ژباړه: احسان الله لمر
دریمه برخه
د پوښښي نباتاتو د شيندلو عمليه
پوښښي نباتاتو تخمونه هم کولی شو چې د سپک ټایلېج څخه وروسته او یا يې د ټایلېج سره همزمان وکاروو. او یا هم کولی شو چې تخمونه د تايلېج عمودي وسيله کې واچوو او د ټایلېج عمليې سره همزمان دا تخمونه هم په کرونده کې کښت کړو. د تخمونو له شيندلو نه وروسته سطحي ترکيب کولی شي چې د دې پوښښي نباتاتو له ودريدو او استقرار سره مرسته وکړي.
ګټې
له عمودي ټایلېج سره د پوښښي نباتاتو د شيندلو ترکيبول د یوې عمليې په نتيجه کې پای ته رسيدای شي او د نورو ميتودونو په پرتله دا ميتود په چټکۍ ترسره کيدلی شي؛ ځکه چې زياتره سطحي ټایلېج وسایل داسې ډيزاین شويدي چې په لوړ سرعت کې کار کولی شي. په دې طریقه کې د مناسبې اندازې لرونکي تخمونه د خاورې سره تماس پيدا کوي او له عمودي ټايلېج عمليو سره هم په ښه شان سره جوړ راتلای شي. د عمودي ټایلېج وسایل د پوښښي نباتاتو په منځ ته راوړلو کې د پاتې شونو او نورو موادو د پرې کولو او له منځه وړلو او د خاورې سره د تخم تماس زياتولو کې مرسته کوي. څيړنو ښودلې ده چې د غنمو او جودرو شیندلو طریقه چې ټایلېج هم ورسره مل وي، د توليد هغه اندازه منځته راوړي، کوم چې د تخم ښخولو (Drill) په نتيجه کې منځ ته راغلي وو. له عمودي ټایلېج سره د پوښښي نباتاتو ترکيبول د دې نباتاتو ټوکيدنه زياتوي او د یوازينۍ شيندلو طریقې په پرتله پکې په لوړې اندازې سره نباتات هم منځ ته راځي. د تخم دا ډول ترکيبول کولی شي چې د موسمي شرایطو اغېزې هم راکمې کړي.
هغه ټکي چې د پوښښي نباتاتو د شيندلو او ترکيبولو لپاره يې باید په نظر کې ونیسو
په دې طریقه کې د هغې طریقې په پرتله چې تخمونه په خاوره کې خښول کېږي باید 10-20% زياته اندازه وکارول شي.
د تخمونو د شیندلو نه وروسته باران ګټور دی؛ خو په هغه صورت کې چې شیندنه په ترکيبي ډول سره ترسره شوي وي، باران مهم کيدلی نشي. د دې ميتود د کاميابۍ لپاره په کافي کچې سره د خاورې رطوبت اړين دی.
د لویو تخمونو شيندنه او مخلوطول کيدلی شي چې زيات چالشونه منځ ته راوړي؛ ځکه چې د نباتاتو د ودې لپاره د خاورې او تخم تر منځ لازم تماس ډېر مهم دی. د تخمونو په اندازو او تراکم کې د بدلونونو په نتيجه کې کيدای شي چې په نامساوي ډول سره د نباتاتو ودريدنه منځ ته راشي. په هغه وخت کې چې د دې تخمونو شيندنه ترسره کېږي نو دا مهمه ده چې د دې تخمونو د مساوي او منظمې توزيع لپاره نظارت او ليدنه ترسره کړلی شي.
له دې څخه باید ډاډ حاصل کړو چې تخمونه په ډېر ژوروالي سره نه دي کرل شوي.
د ټایلېج په وسیلو کې سیدهCoulters (قطع کوونکي) نصب کړئ. د پيالې ډوله یا مقعرو تيغو (Blads) څخه په ټایلېجو کې مخنیوی وکړی، ځکه چې دا تيغې کولی شي چې خاوره سرچپه کړي او ورسره تخم هم ډېر ژور خښ کړي.
هغه کرنیز نباتات چې عموما په دې طریقې کښت کېږي
د کروندې له عمده کرنیزو نباتاتو څخه اوربشې، غنم او جودر کرل کیدای شي؛ د دې تر څنګ لګيوم او واښه لرونکي نباتات او جوار او سويابین هم کرل کيدای شي. د کرلو په وخت کې پراخه کتارونه چې په عمومي ډول سره 75 سانتي متره او یا له دې څخه زيات وي. کارول کېږي. په دې برخه کې باید دقیقه توجه صورت ونیسي؛ په یو کتار کې د تخمونو تر منځ باید مساوي فاصله موجوده وي. د دې لپاره یو شمېر ميکانیزمونه تجویز کېږي، چې په وسیله يې په دقیقو انتروالونو کې انفرادي تخمونه شميرلی شو.
د کرلو ژوروالی
د جوارو په یوه کرونده کې منظم کتارونه
د تخم په کرنه کې باید لږه خاوره په تخم باندې ځای پر ځای کړلی شي. تخم باید په خاوره کې په داسې ډول سره وکرلی شي، چې په تخم باندې د تخم د اندازې څخه 2-3 ځلې زياته خاوره واچول شي.
د تخم کرلو ډولونه او نمونې
د لاس پوسيله د تخمونو په کرنه کې څو ډولونه موجود دي چې عبارت دي له:
Flat sowing(همواره کرنه)
Ridge sowing(غونډۍ داره کرنه)
Wide bed sowing(د پراخه بستر کرنه)
له دې ډولونو سره د کرلو څو نمونې هم استعماليدلی شي، چې په لاندې ډول دي:
منظم کتارونه: هغه کتارونه چې په مساوي کتارونو کې په نظر کې نیول شوي وي. په دې کې تخمونه په چليپا شکل سره ځای په ځای کېږي. دغه ميتود له غوره ميتود څخه دی، چې لمر کولی شي په زياتې ندازې سره په هغه نهالونو باندې ولګېږي، چې له خاور څخه راټوکېدلي وي.
د متناسب چوکاټ نمونه کې ونې شکله (quincunx) نمونه کارول کېږي.
نور بيا…