ژباړه: حمیدالله حمیدي
له لویه نیولې تر واړه ټول انسانان په خپل ذهن کې هیلې او ارزوګانې لري، چې غواړي ورته ورسېږي. دغه هیلې تر هغه وخته نه را برسېره کیږ تر څو، چې په آرامه فضا کې پرې فکر ونه کړئ. د دې کار لپاره باید له خپله کوره او کورنۍ لېرې یوه ځانګړي طبیعت ته پناه یوسئ، تر څو په یوه لوی کهکشان کې خپل ځانګړی ځای پیدا کړئ. د فکر د داخیلي برخې د پاکولو او روښانه کولو لپاره یوه هم بېرون ته سفر کول او په پاک طبیعت کې ګرځېدل دي. له همدې دوو لارو کولای شئ په نړۍ کې خپل اصلي ځای پیدا کړئ، خپلې د ضعف نقطې پیدا کړئ او د جوړولو لپاره یې حلارې ولټوئ. کله، چې په یوه شنه ځنګل او یا هم د سیند پر غاړه یوازې اوسئ، له خپل وجوده یو ډول نا اشنا غږونه اورئ، چې تاسو دې ته اړ کوي تر څو د هغه سوالونو په اړه فکر وکړئ: « زه په ریښتیا څه ډول کس یم؟ په دې نړۍ کې مې دنده څه ده؟ څنګه کولای شم داخلي زخمونه مې ټکور کړم؟ او څنګه کوالی شم خپل اصلي وجود ته مې لاره پیدا کړم؟.» د دې ډول پوښتنو په اړه فکر کول مو اړ کوي ترڅو په ژوند کې یو نوی سفر وکړئ، پخواني منسوخ شوي رواجونه شاته پرېږدي او غواړئ ځان مو پر یوه نوي او نوښتګر شخصیت بدل کړئ، داسې فکر کوئ، چې ګواکي همدا اوس زېږدلي یئ او د خپل خدای پاک پر لوري ورګرزئ.
هرڅوک چې په طبیعت کې ګرځي په یوه ډول نه په یوه ډول له خپل خدای پاک سره راز او نیاز کوي، له خدای پاکه د مرستې غوښتنه کوي او تر غواړي چې:
هغه ته سمه لاره وښایي او د تکامل په خوا یې بوزي.
اندېښنې او روحي زخمونه یې ټکور کړي.
غم او اندېښنې ترې لرې کړي، په ژوند کې ور سره مرسته وکړي او د روغتیا له نعمته یې برخمن کړي.
هغه بدلونه لکه: واده کول، د ندې بدلول او یا نور یې، چې په ژوند کې راځي سازش ور سره وکړي.
د ژوند په اصلي مفهوم او مانا باندې باید پوه شي.
خپل ځان او خپل اصلیت وپېژني.
خپلې فردي وړتیاوې وپېژني.
او تل داسې فکر وکړي،چې خدای پاک له ما سره دی.
په طبیعت کې دي چې:
۱- هر انسان کولای شي له ځان سره جوړ جاړی وکړي، خپلې نیمګړتیاوې په ګوته کړي او د حل لپاره یې ورته لارې پیدا کړي. په دې کار سره ډیر زر کولای شئ، خپل ځان وپېژنئ او په خدای پاک باندې توکل وکړئ، ځان ورته وسپارئ او مخ پر وړاندې ولاړ شئ.
۲- فکر وکړئ، چې وخت په یوه لنډ طبیعت کې مخ پرو وړاندې ځي، همدا ټکی تاسو ته ذهني او فکري سکون درکوي. مه هېروئ همدا «سکون او ارامي» هغه قدرت دی، چې په وسیله یې کولای شوو هغه څه ته ورسېږو، چې هیله یې لرو. همدغه حالت کولاشي ورو ورو ستاسو ذهن له پوچو او بې مانا فکرونو څخه پاکړي او داسې یوه حالت ته مو بیا یې، چې بیا به د یوه قاضي غوندې د خپل ځان په اړه خپله قضاوت کوئ. ډیر زر به پوه شي، چې تاسو څوک یئ ، د څه لپاره نړئ ته راغلي یئ او د ژوند وروستی مقصد مو څه دی، ډیر به مو اورېدلي وي، چې وایي د خدای پاک په قدرتونوکې فکر کول غوره عبادت دی.
۲- طبیعت لکه د آینې په شان عمل کوي، هر هغه څه مو، چې په ذهن کې را وګرځي په شفاف او سم ډول یې تاسو ته هم ښکاره کوي.
خو له کومې لارې؟
تر ټولو لومړی باید، یوازې د طبیعت پر لور ولاړ شئ او له ځانه سره خلوت او خبرې وکړئ. په دې وخت کې مو ذهن له بېکاره او پوچو فکرونو پاکیږي او ورو ورو مو د خپل وجود ځانګړي غږونه اورئ. کله، چې وتوانیدئ، چې په طبیعت کې څنګه ذهني خالیګا پیدا کړئ او خپل ځان په اصلي ډول وپېژنئ ، دا وخت دی، چې بیا کولای شي له خپل خدای پاک څخه د ډیر سوالونو د ځوابولو غوښتنه وکړئ:
څنګه پر ناروغئ غلبه پیدا کړئ.
څنګه د کینې او حسد پر ځای یوازې مینه کړئ.
ښېګڼې مو د ځان پر لوري جذب کړئ.
خپلې وړتیاوې مو را برسېره او ښکاره کړئ.
په پوره هیله او قدرت سره خپل ژوند ته را وګرزئ، په ارامه ذهن له سکونه په ډک زړه او له پوره خوښیو سر مو د خپلې کورنۍ او دوستانو په خواکې خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړئ.یعنې په ټوله کې به داسې احساس پیدا کړئ، چې په ناخدآګاه ډول مو ټولو مثبتو غوښتنو ته رسېدلي یئ.
ګرانو لوستونکو! که تاسو هم غواړئ، له خوښیو ډک ژوند وکړئ ښه ده، چې د یوه وخت لپاره له خپلې کورنۍ څخه لرې د خپلې خوښې وړ طبعت ته ولاړ شئ او په دې لویه نړۍ کې مو خپل ځانګړی ځای پیدا کړئ.