ژباړه: احسان الله لمر
لاسي کرنه په تیاره شوې ځمکه باندې د لاسه پوسيله د تخم اچولو ته وايي. په عمومي ډول سره مالې څخه کار اخیستل کېږي تر څو تخم له خاورې سره ترکيب شي. که څه هم دا طریقه زياتو کارګرانو ته اړتيا لري؛ خو په کوچنیو ساحو کې له دغه ميتود څخه په ځينو شرایطو کې تر اوسه پورې کار اخیستل کېږي. په دغه عمليه کې اړتيا ده چې کرنه په مساوي او تخمونه په مطلوبې اندازې سره وکرل شي. لاسي تخم شیندونکي (hand seeder) چې د تخمونو کرلو لپاره کارول کېږي، زیات مرستندویه نه دي او د واښو او لګيوم د کوچنیو تخمونو لپاره کارول کېږي.
په کرنه کې په اوسني وخت کې زيات تخمونه د تخم ښخوونکو (Sedd drill) ماشينونو پوسيله کرل کېږي، چې پکې په زيات دقت سره تخمونه کرل کيدای شي. تخمونه پکې په مساوي او خوښې وړ اندازو سره کرل کېږي. دغه ښخوونکي د خاورې په دننه کې تخمونه په اندازه شوې فاصلې سره ځای پر ځای کوي، چې په نتيجه کې لږ تخم ته پکې اړتيا ليدل کېږي. د دې په معیاري ډيزاین کې د fluted feed metering system څخه کار اخیستل کېږي، چې په طبيعي توګه په حجمي اندازې سره محاسبه کېږي او پکې انفرادي تخمونه نه شمېرل کېږي. کتارونه باید پکې 10-30 سانتي مترو پورې نباتي نوعې او د کرلو شرایطو ته په پام سره ليرې وي. د کتارونو د خلاصوونکو (Row opener) څو ډولونه د خاورې ډول او محلي دود ته په کتو سره باید وکارول شي. د غله دانو ډرایلونه زياتره د تراکتورونو پوسيله کش کېږي؛ خو د دې تر څنګ دا ماشينونه د غوايانو او اسونو پوسيله هم کش کيدای شي. په ځينو وختونو کې اوچتوونکي ټرکونه (Pickup trucks) کارول کېږي، په هغه صورت کې چې لږ Draft ته اړتیا وي.
په یو هکتار کې کيدای شي چې تر 100 کيلو ګرامه پورې تخم وکرل شي؛ خو بیا هم د تخمونو دغه اندازه د تخمونو په نوعو، خاورې شرایطو او کروندګر په غورتوبونو پورې توپير کوي. د تخمونه زياته اندازه به کرنیز نباتات له پريوتو (lodging) سره مخ کړي. خو د ډېر کم تخم د استعمال په صورت کې به ځمکه په کمزوري ډول سره د استفادې لاندې نیول شوي وي او د هرزه ګياوو سره به مقابله کمزورې او په نتيجه کې به حاصلات له کموالي سره مخ وي.
د خلاصې کروندې (Open-field) کرنه
دا ډول کرنه له لرغونې کرنې څخه ده، چې په کرنیزو متنونو کې ترې یادونه شوې. په دې طریقې کې کروندې په عام ډول سره کرل کېږي او بیا خلاصې پريښودل او له دې څخه مخکې په مستقیم ډول سره د تخمونو پوسيله کرل شوي وي. تخم په مکرر ډول سره د خاورې په سطحه کې د راټوکېدو څخه وړاندې بې پوښښه پرېښودل کېږي او په دې ډول ازاد اقليم او ځينو شرایطو لکه باد او نورو په وړاندې ازاد پريښودل کېږي.
د Seedbed ميتود په پرتله دا ميتود په عام ډول سره په محلي باغدارۍ يا زياتو ځانګړیو (عصري) کرنیزو سناريوګانو کې کارول کېږي، په کوم کې چې تخم د خاورې سطحې څخه لاندې تطبیقېږي او مشاهده او لاسي کتنه يې په مسلسل ډول صورت نیسي، تر څو د کاميابه ودې څخه يې ځانونه ډاډه کړو او په پایله کې بهتر حاصلات لاسته راوړو.
نور بيا…