• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

شپږ هغه کارونه چې باید له خوړلو وروسته ترسره نه شي

Home روغتیاشپږ هغه کارونه چې باید له خوړلو وروسته ترسره نه شي

شپږ هغه کارونه چې باید له خوړلو وروسته ترسره نه شي

لیکنه: خالد حق مل

ډیری خلک معمولاً کله چې د شپې ډوډۍ وخوري نو په کټ یا کوچ کې وغزیږي او لږ ارام کوي خو د دې کار په تاوان نه پوهیږي. که تاسې هم دا عادت لرئ نو وډار شئ ! نور ترې ځان وساتئ.

د روغتیا متخصیصین وایي چې دا او دې ته ورته عاداتونه د روغتیا لپاره ډیر خطرناک دي چې زه یې درته په دې لیکنه کې د ۶ عاداتونو په اړه معلومات درکوم.

۱» سګرټ څکونه:

سګرټ څکونه که څه هم په هر حالت کې زیانمن عمل دی خو د خوړلو څخه وروسته متصل سګرټ څکول لس ځله مضر تمامیږي. په لسګونه څیړنو دا په ډاګه کړې چې د خوړلو څخه وروسته سګرټ څکونه نسبت د خوړلو څخه پرته یو کس ته لس ځله زیات زیان رسوي. نو غوره دا ده چې سګرټ څکول بس کړئ او که ممکنه نه وي نو بیا یې د خوړلو پسې مه څکوئ.

۲» ډډه اچول یا ویده کیدل:

تاسې به لسګونه داسې کسان لیدلې وي چې کله خواړه وخوري نو وایی چې یوه سترګه خوب به وکړم یا لږ ارام به وکړم، خو دا عادت ډیر مضر دی ځکه چې کله چې خوراک وکړو نو هغه خواړه چې لا مو هضم شوي نه وي له معدې څخه بیرته پورته راځي چې دا بیا د معدې او نورو ناروغیو د اخته کیدو سبب ګرځي.

۳» شاور اخیستل یا لامبل:

کله چې خواړه وخورئ نو حداقل تر ۳۰ دقیقو پورې شاور مه وهئ. د متخصیصینو هم همدا رایه ده چې باید له خوړلو کم ازکم نیم ساعت وروسته په تړمو اوبو سره ولامبو.

۴» چای څښل:

چای څښل هم لکه د ځینې نشي توکو په څیر د یو عادت له مخې د زیاتره خلکو عمل دی چې ګټې یې هم زیاتې دی خو که چای د ډوډۍ خوړلو پسې دستې وڅښل شي نو څښونکی یي  د مختلفو ناروغیو مرتکب ګرځي لکه کم خونې ، ګنګسیت کمزوري او نور…

۵» تازه میوه خوړل:

د تازه میوو خوراک خو نږدې په ټوله نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته عادت ګرځیدلی دی. ځکه چې تازه میوې بې شمیره ګټې لري. خو راځئ په دې هم پوه شئ چې تازه میوې باید په ډوډۍ پسې متصل ونه خوړل شي. که څه هم د تازه میوو هضمیت یواځې ۲۰ دقیقي وخت نیسي مګر پرته له کیلې څخه چې د کیلې هضمیت لږ په سخته سره کیږي. خو بیا هم که د خوړلو څخه وروسته متصل وخوړل شي نو بدن ته تاوان رسوي.

۶» یخې اوبه څښل:

علت یې ډیر واضح دی چې یخې اوبه ولې د خوړلو څخه وروسته څښل نه دې پکار، دا ځکه چې یخ یا یخې اوبه خواړه نه پریږدي چې ژر هضم شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

له انټرنیټ وړیا کتابونه څنګه لاسته راځي؟

Dec 15, 2017

راټولونکی: خالد حق مل د اقتصاد پوهنځي محصلینو او سوداګرو[...]

د افغـــانۍ د ارزښت د ښکته والي او لوړوالي راز په څه کې دی؟‎

د افغـــانۍ د ارزښت د ښکته والي او لوړوالي راز په څه کې دی؟‎

Oct 26, 2016

لیکنه: خالد حق مل پولي واحد د یو هیواد لپاره[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022