ژباړه: محمد صمیم زلمی
سعید بن جبیر بن هشام اسدي کوفي، چې په ابو محمد او ابو عبدالله باندې مشهور و، د کوفې له مشهورې کورنۍ څخه وه، دی په تقوا او پرهېزګارۍ، دیانت او فقاهت باندې مشهور و، او د قرانکریم په تفسیر کې یې بې ساری مهارت درلود، د عبدالله بن عباس رض د مدرسې شاګرد و، چې ډېری روایات یې له عبدالله بن عباس څخه کړي دي، د مجالس الواعظین په کتاب کې راغلي دي چې د سعید بن جبیر دوه زامن و چې عبدالملک او عبدالله نومېدل او د خپل پلار څخه یې روایات نقل کول.
زېږېدنه یې :
سعید بن جبیر په ۴۶هـ.ق کال د کوفې په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې، کوچنیوالی او ځواني یې په همدې ښار کې تېر کړل، بیا وروسته مدینې ته لاړ .
د شهید سعید ځانګړنې:
سعید بن جبیر اکثره شپې به یې په ویښه تېرولې او د قران تلاوت به یې کاوه په هرو دوه شپو کې به یې د قران ختم کاوه دی خپله وایي: په مکه کې مې قران په دوه رکعتونو کې ختم کړ، هغه به په عبادت کې خاصه توجه او خشوع کوله.
استادان او شاګردان یې :
سعید بن جبیر څو کاله د ابن عباس څخه علم زده کړ او دی به تل د علم په لټه کې و، چې خپله داسې وایي: د حدیثو د علم د زده کولو لپاره به ابن عباس ته تللم، د احترام او درناوي په وجه به مې د درس په وخت کې د هغه څخه پوښتنه نه کوله، صبر به مې کاوه تر څو نور ورڅخه پوښتنه وکړي او زه ورته غوږ کېږدم، چې په مفهوم به مې ښه ځان پوه کړ نو بیا به مې ولیکل تر دې چې داسې وخت به راغی چې کتابچه به مې ډکه شوه نو بیا به مې د لاس په ورغوي لیکل شروع کړل داسې ورځ به راغله چې د لاس ورغوي څخه به مې د کاغذ په حیث استفاده کوله) د سعید نور استادان عبارت دي له: عدي بن حاتم او ابو سعید خدري.
د تدریس اداب:
سعید بن جبیر لکه څنګه چې یې خپله د مطالعې او بحث سره مینه وه، همدارنګه یې شاګردانو ته د علم په زده کړه کې هم ځانګړې پاملرنه کوله، او تل به یې خپل شاګردان پوهې او زده کړې ته هڅول، او هغوي به یې په کنایاتو کې د علم په ارزښت پوهول، د هغه له شاګردانو څخه چې ایوب نومېږي داسې وايي: سعید موږ ته حدیث بیانوه، له هغه څخه مو وغوښتل چې بیا ځلې یې موږ ته بیان کړي، هغه په کنایه کې وویل: (لیس کل حین احلب فاشرب)
د سعید بن جبیر ؒ فضلیتونه او ځانګړتیاوې
د خوب تعبیر:
ابو نعیم اصفهاني وایي: عبدالملک بن مروان یوه شپه خوب ولیده چې څلور مرتبه خلکو په محراب کې بولې کړي دي، نو د دې خوب د تعبیر لپاره یې علماء راټول کړل خو هیچا هم صحیح تعبیر ونه کړ، په دې وخت کې یې سعید راوغوښت هغه ورته د خوب تعبیر داسې وکړ: څلور تنه زامن به دې خلافت کوي اسلامي نړۍ به له منځه یوسي، او د اسلام حقیقت به بدل کړي) بیا همداسې وشول، د عبدالملک د مرګ څخه وروسته د هغه ځامن سلیمان، یزید، هشام او … واک ته ورسېدل او په مسلمانانو یې هاغسې بلاوې راوستې.)
