ډاکتر شکرالله مشکور په کال 1361 لېږدیز لمریز کې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په غوچو کلي کې زیږدلی دی. د جلال اباد ښار د چکنوریو له لیسې څخه د بکلوریا، د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ له پوهنځۍ څخه د لسانس، د ننګرهار د سویس کالج کې څه په اقتصاد او اداره کې یو کلن ډيپلوم او د نړیوالو اړیکو په برخه کې يې ماسټړي تر لاسه کړې.
له نړیوالو ادارو سره یې د ستراتیژیک رهبریت د زده کړو ترڅنګ د لومړنۍ، منځني او لوړې کچې د مدیریت روزنیز پروګرامونه هم څارلي دي.
مشکور د خپلې کارې تجربې، مدنی فعالیتونو او مبارزې په بهیر کې تر ۷۰ ډیرو ملي او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی همدارنګه یې د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو لپاره بېلابېل چپټرونه او لارښوونې لیکلي دي.
بشپړ ژوند لیک یې په لومړیتوب ولولئ…