شګه د کانکریټو په مخلوط ډیزاین څه ډول اغیزکوي؟ How Fine Aggregate Affects Mix Design of Concrete?
شګه د کانکریټو د مهمو مرکبو څخه مهمه مرکبه ده ،کوم چې دکانکریټو په مخلوط ډیزاین کې مهم اغیز لري.بیلابیل فکتورونه لکه دشګې میده والي مودول ،د لمدبل مقدار ،مخصوصه وزن او سلټ مقدار د کانکریټو مخلوط تناسب په ټاکلو باندې زیات اغیز لري.د میده والي مودول دا په ډاګه کوي چې د مخلوط ډيزاین لپاره څومره شګې ته ضرورت دی .د شګې د لمدبل مقدار مخلوط تناسب باندې اغیز لري .دا په روښانه توګه مشخص کوي چې کانکریټي مخلوط ته څومره اوبه ورزیاتې کړای شي.د شکې له مخصوصه وزن مالومولو پرته د کانکریټو مخلوط ډیزاین نه شي ترسره کیدای ،څومره چې د شګې مخصوصه وزن لوړ وي هومره مضبوط کانکریټ ترې لاس ته راځي.بلاخره ،په شګه کې د سلټ مقدار شتون به په کانکریټي مخلوط کې د اوبو غوښتنه زیاته کړي او کیدای شي په دې سره د کانکریټو مقاومت راکم شي.
1. میده والي مودول . Fineness Modulus
دا یو له هغو فکتورونو دی چې په مخلوط ډيزاین اغیز لري ځکه دا په کانکریټي مخلوط کې د شګې تناسب کنترولوي .د شګې عمومي میده والی فکتور د شګې میده والي مودول بلل کیږي ،او د غلبیل تحلیل څخه پیداکیږي د ASTM C 33/ M33 په واسطه .د شګې د میده والي مودول پیداکولو لپاره له 4.75mm نیولی تر 0.15mm پورې شپږ غلبیلونو څخه شګه غلبیل کیږي او هر غلبیل لپاسه پاتې شوو مقدارونو مجموعه په 100 ویشل کیږي چې په دې سره د شګې میده والي مودول لاس ته راځي . د شګې میده والي مودول له 2 تر 4 پورې وي .
2. د لمدبل مقدار . Moisture Content
کله چې په کانکریټو مخلوط کې د اوبو او نورو سیمنټو موادو نسبت ټاکل کیږي دشګې د لمدبل مقدار په کې حیاتي ارزښت لري.جغل او شګه خامخا یو اندازه لمدبل له ځان سره لري او ددې مخنیوی مشکل دی .شګه د مختلفو لمدبل شرایطو سره پیداکیږي چې نومونه یې .
a) OD نغری –وچ یا (oven-dry) ،AD
b) یا هوا –وچ (air-dry) ،SSD
c) مشبوع سطحه وچ (saturated-surface dry (SSD))،
d) لوند .
یواځې OD او SSD دمخصوص لمدبل حالت پورې تړاو لري او د لمدبل مقدار په پیداکیدو کې له همدې څخه د ماخذ په حیث کار اخستل کیږي .کله کله شګه لمده وي او سطحې لمدبل یې تر 5% پورې وي چې دیته پړسوب حالت یا Bulking ویل کیږي او کیدای شي په حجم کې د پام وړ اغیز ولري.د کانکریټ مخلوط په ډيزاین کې دا غوښتل چې د جغل او شګې اوبو جذب محاسبه شي څو هغه مقدار اوبه پیدا شي چې خمیرې سره باید جمع شي یا ترې تفریق شي.
Fig. 2: Moisture Content of Aggregate
3. مخصوصه وزن . Specific Gravity
مخصوصه وزن دشګې د ذراتو کثافت او همغه مقدار اوبو کثافت ترمنځ نسبت دی او د ASTM C128-15. د لارښوونو له مخې محاسبه کیږي .څومره چې مخصوصه وزن زیات وي هومره به د شګې ذرات دارنه وي او دکانکریټو کثافت به لوړ وي .برعکس څومره چې مخصوصه وزن کم وي هومره به شګه د کانکریټو کثافت راټیټ کړي.د شګې مخصوصه وزن له 2.6 تر 2.8 پورې دی.
4. د سلت مقدار . Silt Content
دا له غلبیل څخه د لمدې شګې د غلبیلولو څخه ترلاسه کیږي او هغه مواد چې له 75 مایکرون غلبیل څخه تیر شي خړه یا سلت بلل کیږي .د سلت مقدار د کانکریټو کار وړتیا باندې اغیز لري،او له امله یې د اوبو سیمنټو نسبت ورسره زیاتیږي او مقاومت راکمیږي .د شګې پورته حد 75 مایکرون دی کله چې شګه د وزن له مخې 3% کې وي .که چیرې کرش شګه وي دا حد 15% دی .