پلان لرلو نه مه کوئ.
‏لقمان حکيم
‏
‏۷- سپېڅلې پوهه په ناپاکو زړنو کې ځای نه نيسي.
‏سقراط

۸- بريا هغه نه ده چې هېڅکله پر ځمکه ونه غورځېږې، بلکې بريا هغه ده چې د هر ځلې لوېدلو څخه بېرته راپاڅېږې.
ګاندي

۹- کينه لرونکی کس د خپلو ملګرو ژوند هم تريخوي.
سعدي

۱۰- هرڅومره چې زده کړه کوو نو همغومره خپلو تېروتنو ته متوجه کېږو.
اډيسون

۱۱- نېک نوم هغه جامو ته ورته دی چې هېڅکله نه زړېږي.
انشتين

۱۲- ماته (شکست)، د غرور پايله ده.
وېکتور هوګو

۱۳- د نېکمرغۍ لپاره تصميم ونيسه، خپله به نېکمرغه شې.
ابراهام لنکن

۱۴- د ژوندانه سادترينه زده کړه دا ده چې هېڅکله څوک مه زوروه.
ژان ژاک روسو

۱۵- د غښتلي هوډ په درلودو سره د هرڅه خاوند ياست.
ګوته

۱۶- دا مې زده کړي … چې موسکا د خپل ليد پراخېدو لپاره ترټولو اسانه لاره ده.
چارلي چاپلېن
‏
۱۷- د کتاب پاڼې د وزرونو په څير دي، چې زموږ روح له نور او روښنايۍ سره يو ځای الوځوي.
ولتر

۱۸- که متوجه شوې چې څوک درته موسکا نه کوي، نو لامل يې خپلو تړلو شونډو کې ولټوه.
ډېل کارنګي

۱۹- هغه څوک چې يې کولی شي، کوي يې او هغه څوک چې يې نشي کولی انتقاد کوي.
جورج برنارډ شو

۲۰- د هرې ماتې لامل، پرته له فکره عمل کول دي.
الکس مکنزي

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د حضرت بلال رض داستان

Jan 7, 2018

ژباړه: محمد عزيز پردېس د رسول الله ( ص )[...]

هغه کارونه چې بايد په يوازيتوب کې ترسره شي!

Nov 14, 2017

ژباړه او را ټولونه : محمد عزيز پردېس يوازيتوب ته[...]

بريالي کسان د خپلو رخصتيو ورځو څخه څه ډول ګټه اخلي؟

Nov 9, 2017

ژباړه: محمد عزيز پردېس ډېری وګړي دا عادت لري او[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022