شیدې چې د پروټین، کاربوهایدرېت، کلسیم او نورو معدني موادو سرچینه بلل کېږي، د بدن په وده کې خورا مهمه ونډه لري. که غواړی ماشومان مو پر وخت ښه وده وکړي، نو په غذایي رژیم کې یې شیدو ته ارو مرو ځای ورکړئ. که مو ماشومان د ښوونځي زده کوونکي وي، په سهارنۍ کې یې باید شیدې شاملې وي؛ ځکه په سهار کې دغه ډول خواړه د ماشوم د ذکاوت قوه پیاوړې کوي.
انګلیسي څېړونکي وایي، له ورزش کولو وروسته باید ارو مرو یو ګېلاس شیدې وڅښل شي؛ ځکه له ورزشي فعالیتونو وروسته د بدن اوبه کمېږي او د دې اوبو پوره کولو لپاره شیدې تر بل هر څه مناسبې دي.
د (MSN) د راپور پر بنسټ، څېړونکي وایي چې شیدې د پروټین، کاربوهایدرېت، کلسیم او الکټرولیتو غني سرچینه ده چې د اوبو په پرتله ډېر ژر د بدن اوبه پوره کولی شي.
په شیدو کې شته پروټین په ماشومانو کې د عضلو د ودې لامل کېږي چې دغه څه بیا په نورو لبنیاتو او مشروباتو کې نه موندل کېږي. څېړونکي وایي که د بدن یو سلنه اوبه هم کمې شي پر بدن ۱۵ سلنه ناوړه اغېزه کوي چې په پایله کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.
ژباړه: حمیدالله حمیدي
You also might be interested in
د سټنډرډ نفوذ ازمایښت. Standard Penetration Test (SPT) د سټنډرډ[...]
ژباړن : عطا محمد میاخېل یوه ورځ یوه کس حج[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي کور په ټولنه هغه کوچنی ټولګی دی،[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی