شېرشاه رحیم چې اصلي استوګنځای یې د ننګرهار ولایت دی؛ په کال ۱۳۷۱لمریز لیږدیز کال کې د کډوالۍ پر مهال په پېښور کې زیږېدلی دی. په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د غلام صدیق محبي له عالي لېسې نه یې د فراغت سند ترلاسه کړی؛ دا هماغه کال دی چې شیرشاه رحیم پکې د ټکنالوژۍ په برخه کې د خپلې مینې او خوښې له مخې په کار پیل وکړ. شیر شاه رحیم اوس د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې په لوړو زده کړو بوخت دی.
ښاغلي رحیم په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د نګاه ټکنالوژۍ په نوم یوه کمپنۍ جوړه کړه خو د دغې کمپنۍ کار یې په هماغه پیل کې ځکه پرېښود چې ده نشو کولای د خپل پوهنتون پېسې برابرې کړي. هماغه مهال یې یوې بلې کمپنۍ کې د ایټي په توګه کار پيل کړ؛ اوس شیر شاه رحیم د خپلو زده کړو تر څنګ د Afghanistan Holding Group کمپنۍ د سافټ ویر جوړولو برخې د مشر په حیث هم کار کوي.
شیرشاه رحیم د پروګرام جوړولو په برخه کې په ډېره کمه موده کې ښې لاسته راوړنې لري؛ د بېلګې په توګه:
د ایاواس چلوونکي سیستم لپاره
۱ ـ (ښایسته پښتوکیبورد) د ایفون لپاره یې وړیا لېکدړه جوړه کړې چې د ایفون کارونکوو لخوا یې په روان کال کې ډېر هرکلی شوی. دا لیکدړه د ایفون ۵، ۶ او ۶ پلس او همدا ډول د ایپډ لپاره د کارولو وړ ده.
د اندروید چلوونکي سیستم لپاره
۱ ـښایسته پښتو کېبورد: د اندرواید موبایل او تابلېت لپاره یې د ښایسته پښتو کېبورد په نامه لیکدړه جوړه کړې. سره له دې چې په بازار کې وړیا لېکدړې شته ولې د ښاغلي رحیم د کار ګټه په دې کې ده چې دی د هېواد له ستنډرد سره بلد او همدا شان یې اصلاح او یا بدلون ډېر ژر شونی دی.
د تېر کال د ډسمبر د میاشتې په سیالۍ کې چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت لخوا د سلګونو پروګرام جوونکو تر منځ په لاره اچول شوې وه، د ښایسته پښتو او دري لېکدړې ډالۍ او ستاینلیک وګاټه.
۲ ـ وطن نیوز افغانستان: د اندرواید لپاره دا هغه سپک او ساده پروګرام دي چې د افغانستان په اړه تازه خبرونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبه له انټرنېټ څخه راټولوي او تاسې یې په یوه ځای په خپل مبایل کې لوستلای شئ. په دې پروګرام سره تاسې د تازه پېښو څخه په لنډ وخت او د انټرنېټ په کم مصرف سره خبرېدای شئ.
۳ – افغان کلیز : دا هم د اندرواید لپاره پښتو او دري هجري لمریزه کلیزه ده، چې ډېرسپک پروګرام دی چې د هجري لمریزې نېټې تر څنګ، هجري سپوږمیزه او زېږدیزه نېټې هم ښودلای شي.
د وېب په برخه کې
د معاملو د لارښوونې ویب سایټ: ښاغلي رحیم د معاملاتو د لارښوونې لپاره یو ویبسایټ هم جوړ کړی دی چې هرڅوک کولای شي په اسانۍ سره کرايي، ګروي او د خرڅلاو کورونه، دکانونه، مځکې او د خرڅلاو موټرونه ولټوي او خپلې معاملې ترسره کړي. دغه ویب سایټ به له خلکو سره تر ډیره مرسته وکړي چې په کم وخت او په هوسا ډول د کور او یا د خپلې خوښې موټر په وړ بیه پیدا او وپلوري.
شخصي ویب پاڼه: دده شخصي ویب پاڼه چې اوس مهال تر کار لاندې ده. نوموړي کارونه، لاسته راوړنې او همدا شان په دې برخه کې به د نړۍ په کچه تازه معلومات خپروي.
ښاغلي شېر شاه رحیم ته د زړه له کومې د لا بریاو هیله کوم او هېلمند یم چې د ټکنالوژۍ د برخې مینوال ځوانان د شېرشاه رحیم په شان په کمه موده کې د پرمختګ دا راز ومومي او په دې برخه کې د شېرشاه رحیم جوړ شوی ریکارډ مات کړي.
بشیراحمد بشیر