• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

شين ( زرغون ) رنګ 

Home ژباړهشين ( زرغون ) رنګ 
شين ( زرغون ) رنګ 

شين ( زرغون ) رنګ 

لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد

ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی

دا رنګ تر بل هر رنګ زيات په عصبي سيستم باندې مثبت اغېز کوي، د دردونو د آرامولو لپاره ، د وينې د فشار د لوړوالي ، او د اعصابو د نا آرامتيا لپاره دا رنګ انسان ته ډېره ګټه رسوي .

دا رنګ د معدې د خرابوالي ، انفلونزا او ملاريا په مخنيوي کې ډېره مرسته کوي .دا چې شين رنګ انسان ته د توازن او آرامتيا احساس ورکوي ، نو ځکه دا رنګ د زړه د ناروغيو لپاره غوره درمل ګڼل کيږي ، او همدا لامل دي چې دا رنګ په ډېرو هغو ځايونو کې کارول کيږي چې شور زيات وي .
ـــ کله چې کوم انسان په سرطان ناروغۍ اخته وي دا رنګ ورسره د سرطان د دردونو په آرامولو کې مرسته کوي. د انسان په ژبه او مغزو باندې ډېره اغېزه کوي. او تر بل هر رنګ زيات د عصبي نا آرمتيا لپاره غوره درمل ګڼل کيږي .
شين رنګ انسان ته وړتيا ورکوي چې په متوازنه توګه خپل کار پرمخ بوځي، او د عصبي هيجانيتوب مخه يې نيسي. هغه ستونزې چې د عصبي سيستم د مختل کېدو په پايله کې په معده کې راپيدا کيږي شين رنګ يې په رغولو کې ډېره مرسته کوي.
ددې لپاره چې انسان له آرام عصبي سيستم څخه برخمن او د روغ صحت خاوند شي ، د رنګونو د پوهانو په وينا بايد وخت نا وخته په زرغونو او شنو سيمو کې وګرځي .

له زرغون نه آخوا رنګ
دا رنګ ميکروب وژونکي رنګ ګڼل کيږي ، او د ټپونو په رغولو کې مهم رول لري . ددې رنګ وړانګې د بل هر رنګ له وړانګو پياوړې دي … لکه څنګه چې يادونه وشوه ، نوموړي رنګ د باکترياوو وژونکي درمل ګڼل کيږي ، ځکه دا رنګ د لوي هرم په داخل کې هم کارول شوي، له دې سربېره ټول هغه څيزونه چې د ميکروبونو د وژلو لپاره جوړول کيږي له دې رنګ څخه ورکې کار اخيستل کيږي .

آسماني رنګ
څېړنو ښودلې چې آسماني رنګه رڼا د سرطاني او باکتريايي حجرو د ډېرېدو مخه نيسي . همدا راز آسماني رنګ خوراکي توکي تر ډېرې مودې ساتي او نه يې پرېږدي چې ژر خراب شي . آسماني رنګه وړانګې د روماتيزم په ښه کولو ، د وينې بهېدنې په درولو ، د سوځېدلي ځاي په رغولو، په تنفسي سيستم کې د رامنځته شويو ستونزو په له منځه وړلو، او د ستوني د التهاب په درملنه کې مهم رول لري . دارنګ انسان ته له ستړيا دمه کوي، او عصبي سيستم يې پياوړي کوي
آسماني رنګه جامې اغوستل ، يا په زياته کچه له آسماني رنګ څخه ګټه اخيستل انسان ته په خپلو احساساتو باندې د واک وړتيا ورکوي ، ځواک ورته وربخښي ، ذهن او بدن يې آراموي .
ـــ هغه کسان چې د وينې له لوړ فشار څخه سر ټکوي او ډېر ژر عصباني کيږي آسماني رنګ ددوي په آرامولو کې مرسته کوي، دا رنګ يې د وينې فشار او دعصبانيت کچه راټيټوي. د يوې تجربې له مخې چې په دې رنګ ترسره شوې وايې چې يو شمېر سرزوري زده کوونکي کوچنيان په داسې ټولګي کې کښېنول شول چې په آسماني رنګ رنګ شوي وو، په پاي کې ثابته شوه چې همدا زده کوونکي يو څه آرام مالومېدل او د سرزورۍ کچه يې راټيټه شوې وه .
ددې ترڅنګ تجربو ښودلې چې آسماني رنګ فضا نرموي او هغه کسان چې په ګرمو او مرطوبو سيمو کې ژوند کوي له هغوي سره د هواء په سوړوالي کې مرسته کوي . دارنګ د ټپونو او ملا د دردونو په راکمولو، د روماتيزم او د ګڼو التهابونو او د شرياني ناروغيو په رغولو کې مرسته کوي .
ـــ هغه کسان چې له عصبانيت او بې خوبۍ شکايت کوي ، کارپوهان ورته ددې رنګ په کارولو ټينګار کوي. دارنګ د زړه او سږو پر کار باندې ډېره مثبته اغېزه کوي، هغه کسان چې له سابندۍ ، د زړه له ناروغۍ او عصبي کشش سره لاس ګرېوان وي، دا رنګ ورسره له دې ستونزو څخه خلاصون په برخه کې ډېره مرسته کوي . خو هغه کسان چې ډېر آرام اعصاب لري ،د رنګونو متخصصين په دې اند دي چې له آسماني رنګ څخه ډېره ګټه وانه خلي ، ځکه آسماني رنګ په کمان رستم رنګونو کې ترټولو سوړ رنګ ګڼل کيږي. ددې ترڅنګ هغه کسان چې د بدن انرژي او ځواک يې کم وي ، هم بايد په زياته کچه له آسماني رنګ څخه ډډه وکړي ، ځکه دا رنګ ډېري وختونه د انسان ژوندۍ ارادې مړې کوي يا يې د لټۍ لامل ګرځي .

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د انسان کرکټر  دهغه د خوښې له رنګونو پېژندل کيږي

د انسان کرکټر دهغه د خوښې له رنګونو پېژندل کيږي

Dec 10, 2015

لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه:  عبدالحق ثاقب هزارناوی مصري څېړونکي[...]

په رنګونو درملنه ـ ۲ برخه

په رنګونو درملنه ـ ۲ برخه

Oct 8, 2015

لیکوال: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړن: عبدالحق ثاقب  هزارناوی دانسان په[...]

ځينې رنګونه وژونکي وي 

ځينې رنګونه وژونکي وي 

Feb 13, 2016

لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی هغه کيمياوي[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d