قضاوت:
سعید بن جبیر څه موده په کوفه کې د قاضي القضات په حیث دنده تر سره کوله، کله چې حجاج د کوفې والي وټاکل شو نو سعید پر هغه د کفر فتوی ورکړه، حجاج ناچاره شو او کوفه یې پرېښودله لاړ مکې ته، سعید د عبدالرحمن بن محمد بن اشعث سره یو ځای د حجاج پر ضد پاڅون وکړ، عبدالرحمن ماتې وخوړه او سعید د اصفهان په لور وخوځېد له هغه ځای څخه اذربایجان ته ولاړ، خو بالاخره سعید څه موده وروسته مکې ته راغی، هلته ونیول شو او د حجاج په لاس کې یې ورکړ.
حجاج ته د خپل درد (غصې) او وژلو موقع په لاس ورغله خپل مخ ته يې راوغوښته او پوښتنې يې ځنې وکړې :
حجاج: ستا نوم څه شي دی ؟
سعيد رحمة الله علیه : زما نوم سعيد دی.
حجاج: ستا د پلار نوم څه شی دی ؟
سعيد رحمة الله علیه : زما د پلار نوم جبير دئ. (سعيد معنا نيک بخته او جبير معنا اصلاح شوى) که څه هم په نومونو کې خو معنی مقصود نه وي خو حجاج ته دغه ښه معنی والا نوم هم خوند نه ورکوه، نو پدې وجه يې ده ته وويل: ته شقي بن کسير يې ( شقي معنی بدبخته او کسير معنی مات شوى)
سعيد رحمة الله علیه : زما مور زما نوم تر تا ښه پېژانده .
حجاج: ته هم بدبخته يې او ستا مور هم بدبخته ده.
سعيد رحمة الله علیه : په غيبو باندې ستا څخه علاوه يو بل ذات خبر دی ( يعنې علام الغيوب الله جل جلاله دی)
حجاج: ګوره زه اوس تا وژنم.
سعيد رحمة الله علیه : نو زما مور زما نوم صحيح ايښى دئ.
حجاج: اوس زه تا د ژوند په بدله کې دوزخ ته لېږم.
سعيد رحمة الله علیه : که ماته معلوم واى چې دوزخ ستا په لاس کې دی نو ته به مې معبود جوړ کړى واى.
حجاج: د نبي صلی الله علیه وسلم په هکله ستا څه عقيده ده؟
سعيد رحمة الله علیه : هغه د رحمت نبي و، د الله جل جلاله رسول و او په هدايت ښودلو سره ټولې دنيا ته لېږل شوى و.
حجاج: د خلفاو په هکله ستا څه نظر دی ؟
سعيد رحمة الله علیه : زه د هغوى محافظ يم هر څوک د خپل عمل ذمه وار دی.
حجاج: زه هغوى ته ښه وايم که بد؟
سعيد رحمة الله علیه : په کوم څه چې زه نه يم خبر د هغه په هکله زه هيڅ نشم ويلاى ماته يوازې خپل حال معلوم دی.
حجاج: په دوي کې تاته تر ټولو خوښ څوک دئ؟
سعد رحمة الله علیه :ماته تر ټولو خوښ زما د څښتن تعالی جل جلاله راضي کوونکی دی . په ځينو کتابو کې ددې جواب پر ځاى داسې توري راغلي دي: د هغوي ځينې حالات پر ځينو باندې ترجيح ورکوي.
حجاج: د ټولو څخه زيات د مالک راضي کونکى څوک دئ؟
سعيد رحمة الله علیه : دغه کس هغه چاته معلوم دئ چې د زړه پر ښکاره او پر پټ رازونو باندي علم لري.
حجاج: حضرت علي رضي الله عنه به په جنت کې وي که به په دوزخ کې؟
سعيد رحمة الله علیه : زه ددې څخه کم يم چې په پټو حالاتو باندې خبر درکړم.
حجاج: ته زما سره د رښتيا ويلو اراده نه کوې؟
سعيد رحمة الله علیه : ما درواغ نه دي ويلي.
حجاج: ته ولې نه خاندې؟
سعيد رحمة الله علیه : د خندا خبره نه ده شوې چې زه وخاندم او هغه څوک به څنګه خاندي چې د خاورو څخه جوړ وي قيامت ته يې تلل وي شپه او ورځ په فتنو کې اوسي.
حجاج: زه خو خاندم.
سعيد رحمة الله علیه : الله جل جلاله موږ په مختلفو طريقو پيدا کړى يو.
حجاج : زه خو تا وژنم .
سعيد رحمة الله علیه : زما د مرګ سبب پيداکونکى د خپل کار څخه فارغ شوى دئ.
حجاج: زه الله جل جلاله ته تر تا ډېر خوښ يم.
سعيد رحمة الله علیه : په الله جل جلاله هغه څوک د لاوري نه شي کولای چې تر څو خپله مرتبه معلومه نه کړي په غيبو يوازې الله جل جلاله خبر دئ او بس.
حجاج: زه به ولې دلاوري نه کوم زه د ټولني د پاچا سره يم او ته د باغيانو د ډلې سره يې.
سعيد رحمة الله علیه : زه د ټولني څخه جلا نه يم او نه فتنه خوښوم څه چې په تقدير کې دي هيڅوک يې نه شي بدلولى.
حجاج: کوم شيان چې موږ د امير المؤمنين لپاره جمعه کوو ته يې په اړه څه نظر لرې؟
سعيد رحمة الله علیه : زه نه يم خبر چې تاسو څه شی جمعه کوئ؟
حجاج: سره زر، سپين زر، ټوکران او داسې نور ، بيا يې دا شيان را وغوښتل او د سعيد په مخکې يې کېښودل.
سعيد رحمة الله علیه : دا ښه شيان دي چې د خپلو شرطونو مطابق وي.
حجاج: شرطونه څه شی دي؟
سعيد رحمة الله علیه : شرطونه دادي چې په دغه سره داسې شيان واخلې چې د قيامت په ورځ امن پيداکړي که نه نو شيدې ورکونکي به تي رودونکي هېر کړي او حمل به وغورځي او سړي ته به دښه عمل څخه پرته بل هيڅ شى کار نشي کولاى .
حجاج: موږ چې دا شيان يو ځاى کړي دي دا ښه شيان دي.
سعيد رحمة الله علیه : ددې شيانو ښه والی تاته معلوميږي .
حجاج: ته په دې شيانو کې يو شى ځانته خوښوې؟
سعيد رحمة الله علیه : زه يوازې هغه شی خوښوم چې الله جل جلاله يې خوښوي.
حجاج: ستا دپاره دې هلاکت وي.
سعيد رحمة الله علیه : هلاکت دې هغه چا لره وي چې د جنت څخه ليرې شوی وي او دوزخ ته داخل شوى وي.
حجاج : وښايه زه تا په کومه طريقه ووژنم ؟
سعيد رحمة الله علیه : کومه طريقه چې د ځان لپاره خوښوې.
حجاج: ايا زه تا معاف کړم ؟
سعيد رحمة الله علیه : معافي د الله جل جلاله په نزد ده ستا معافي هيڅ شى نه ده.
حجاج: جلاد ته امر وکړئ چې سعيد ووژني، سعيد رحمة الله علیه چي يې دباندې راوايستى سعيد ؒ وخندل حجاج ته خبر ورکړل شو چې سعيد رحمة الله علیه وخندل حجاج راوغوښتى پوښتنه يې ځني وکړه چې ولې دې وخندل؟
سعيد رحمة الله علیه : ستا په زړورتيا باندې چې پر الله جل جلاله يې لرې او دالله عزوجل پر صبر باندې چې ستا په وړاندي يې لري.
حجاج: زه هغه څوک وژنم چې د مسلمانانو په ټولنه کې بيلتون رامنځته کوي بيا يې جلاد ته وويل: دده سر زما په مخکې پرې کړه.
سعيد رحمة الله علیه وويل: زه دوه رکعته لمونځ کوم لمونځ يې وکړ او دا کلمات يې وويل:
إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ. (سورة آل عمران الاية :٧٩)
ژباړه : ما خپل مخ د هغه ذات لورې ته واړوه چې اسمانونه او مځکې يې پيداکړي دي په داسې حال کي چې دباطل څخه حق ته ميل کونکى يم او زه د مشرکانو څخه نه يم.
حجاج وويل: دده مخ د قبلې څخه واړوئ د نصاراوو قبلې ته يې کړئ ځکه هغو هم په دين کي تفريق کاوه او اختلاف يې رامنځته کاوه. ژر دده مبارک مخ واړول شو. سعيد رحمة الله علیه وويل:
وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ. (سورة بقرة الاية :١١٥) اَلکَافِي بِالسرَآِئر
ژباړه : الله جل جلاله لره ختيځ او لويديځ دئ هرې خواته چې مخ واړوې هم هلته الله جل جلاله شته بېشکه الله جل جلاله پراخي راوستونکى او زيات عالم دئ . الله جل جلاله کافي دى په پټو رازو کې يعنې په پټو احوالو خبر دئ.
حجاج وويل: پړ مخ يې واړوئ موږ په ظاهر باندې د عمل کولو زمه وار يو.
سعيد رحمة الله علیه وويل: مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى. (سورة طه الاية :٥٥)
ژباړه :موږ ددې مځکې څخه پيدا کړي ياست بېرته مو دې مځکي ته ورولو او بيا مو ددې مځکي څخه راباسو.
حجاج وويل: ویې وژنئ!
سعيد رحمة الله علیه : زه تا ددې خبرې شاهد جوړوم چې زه وايم لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده ورسوله.
ته دغه کلمه په ياد ساته کله چې زه ستا سره د قيامت په ورځ يو ځاى سم بيا به يې بدله درڅخه اخلم. ددې څخه وروسته شهيد شو. (انا لله و انا اليه راجعون
دده په شهادت دده د بدن څخه زياته وينه ولاړه حجاج ورته حيران شو د خپل طبيب څخه يې پوښتنه وکړه چې ولې دومره وينه ځني ولاړه؟
طبيب ورته وويل: دده زړه ډېر ارام و په زړه کې يې د مرګ هيڅ وېره نه وه نو وينه يې پر خپل نورمال حالت باندي وه نو ځکه ډېره وينه ځني ولاړه. داسې نه لکه نور خلګ چې تر مرګ مخکې يې ټوله وينه دوېري څخه وچه شي.
د سعید بن جبیرؒ د شهادت نېټه:
د سعید د شهادت په نېټه کې اختلاف دی ځینې وایي چې د ۹۴ یا ۹۵ ق کال د رمضان یا شعبان د میاشتې په لسمه د ۴۹ کالو په عمر په شهادت ورسېد.
د سعید بن جبیرؒ د شهادت کرامات :
داسې نقل شوي: چې یو کس حجاج په خوب کې ولید له هغه څخه یې پوښتنه کړې چې الله تعالی له تا سره څه وکړل؟ ویې ویل: هر څوک مې چې وژلي د هغه په بدل کې یې یو ځل ووژلم، مګر د سعید بن جبیر په بدل کې یې اویا ځلې ووژلم)
داسې نقل شوي چې: د سعید د مظلومانه شهادت نه څلوېښت ورخې یا شپږ میاشتې وروسته حجاج هلاک شو ، تر هغې چې ژوندی وه تل به یې سعید په خوب کې لیده په داسې حال کې چې له ګریوان څخه به یې نیولی وه او ویل به یې ورته: د الله دښمنه ولې دې زه ووژلم؟ دې حالت به حجاج له خوبه راپاڅوه او ویل به یې: مالی ولسعید، مالی ولسعید؛ یعنې زما یې له سعید سره څه کار…
دې حالت به حجاج بې هوښه کړ او بیا به چې راویښ شو ویل به یې: مالی ولسعید بن جبیر
ماخذونه:
1. اصحاب خمسه امام، عبارتند از: سعید بن جبیر، سعید بن مسیّب، محمد بن جبیر، یحیی بن امّ طویل و ابوخالد کابلی.
2. ):ذكر قتل سعيد بن جبير : قال وذكروا أن مسلمة بن عبد الملك … فقال سعيد فأينما تولوا فثم وجه الله الكافي بالسرائر قال الحجاج لم نوكل بالسرائر وإنما وكلنا بالظواهر قال سعيد اللهم لا تترك له ظلمي واطلبه بدمي واجعلني آخر قتيل يقتل من أمة محمد. الامامة والسياسة، ج:٢، ص: ٢١٩)
3. رجال کشّی
4. دائرة المعارف تشیّع
5. مجالس الواعظین، ج 3، ص 111.
6. الطبقات الکبری، ج 6، ص -269268.
.7 روضات الجنات، ج 4، ص 38 و 39.
8. وفیات الاعیان، ج 2، ص 372.
9. قاموس الرجال، ج 5، ص 86- 87
10. بقره / 115
.11طه / 55.
12. مروج الذهب
.13بحارالانوار
.14 سورة ال عمران – ۷۹ ایة