ښاغلی صديق الله بدر په ۱۳۴۸ لمريز لږدیز د ننګرهار، سره رود ولسوالۍ په بر سلطانپور كلي کې زږېدلی دی. د مخابراتو په تربیوي مرکز کې یې زدکړې کړي اوس د کلید ګروپ فرهنګي مسوول دی.
د افغانستان د نړيوال ژورناليزم د مركز، د جنوبي اسيا د ژورنالستانو ټولنه (سفما)، رشاد كره كتنه، خوشال فرهنګي ټولنه، افغان ادبي بهير او قلم فرهنګي او ژورنالیستيکي ټولنو کې غړیتوب لري.
چاپ شوي كتابونه:
– د غشو تنده شعري ټولګه
– تته كړيكه د لنډو كيسو ټولګه
– نامتو څېرې
– ايينه، د دري ژبې د داستانونو غورچاڼ
– د سيمو تاريخي جغرافيه، د علامه رشاد د مركو ټولګه
– ستا به خوښه شي كه نه، د ځوانو شاعرانو تذكره
– د باران انځور: د شعرونو دويمه ټولګه
– د لونګو دريڅې: د ادبي بحثونو لومړی ټولګه، ۱۳۸۹
– سیدجمال الدين افغاني او د ختيځ او لوېديځ مخامختيا؛ ژباړه
– بدل شوی سړی: د لنډو کيسو دويمه ټولګه
– د لونګو دريڅې: د ادبي بحثونو دویم ټوک، ۱۳۹۱
ناچاپ كتابونه:
– د لنډو كيسو دوې ټولګې
– د علامه رشاد ژوند او اثار
– د لونګو دريڅې، د ادبي بحثونو یوه ټولګه
– ګلونه ګلوييونه، د مركو ټولګه
او يو لړ نورې څېړنيزې او ادبي ليكنې
د ښاغلي بدر شخصي ویبلاګ د لونګو دریځې په دې تړوني پرانیستلای شئ.