پښتون کیسه لیکوال طاهر اپریدی په پښتو کیسه ایز ادب کې یو داسې نوم دی چې پرته د ده له نومه د پښتو کیسه ایز ادب ارزونه به خورا نیمګړې وي، ښاغلي اپريدي ښوونځي نه دی لوستی خو تر دې دمه یې ۱۹ غوره او د هنر، ادب او فکر په تول برابر کیسه ایز او ادبي اثار لیکلی دي چې ۱۰ اثار یې په کې د لنډو کیسو ټولګې دي، طاهر اپرېدي د ( لار ) په نوم له رسالې لوستو نه وروسته ادب ته مخه کړې ، دی وايي چې د ( لار) رسالې زما ذهن بدل کړ.
ښاغلي اپرېدي د جرس په نوم یوه ادبي مجله نږدې ۱۲ کاله خپره کړه.