– لنډه کیسه
– احمدشاه پاڅون
– سهارنۍ لپاره په لیفټ کي رسټورانټ ته ورپورته سو، د ریسیپشن (مېلمه پالني) ښی اړخ ته ایښي المارۍ نه یې د نن سهار ورځپانه ور واخسته، په ایښو څوکیو کي یې یو ځای غوره کړ. ورځپانه یې کښېښوده، ځان ته یې، پنیر، هګۍ او شنې چای ور واخستې بیرته خپل ځای ته ستون سو.
ورځپانه یې پرانسته، اکثره د کریکټ د نړیوال جام خبرونه وو. په دریم مخ کي یې خپل عکس ولید، تلولی سو، مطلب یې و لوست، د شپږیزو ستاینه یې پکي سوې وه. موسک سو، لکه پر ځان چي یې مینه راغلې وي.
له چای څښلو فارغ سو پوروته یې و کتل په رستورانت کي ناستو کسانو زامي ښورولې او مخامخ تلویزون ته یې کتل. د زړه پر سر جیب نه یې ټلیفون را ویست، روښان یې کړ، فیسبوک ته ورغی، د اکثرو افغانانو په پروفایلونو د لوبډلي نه د ملاتړ انځورونو خوند ورکړ. خو ډیری یې بیا د دوی د تيري لوبي بایللو په غوصه کړي وو. ان چي ځینو خو بیخي زیاتی کړی وو. تندی یې تریو و نیوی، د ټلیفون سکرین تور سو، مخامخ یې پر ورځپانه کښېښود. په سر کي یې د درد نرۍ څړیکه احساس کړه. سر یې په ورغوو کي و نیوی، تکان یې و خوړ ساعت ته یې و کتل، ولاړسو ورځپاڼه یې پر خپل ځای کښېښوده او ووت.
نیمه کړۍ وروسته په خورا لوکس او مسترح پلانکوچ موټر کي ناست وو او له خپلو ملګرو سره یې خنداوي جوړي کړي وي، وروسته یې د فیسبوک پر تبصرو خبري وکړې ځینو هیوادوال ګرمول چي هر وخت ورنه بریا غواړي، خو ځینو بیا هڅه کول پړه پر ځان راواړوي.
لار نوره هم پاته وه، غوږۍ یې واغوستې او له ټلیفونه یې د عبدالله مقري مسته سندره اورېده، چي موټر و درید، دروازه پرانستل سوه ټول ولاړ سوه، ده هم په نزله ایښي لمریزي عینکي سترګو ته کښته کړې، لا د موټر په وره کي وو چي ګڼ نارینه او ښځینه ور ته را غونډ سوه (اټوګراف پلیز، ساین پلیز) ځینو ورته کاغزونه، چا ورته د کریکټ بالونه او ځینو خپل مړوندونه وروړاندي کړي وو. ده په چټکۍ د خپلو مینه والو غوښتني پوره کولې چي ټلیفون یې و ګړنګید، را پورته یې کړه د کور شمېره یې وه، له خلګو ګوښه سو ټلیفون یې اوکې کړ، کشره خور یې وه. ویل چي تلویزون کي یې دده په اړه یوه مرکه کتل و یې یا دېد. خور یې دا هم ورته وویل چي وطن کي سختي واوري او بارانونه سوي، د کابل بریښنا دا څو شپې کیږي چي ورکه ده، برايي شپه باران وو د بابا د خوني چت ټوله شپه څڅېدی، مور هم لږ ناروغه ده.
– ولي په مور څه سوي؟
– هغه پخوانۍ ناروغي یې را پورته سوې ساه یې بندیږي.
– ولي ډاکټر؟
– پرون مو بوتله خو تر اوسه یې ګټه نده کړې.
– ګوره ! دوا ورته ته په خپل لاس ورکوه چي قضا نسي او ګوره مور او پلار جان ته ووایه چي له دعا مو هیر نه کړي.
– سمه ده، مور وايي،چي لمونځ او د سهار و ظیفه قضا نه کړې.
– سمه ده هاهاها، ټلیفون بندم د تمرین وخت مي دی.
– سمه لالا، الله دي کامیاب لره لالا خو ګوره راروانه لوبه کي به یوه شپږیزمه زما لپاره وهې هاهاها
– سمه ده، ولي نه، ته دعا راته کوه.
دوې ورځي وروسته په لوبغالي کي ملي سرود ته ولاړ وو، شاوخوا یې کتل چي د ګڼو نژادونو، مذهبونو او ژبو خاوندان د دوی سره یو ځای د افغانستان ملي سرود ته په احترام ولاړ وه. سترګي یې ډنډ سوې.
دا وخت افغانستان کي د شپې دوې بجې وې، دی پوهیدی چي لا هم ډیری کسان دا لوبه ګوري، پر دریم نمبر توپ وهني ته ور ووت.
درې اوره یې مناسب و لوبول، د څلورم اور په لومړي بال یې یوه هسکه شپږیزه ووهل په لوبغالي کي شور پورته سو.
ورو یې له ځانه سره وویل: خورکۍ دا یې ستا شپږیزه. یو دم یې وریاد سوه، د کابل د بریښنا مزي شکېدلي، په دې فکر کي سو، د کورنۍ غړي به یې اوس ګوري کنه؟ ګوندي جنریټر یې چالانده کړی وي، نه د جنریټر ږغ خو د پلار جان ناروغۍ ته تاوان کوي. هغه د پلار جان خونه هم څڅېدل چي یو غم به یې ورته خوړلی وي کنه، نن هم کابل کي د باران اټکل سوی وو.
دی دې فکرونو په مخه کړی وو، چي بالر د توپ غورځوني لیکي ته را ورسید او بال په پوره تیزی دده پر لور را روان سو، ده په چټکۍ بیټ ور مخکي کړ.
کړپ سو شاته یې و کتل، و کټي کږې وږې ولاړی وي.
شپږیزه
افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022