لیکنه: جمشېد عمرعمر
په فرانسوي کې (chevalier) وایي. یو فرانسوي سرلیک دی چې د اسپ سوریدلو معنا ورکوي او د اسپ له نوم نه اخیستل شوی چې په فرانسوي کې ورته(cheval) وايي. په انګلیسي کې ورته (knight) وايي او د هغه کس په معنا دی چې په اسپ سوریدلو کې ډیر ماهر او زړور وي.
دا کلمه د اروپا په منځنیو پیړیو کې یوه تشریفاتې درجه وه، خو په اوس وخت کې یې هغه چا لپاره کاروی چې د برتانیا او نړۍ لپاره یې ستري ستري بریاوي په برخه کړي وي.
تاریخچه: په هغه وخت کې ځینو شوالیو د سپروعسکرو قومنده په غاړه درلوده او دا هغه کسان ول چې له نامه نه زړول معلومیدل او خپل هیواد ته یې بریا ګټلي وي. دوی اصلاً کوم نظامي ځواک نه و. دوی له اشرافو، خانانو او مذهبي خلکو نه انتخابیدل.
کاتولیک کلیسا (واتیکان) به دا لقب هغه مشهورو زیارت کوونکو ته ورکولو چې له اروپا نه به اورشلیم (بیت المقدس) ته د عبادت لپاره راتلل.
شوالیو به د انګلیس د غره ختونکو، پوهانو، لیکوالانو، سینماکارکوونکو او سیاسي څیرو نه به بیل خلک ول. دا لقب مختلفي درجې درلودي چې د کال په لومړی ورځ به د برتانیي خلک په باکینګهام ماڼۍ کې ( دا ماڼۍ د برتانیا د سلطنتي کورنۍ پوري مربوطه ده) راټولیدل او پاچابه دا لقب شوالیو ته ورکولي. کله چې دوی ترټولو لویه درجه ترلاسه کوله، نو نارینو به خپلو نوم سره د sir مختاړی او ښځینه د Dame مختاړی کارول. دا کار هغه کسانو کولی شو چې په برتانیا کې هستوګن ول.
په معاصر پیړۍ کې کولی شو د لاندې کسانو یادونه وکړو چې دغه لقب یې اخیستی دی لکه:
انتونی هاپکینز او جودی دنچ د سینما کارکوونکي، تیم برنرزلی فزیکپوه او د کمپيوټر مخترع، دیود بهکام فوټبالر، الکس فرګوسن د فوټبال مشر. غیر برتانیویانو لکه بیل ګیټس تهداب ایښودونکی د مایکروسافت کمپنۍ، په له مشهور برازیلي فوټبالر.
نړۍ: دا کلمه غیر له برتانیا نه، چې اوس یې هم کاروي، نورو ټولنو کې له منځه تللي او هیڅ کومه معنا نه لري.