ژباړه: احسان الله لمر
دوهمه برخه
د شیندلو په ډول سره د تخم کرلو مرحلې
لومړی د خاورې بستر له تیارولو څخه پیل کوو. د خاورې بستر باید داسې برابر شي چې د خاورې سطحه کوچني زرات ولري او ښه سکو کاري شوي وي، په داسې ډول سره لکه د زياتره تخمونو د باغدارۍ لپاره چې تیارېږي. د کروندې په خاوره کې اخري سکو کاري (Raking) باید په مني کې د کرنې څخه وړاندې ترسره شي. ځکه چې په ژمي او پسرلي کې ګرميدنه او ویلي کيدنه (Thaw and melt) به خاوره په طبیعي ډول سره ازاده کړي. حتی د کروندې په کرښو کې هم باید سکوکاري تر سره شي تر څو کوچنۍ جويچې (Furrow) د سکو د غاښونو پوسيله منځ ته راشي. له دې وروسته تخم په نري ډول سره د برابرې شوې سطحې له پاسه وشيندئ، د دې تخمونو لپاره هدف هغه کوچنۍ جويچې وټاکئ چې د سکو پوسيله مو جوړې کړې وې. د کاهو په شان ډېر کوچني تخمونه باید له مناسب مقدار ریګو سره ګډ شي، تر څو دا ډول تخمونه له یو بل سره ونه نښتل شي او هم په کرونده کې دا ډول تخمونه په پراخې او زياتې اندازې سره وشيندل شي. شیندل شوي تخمونه کوچنیو جويچو منځ ته د سکو پوسيله ورداخل کړی، په داسې ډول سره، کله چې په کرونده کې د منځ ته راغلیو جويچو د خطونو لپاسه سکو کاري تر سره کوو. په معمولي ډول سره دا ډول جويچې په شمال-جنوب جهتونو سره منځ ته راوړل کېږي او سکو کاري پکې د لمر وړانګو د تعقیبیدو په اساس د ختيځ-لوېدیځ په جهت سره ترسره کوو. يانې په خاوره کې د سطرنجې په ډول سره شکل منځ ته راوړو. د دې عمليو د ترسره کولو په نتيجه کې کيدای شي چې ځينې تخمونه د خاورو پوسيله ونه پوښل شي. دا ډول تخمونه باید له ضايع شویو او د شیندلو په پروسې کې د اضافي تخمونو په توګه په نظر کې ونیسو؛ نو باید د دې تخمونو لپاره په جلا ډول هڅې ونه شي تر څو دوی بیا په خاوره کې دننه کړو. په اخره کې د نريو سوریو لرونکی د ابیارۍ لپاره مخصوص لوښی (Watring can) استعمال کړی. د دې ابیارۍ په نتيجه کې باید ځمکه په سطحي ډول سره لنده شي او اوبه باید دومره زیاتې نشي چې خاورې کې ډنډ شي. له دې وروسته ورته تر هغې پورې هره ورځ بعد سپکه ابیاري ورکوو تر څو چې د دې نباتاتو ټوکيدنه ښکاره شي. د دې لپاره چې د شيندلو عمليې نه وروسته کتارونه یا کوچنۍ جويچې منځ ته راوړو، نو تر هغه وخته پورې انتظار کوو چې نوي قوي نهالونه راوټوکېږي او بیا په هغوی کې که اړتيا وه، رينګړي کيدنه هم ترسره شي. دا رینګړي کيدنه باید په داسې ډول ترسره شي، چې په طبیعي توګه کتارونه منځ ته راشي. د جويچو د منځ ته راوړلو لپاره کولی شو چې له یوې یا رمبي څخه استفاده وکړو. په دې سره به ځينې نباتات بې ځایه او مړ کيدو سره مخ شي، خو دا طریقه کولی شي چې د دودیزې کتاري کرنې په شان کتارونه چې په باغدارۍ پورې مربوط وي منځ ته راوړي.
نور بيا…