• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

شل غوره ويناوې

Home ژباړهشل غوره ويناوې
Mahmood Saeed

شل غوره ويناوې

ژباړه / راټولونه: سعيد

  1. تقليد

هغه پوهه چې له بیرونه راځي؛ دروغ ده. دا ډول پوهه د انسانانو په ناپوهۍ سرپوښ ږدي خو له هغوی نه عالم نشي جوړولای.

اشو

  1. غرور

په خپله پوهه غرور کول تر ټولو بده ناپوهي ده.

جورج ټایلر

  1. زدکړه

د زده‌کړې هنر، غوږ نيول دي.

ګادامر

  1. وراني

د يوه هېواد وراني دوه ستر لاملونه لري: د پوهو او ځيرکو کسانو نه درلودل او د هېواد د کارونو  پر سر د هغوی نه شتون!

فرانسوا ولتر

  1. انسان

هغه څوک چې د غوره او ښو کړنو تر سره کولو جرأت ولري؛ انسان ګنل کيږي.

شکسپير

  1. امانت

امانت‌داري د شتمنۍ او خيانت د بېوزلۍ راوړونکي دي.

محمد (ص)

  1. قضاوت

مخکې تر دې چې د بل چا د تګ په اړه پرېکړه وکړئ؛ لږ د هغوی په بوټونو کې قدم ووهئ.

تولستوی

  1. علم

زه تل د زده‌کړې په حال کې يم. د قبره ډبره به مې د زدکړيالۍ سند وي.

ارتاکيت

  1. ژور فکر

له پوهې پرته ژور فکر او له ژور فکر پرته پوهه نشته

بودا

  1. پوهه

پوهه تل په ناپوهۍ پسې راځي.

ليو باسکاليا

  1. باور

که په خپل ځان د باور تر لاسه کړئ؛ د ژوند تر ټولو په ستر راز پوهېدلي ياست.

پيتر مک ويليام

  1. ځان پېژندنه

ښوونځي بايد له ماشومانو سره په ځان پېژندنه کې مرسته وکړي؛ تر څو له دې پوهې په ګټه ځينې ستر ارزښتونه تر لاسه کړای شي.

ابراهام مازلو

  1. معرفت

معرفت ته د رسېدو لپاره درې لارې شته: لومړی فکر کول چې تر ټولو غوره لار ده. دوهمه تقليد دی چې تر ټولو آسانه لار ده او دريمه تجربه ده چې تر ټولو ترخه لار ده.

کنفوسيوس

  1. پوهېدنه

پوهه او پوهېدنه

پوهه مړه او ولاړه ده؛ ولې پوهېدل ژوندي او خوځنده!

«اشو»

  1. عمل

نېکمرغي يوازې په پوهه کې نه بلکې له هغې څخه د کار اخستنې په ډول کې ده.

اوګاريو

  1. ليد

روزنه په کورنۍ کې، پوهه په ټولنه کې او بصيرت د يوازيتوب په تفکر کې زده کيږي.

نيچه

  1. ښوونکی

د زړې پوهې په مرسته د نوې پوهې لاس ته راوړنه د زدکړې له اصولو (ارونو) څخه يو دی. هر څوک چې دا کار وکړای شي؛ هغه ښوونکی او لارښود ګڼل کيږي.

کنفوسيوس

  1. هڅه

د پوهې زده‌کړه تل پای ته نه رسېدونکې وګڼئ او هڅه مه پرېږدئ.

کنفوسيوس

  1. تکرار

نه يوازې زده‌کړه بلکې (تکرارول) هم د زده‌کړې او ښوونې مور ده.

ژان پل

  1. ناپوهي

پوهه انسان متواضع او خاکساره کوي او ناپوهي د ځان ستاينې لامل کيږي.

جان کایزل

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

مينه – دريمه برخه

مينه – دريمه برخه

Feb 20, 2015

څنگه د مينې څرگندونه وكړو؟ د مينې سمه څرگندونه د[...]

بودايان څوک دي؟

بودايان څوک دي؟

Jun 30, 2015

بودیزم ‌BUDDHISM ‌BUDDHISM پېژندنه: بوايي دین له زیږون (میلاد) څخه[...]

خپلې مېرمنې ته مينه ورکړئ (۱۰۰ لارې چارې)

خپلې مېرمنې ته مينه ورکړئ (۱۰۰ لارې چارې)

Nov 11, 2015

لومړۍ برخه ژباړه: محمود سعيد له مېرمنې سره په خوښۍ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022