لیکنه: عبدالرازق صافي
لومړی: لیکوال(امام بخاری)
صحیح البخاري امام ابو عبدالله محمد بن اسمعیل بن ابراهیم بن المغیرة بن بَردزْبَه چې د ازبکستان د بخاری ښار و لیکلي دي، امام بخاري د شوال میاشتې په دیارلسمه نیټه د جمعې په شپه په کال ۱۹۱هجری چي د ۲۰ جولای کال ۸۱۰ میلادي سره سمون خوري پیدا شوی دی، امام بخاري په وړوکوالي کي یتیم شوي او د زده کړه يي هم په ماشومتوب کي پیل کړې ده تر ټولو لومړي قرآن کریم حفظ کړ او د لسو کالو ؤ چی د حدیثو په یادو یادول يي شروع کړل، روسته بیا د اسلامی نړۍ ډیر هیوادونه لکه مصر شام فلسطین عراق حجاز او داسی نور د حدیثو د زده کړې لپاره د خپو لاندي کړل، استادانو شمیر يي تقریبا زرو تنو ته رسیږي، او د خپلې خولې اقرار مطابق يي ټول شپږ لکه (صحیح، حسن، ضعیف،…) را جمعه کړل.
شهرت کي اخرې درجې ته ورسید، او ملګرو استاذانو او علماء کرامو د هغه په حدیثو علم کي د پرمختک تقدم امامت باندی اقرار وکړ، په حدیثو کي د (امیر المومنین ) لقب وګټه.
د حدیثو د علم دری مشهورې څیرې امام مسلم بن حجاج د صحیح مسلم لیکوال، ابن خزیمه د صحیح ابن خزیمه لیکوال او امام ترمذی د الجامع لیکوال يي شاګردان دي.
ډیر تصنیفات لري خو تر ټول مشهور يې صحیح البخاری، التاریخ الکبیر، الادب المفرد او جزء رفع الیدین فی الصلاة والقراءة خلف الامام دی .
په بوډاتوب کي د وخت د حکومت په تکلیف کړ، د سمرقند یو کلي ته يي هجرت وکړ چه هلته د واړه اختر په شپه په کال ۲۵۶ه چی ۱ سپټمبر کال ۸۷۰م سمون خوری وفات شو.
دوهم: کتاب (صحیح البخاری)
امام بخاری خپل کتاب ته «الجامع المسند الصحيح المختصر من أُمور رسول الله صلى الله عليه وسلّم وسننه وأيامه» نوم کیښود خو د پخوا زمانې نه تر اوسه د خلکو په منځ کې (صحیح البخاري ) په نوم شهرت لري.
او زرګنو شاګردانو ته پخپله تدرس کړی دی د امام بخاری یو نزدی شاګرد محمد بن یوسف الفربری وايي( چی زما سره ۷۰زره کسانو د امام بخاری نه دهغه کتاب اوریدلي دي.
تاریخ پوهان وايي چی امام بخاری یوه ورځ د خپل استاد اسحاق بن راهویه نه داخبره واوریده : که د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د صحیح سنتو یو مختصر کتاب مو راجمعه کړه ډیره ښه به وی. دغه وینا د امام بخاری زړه ته ځای پیدا کړ او د کتاب په جمع کیدو پیل وکړ.
بل روایت کي دا هم راغلي دی چې امام بخاری پیغمبر صلی الله علیه وسلم خوب کې ولیده چې مخامخ ورته ولاړ دی او لاس کې پهکي دی او مچان تري شری، تعبیر والا ورته وویل: چی ته به تری درواغ منع کوی همغه وه چی صحیح البخاری ولیکه .
د صحیح البخاری پوره شپاړس کاله واخستل تر څو پوره شي، امام بخاری شروع په کعبه کې وکړه او وايی چی د هر حدیث نه مخکې استخاره او دوه رکعته لمونځ کوؤ، د بابونو عنوانات ورته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د قبر او منبر تر منځ کیښودل او علماء وایی: «فقه البخاري في تراجمه» یعنی د بخاری علم او پوهه همدغه د بابونو عنوانات دی، کله امام بخاری عنوان د حدیث د ظاهر سره توافق خوری نو مناسبت یی ښکاره وی خو کله بیا ډیره پټه اشاره وی چی دقیق فهم او ژور سوچ ته ضرورت لری.
امام بخاري پخپل کتاب کې د امام حجر وینا مطابق ټول د تکرار سره ۷۳۹۷ حدیث راوړی دی او چی کله تری تکرار لری کړی نو ۲۶۰۲ حدیث دی .
امام بخاری خپله د کتاب د لیکولو کومه ځانګرې تګلاره نده یاده کړې خو محدثین او د بخاری شارحین وایی: چې امام بخاري به هغه چانه روایت کوو چی دواړو راویانو به یو بل سره اوږده موده تیره کړي و او ملاقات به يي شوی و .
کله کله حدیث تکرار راوړی ځکه امام بخاری هلته یا په سند آو یا په متن کې نوې فائده لیدلی. کله کیداشی چی حدیث یو صحابي روایت کړی او په بل ځای کی بل صحابی ، کله حدیث په عنعنه ذکر کوی خو بل ځای کي بیا د اوریدلو صراحت کړی وی.
دریم: صحیح بخاری ارزښت
د سعودی عربستان مشهور حدیثپوه عبدالکریم الخضیر وایي: تر ۸۰ دانو پوری مې د بخاری شریف شرحې شمار کړی دی خو هغه چې رانه پاتې دې څو چنده به زیاتې وې .
د إتحاف القاري بمعرفة جهود وأعمال العلماء على صحيح البخاري لیکوال ښاغلی حمد عصام عرار الحسنی هغه کسان چی د صحیح بخاری یو قسمه خدمت يي کړې دی تر ۳۷۰ کسانو رسیږي.
خو د حافظ ابن حجر ( فتح الباري شرح صحیح البخاری) تر ټولو معتبره شرحه بلل کیږی د کومې په هلکه چې امام شوکانی وايي: «لا هجرة بعد الفتح».
د صحیح بخاري متن پښتو ته ژباړل شو دی خو که حوصله مو لنډه وې کولائ شئ چي د مختصر البخاری د امام زبیدی یا د شیخ الالبانی یا د کتور سعد الشثری ولولئ او د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم خوږې خبرې واورئ، لارښوونې عملي کړئ او د منهیاتو څخه وژغورئ .
الله دی په کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سنتو د عمل کولو توفیق راکړئ.