• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

شيندونکې کرنه –  پنځمه برخه

Home ژباړهشيندونکې کرنه –  پنځمه برخه

شيندونکې کرنه –  پنځمه برخه

ژباړه: احسان الله لمر                                                                                

د کرلو څخه وړاندې د تخم او خاورې معالجه

د حاره سیمو ميوې لکه (Avocado) د ځانګړې تخمي معالجې څخه چې په ځانګړي ډول سره د دې نباتاتو لپاره اختراع شوي وي، ګټه پوره کوي.

دا ډول تخمونه د کرلو پروسو نه وړاندې معالجې ته اړتیا لري؛ دغه معالجه کيدای شي چې د تخم تيغ زني (scarification)، قشربندي (stratification)، تخم لندول (seed soaking) او یا د پاکو سړو يا متوسطو ګرمو اوبو پوسيله د تخم پاکول وي.

د تخم لندول په عمومي ډول سره داسې ترسره کېږي چې تخمونه په نسبتا ګرمو اوبو کې لږ تر لږه تر 24-48 ساعتونو پورې اچول کېږي. د تخم پاکول په ځانګړي ډول سره د ميوې لپاره ترسره کېږي، ځکه چې د تخم نه ګير چاپيره غوښينه برخه کيدای شي زياته د حشراتو او افتو تر حملو لاندې راشي. د دې لپاره چې تخمونه پاک کړو نو تخم په رخت یا کاغذ سره مالش کېږي، ځينې وختونه د دې په پار له مينځلو څخه هم استفاده کېږي.

د تخمونو مينځنه په عمومې ډول سره داسې ترسره کېږي، چې تخمونه د 20 دقیقو لپاره په 50 سانتي ګراد تودوخې لرونکې اوبو کې ډوبوو. دغه اوبه هر اورګانیزم چې د تخم په سطحه باندې ژوندی پاتې وي له منځه وړي. په ځانکړي توګه، په اسانۍ سره مصابیدونکې حاره سیمو ميوې لکه lychees  او rambutans، چې د دوی مينځنه په لوړ حرارت اوبو سره اړین دي.

د ذکر شويو تخمونو د معالجو نه علاوه، د تخم ټوکيدنه هم په هغه وخت کې په ښه شان سره منځ ته راځي کله چې د ناروغیو څخه پاکه خاوره وکارول شي. په ځانګړي ډول سره کله چې وغواړو په سختې ټوکيدونکې نباتات لکه د حاره سیمو ميوو ټوکيدنه ترسره کړو؛ نو د خاورې معالجه د کرنې څخه وړاندې اړينه ده.

د خاورې دوه زياتې کارول کېدونکې معالجې له pasteurisation  او sterilisation څخه عبارت دي. ضرورت ته په کتو سره pasteurisation معالجې ته باید لومړیتوب ورکړل شي؛ ځکه چې دا ټول اورګانیزمونه نه وژني. د Sterilisation معالجه باید هغه وخت ترسره شي کله چې وغواړو په حقیقي ډول سخت کرنيز نبات ته وده ورکړو. ددې لپاره چې خاوره پاستورایز کړو، نو خاوره د 15 دقیقو لپاره داش کې د 120 درجې سانتې ګراد تودوخه کې ګرموو.

پای

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

شيندونکې کرنه – دریمه برخه

Jan 7, 2018

ژباړه: احسان الله لمر                                                                                  د پوښښي نباتاتو د شيندلو[...]

شیندونکې کرنه (Broadcast planting)

Dec 30, 2017

ژباړه: احسان الله لمر لومړۍ برخه د زيات شمېر کرنيزو[...]

کتاري کرنه

Dec 23, 2017

ژباړه: احسان الله لمر             [...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022